تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۱۳ مه) د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د دې ولایت د نورګل ولسوالي په تنګي سهیل سیمه کې د سېلونو له امله دوه تنه مړه شوي او همداراز خلکو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
سیمهییزو چارواکو د سېشنبې په ورځ، د اسد په ۱۳مه، وویل چې د پېښې له امله د سیمې اوسېدونکو ته پراخ زیانونه رسېدلي او د نورو احتمالي مرګژوبلو د معلومولو لپاره ارزونې روانې دي.
له بلې خوا، په نورستان ولایت کې هم د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلونو د برګمټال ولسوالۍ لسګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیزې اسانتیاوې زیانمنې کړې دي. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې درې ماشومان هم ورک شوي او د موندلو هڅې یې دوام لري.
د ځايي چارواکو په وینا، سېلابونو په برګمټال ولسوالي کې ۸۷ کورونه، یو جامع جومات، د اوبو لګولو کانالونه، د برېښنا تاسیسات او کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د کونړ، نورستان او یو شمېر نورو ولایتونو لپاره د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی و. په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پرلهپسې سېلونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د سرطان په ۲۹مه هم د نورستان د مرکز پارون ښار او د دغه ولایت په نورو سیمو کې د سېلونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي وو.