دوشنبه, دسمبر 22, 2025
Home+اندرا ګاندي څنګه ووژل شوه؟

اندرا ګاندي څنګه ووژل شوه؟

تاند- له نن څخه 41 کاله پخوا د ۱۹۸۴ م کال د اکتوبر په ۳۱ مه د هند صدراعظمه اندراګاندي ووژل شوه.

د سهار ۹ بجې او ۲۹ دقیقې وې چې د نوي ډیلي په صفدرجونګ واټ (د خپل کور په کوڅه) کې د خپل یوه سیک ساتونکي له لوري وویشتل شوه.

هماغه مهال د هند پوځ د سیک بېلتون غوښتونکو خلاف پراخ عملیات پیل کړي وو چې په نړۍ کې یې یو لړ انتقادونه پارولي وو.

د دغو عملیاتو په لړ کې، چې د اندیراګاندي په امر یې د ۱۹۸۴ د جون له لومړۍ تر ۸ دوام وکړ، د سیکانو د یوې مذهبي ډلې مشر جرنیل سینګ او د هغه وسله وال لارویان د امرتسر د دربار صاحب له ودانۍ یا طلایي ګومبتې څخه ووتل. جرنیل سینګ د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. د هند حکومت د ۱۹۸۴ د جون په ۵ مه د سیکانو عبادتځای ته د پوځ د ننوتو امر وکړ خو د عبادتځای د ساتونکو له مقاومت سره مخامخ شو. د دوی مقاومت په دوو ورځو کې مات شو. په دې پېښه کې د امرتسر ۵۵۴ تنه اوسېدونکي او د عبادتځای دفاع کوونکي ووژل شول او ۱۲۱ نور ژوبل شول.

د هند د پوځ ۹۲ سرتېري هم ووژل شول او ۲۷۸ نور ژوبل شول.

دې پېښې د هند پر سیاسي چارو ژور اغېز درلود ځکه چې ډېر سیک ځوانان د خالستان له غورځنګ سره ملګري شول. پر اندیرا ګاندي د سیکانو انتقادونه د دې پېښې په خاطر زیات شول هماغه و چې د سیکانو پر عبادتځای د پوځ له یرغله ۵ میاشتې وروسته په همدې ورځ پر اندیرا ګاندي حمله وشوه او ووژل شوه.

اندیرا ګاندي د هند د خپلواکۍ د مشر او لومړني صدراعظم جواهر لال نهرو لور او د فیروز ګاندي ماندینه وه.

د دې لپاره چې اندیرا په ځان د ګاندی تخلص ایښی و، ځینې فکر کوي چې له ستر مهاتما ګاندي سره به خپلوي لري، خو دوی هیڅ ډول خپلوي په خپل منځ کې نه لري.

دا د ۱۹۶۶ کال د جنورۍ له ۱۹ د مارچ تر ۲۴ او بیا د ۱۹۸۰ د جنورۍ له ۱۴ د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر تر همدې ورځې (۳۱) چې ووژل شوه، د هند صدراعظمه وه.

2 COMMENTS

  1. لومړی ځل ئی د ۱۹۶۶ کال د جنوری د میاشتی د ۱۹ می څخه تر کال ۱۹۷۷ د اپریل د میاشتی تر ۲۴می پوری او بیا له….. څخه تر….. پوری د هند د صدراعظمی پتوګه دنده تر سره کړی وه.
    په ۱۹۷۵ کال کی ئی کابل ته هم یو دوستانه او رسمی سفر درلود.
    لوی سیاستمداران هم زموږ د وطن بس چلوونکو غوندی یا د قدرت د اعتیاد له وجی یا د بی پروائی او بی احتیاطی له وجی د ستری فاجعی قربانی شوی دی.

  2. سلامونه
    فقیده اندیرا ګاندي ډیره پوه او د ج.ل نهرو غوندې یو با تدبیره او د هندوستان د آزادۍ اخستلو سرلاري چې له مهاتما ګاندی سره او همداراز د ارواښاد باچا خان ملګری و؛ لوور وه.
    افغانستان سره ېې د دوستۍ دا یوه هدیه(د کابل د ماشومانو د اندیرا ګاندي روغتون) کفایت کوي ؛البته د هند نورې مرستې په ځانګړې ډول اوس د پوکستین په مقابل کې د اٙ اِاُ ملاتړ او همغږي د مڼنې وړ دي.
    ۰راځو د خالستان ټکي ته؟! د سکهانو=سنګهانو=سردارانو دوی اصلي ټاټوبی پنجاب دی چې د انګریز استثمار او استعمار په دوران کې لکه کشمیر،بنګال او پښتونخوا/بلوچستان په دوه برخو ویشل سوی؛ سردارانو ته بویه چې خپل حق ل لاهورۍ دروازې چټلیستانو واخلي نه ده اندیرا په شان میرمنې وژلو…!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ډک جوال ژبې | ژباړن: محبوب جلالزي

د سپوتنیک نومي  انګلیسي ژبی مجلې څخه د (ډک جوال ژبې) تر نوم لاندې د محبوب جلالزي یوه کوچنۍ ژباره. دا مطلب په ۱۳۶۵کال...