Homeادبشعرد راشد خټک غزل

د راشد خټک غزل

چا په رنړابائيله،چا نه شپه کي پاتي شوي ده
ما نه خو ځواني په ميکده کي پاتي شوي ده
چا په تورماښام د چا په قبر ډيوه ايښي ده
نښه ده ژوندون په اديره کي پاتي شوي ده
چا چي پکي ځان دا چا دا پاره سنګارکړي وو
اوس يي هم څيره په آئينه کي پاتي شوي ده
چا ته چه ورګورم،څه نا څه يه چا ته ورته وي
مينه مي عجبه مرحله کي پاتي شوي ده
چا ته به خټکه د زړه حال د چا په خوله وائم
دا کيسه څو واره په لانجه کي پاتي شوي ده 

د ستمبر دویمه/ جي ايټ اسلام آباد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...