ډاکتر ش برهکی
په جرمني کې ۱۶ د ایالتونو پولیس، ۲ فدرالي پولیسې ادارې او د پارلمان پولیس شتون لري؛ یعنې په ټولیز ډول ۱۹ پولیسې ادارې شته.
۱. د جرمني د پولیسو مهم ډولونه
۱. د ایالتونو پولیس (Landespolizei
دا هغه عادي پولیس دي چې ته یې هره ورځ په کوڅو، سړکونو او ښارونو کې وینې.
دندې یې:
د خلکو د امنیت ساتل.
د غلا، جګړې او نورو جرمونو په اړه پلټنې.
د ترافیک او موټرو کنټرول.
د خلکو شکایتونه ثبتول.
د بیړنیو پېښو پر مهال مداخله کول.
په جرمني کې هر ایالت خپل پولیس لري؛ لکه د هامبورګ، برلین، بایرن او نورو ایالتونو پولیس.
مثال: که په هامبورګ کې څوک ستا موبایل غلا کړي، عموماً باید د هامبورګ له پولیسو سره اړیکه ونیسې .
۲. فدرالي پولیس (Bundespolizei ) :
دا د جرمني په ټول هېواد کې د ځانګړو دندو لپاره فعالیت کوي.
مهمې دندې یې:
د جرمني د پولو ساتنه.
په هوايي ډګرونو کې د امنیت او سرحدي کنټرول اړوند دندې.
په رېلګاډي سټېشنونو او د اورګاډي په ځینو برخو کې د امنیت ساتل.
د فدرالي دولتي ادارو او ځانګړو تاسیساتو ساتنه.
مثال: که د جرمني په هوايي ډګر کې د پاسپورټ او سرحدي کنټرول موضوع وي، فدرالي پولیس ممکن مسؤل وي.
رسمي وېبپاڼه: Bundespolizei
۳. د جنایي جرمونو پولیس (Kriminalpolizei — Kripo):
دا پولیس په ځانګړي ډول د جدي جرمونو د څېړنې او پلټنې لپاره کار کوي.
دندې یې:
د وژنې او سختو بریدونو پلټنه.
د درغلیو او غلاوو د ځینو پېچلو قضیو څېړنه.
د شواهدو راټولول.
د شکمنو کسانو پېژندل او د جرمونو کشفول.
دوی ډېر وخت په عادي جامو کې کار کوي، نه د یونیفورم په جامو کې.
مثال: که د یوې وژنې یا پېچلې مالي درغلۍ قضیه رامنځته شي، د جنایي جرمونو پولیس یې په څېړنه کې برخه اخیستلای شي.
۴. د چمتووالي پولیس (Bereitschaftspolizei)
دا پولیس د لویو غونډو او هغو حالاتو لپاره چمتو وي چې ډېرو پولیسو ته اړتیا وي.
دندې یې:
د مظاهرو پر مهال د نظم ساتل.
د فوټبال د لویو سیالیو پر مهال د امنیت تأمینول.
د لویو شخړو او ګډوډیو پر مهال مرسته کول.
له عادي پولیسو سره په پراخو عملیاتو کې همکاري.مثال: که په یوه ښار کې لویه مظاهره ترسره کېږي، د چمتووالي پولیس د نظم ساتلو لپاره را غوښتل کېدای شي .
۵. ځانګړي ځواکونه (SEK) Spezialeinsatzkommando یا د پولیسو ځانګړې قطعې” یا “د ځانګړو عملیاتو ډله:
SEK د ځانګړو پولیسو هغه ځواکونه دي چې د ډېر خطرناکو عملیاتو لپاره روزل شوي وي.
دندې یې:
د وسلهوالو او خطرناکو شکمنو کسانو نیول.
د یرغمل نیولو د پېښو پر مهال عملیات.
په ځانګړو او لوړخطره حالاتو کې مداخله.دا عادي ګزمې کوونکي پولیس نه دي؛ بلکې ځانګړې روزنه او تجهیزات لري .
۶. د فدرالي جنایي جرمونو اداره (Bundeskriminalamt — BKA) :
BKA د جرمني د جنایي جرمونو یوه مهمه فدرالي اداره ده.
مهمې دندې یې:
د پېچلو او نړیوالو جرمونو په اړه له اړوندو ادارو سره همکاري.
د ترهګرۍ او سازمانیافته جرمونو په ځینو قضیو کې پلټنې.
د جرمني د بېلابېلو ایالتونو د پولیسو ترمنځ د معلوماتو او همکارۍ همغږي.
د جرمني د اساسي دولتي ارګانونو د ساتنې اړوند ځینې دندې .