پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبد طنز بنسټونه/ عبدالنافع همت

د طنز بنسټونه/ عبدالنافع همت

کله چې غواړو  طنز  وپېژنو، نو لومړی مو دا پوښتنه په ذهن کې راګرځي چې طنز  له څه شي څخه جوړ شوی دی؟ ډېر ځله به مو د کره کتنې په بانډارونو  کې اورېدلي او کتابونو کې به مو هم لوستي وي چې ادبپوهان ځينې ادبي ليکنې په طنز  کې نه شاملوي، خو  ليکوال  يې  طنز بولي، ان دا چې ځینې ليکوالو پر خپلو کتابونو په غټو تورو  طنزي شعرونه،  طنزي لنډې کيسې يا دې ته ورته نومونه ليکلي وي، خو ادبپوهان  يې په طنز کې نه شمېري.

اوس پوښتنه دا ده چې له ادبپوهانو سره کوم معيار  شته چې يوه ليکنه طنز  ګڼي او بله د طنز  له دايرې څخه باسي؟ مخکې تر دې چې د دې پوښتنې ځواب ته راشو يو مثال راوړو. (H2O) د  اوبو کيماوي ترکيب دی. په دې ترکيب کې هايدروجن او اکسيجن د يو خاص تناسب له مخې سره يو ځای شوي او اوبه ځنې جوړې شوي دي. اوس که له دې مرکباتو څخه يو يې هم کم يا زياد شي  دې ترکيب ته  اوبه نه شو ويلای. دغه ډول طنز هم پر دوو پښو يا دوو بنسټونو باندې ولاړ دی چې يو انتقاد (Criticism) او بل هم ظرافت (Elegance) يا خلاف العادت (Abnormality) حالت دی. که يوه ليکنه يوازې لوستونکی وخندوي، خو انتقاد و نه لری طنز نه بلل کېږي، دغه ډول  که يوازې انتقاد ولري او خندوونکی وضعيت نه وي پکې انځور شوی بيا هم طنز  نه شو ورته ويلای، نو ويلای شو چې طنز  له دې دوو توکو څخه جوړ دی او په دې دوو معيارونو او کاڼو يې تللای شو.

په طنز  کې د انتقاد  او  ظرافت ارزښت په دې  کې دی چې ظرافت  د انسان عواطف او انتقاد عقل را پاروي. کله چې لوستونکی په طنز  کې ظريف انځور  ويني، نو د خندا په بڼه غبرګون ښيي. کله چې يې په انځور کې د ټولنې ناخوالو ته پام شو، نو  عقل يې راپارېږي او په انځور  کې د  اجتماعي ناخوالو او بدمرغيو په اړه قضاوت کوي چې وروسته دا قضاوت د قهرجن غبرګون بڼه نيسي، ځکه خو د طنز  خندا د کوميډي، هزل  او هجوې په پرتله ډېر  دوام نه کوي او ډېر  ژر  په ژيړغوني او قهرجن حالت اوړي. امريکايي طنز  ليکوال مارک ټوين (Mark Twain) وايي چې  د ظرافت او خندا اصلي شکل خوشاله کوونکی نه، بلکې ځوروونکی دی. (۱)

د لوستونکي عقلي غبرګون دوه پړاوونه لري چې لومړی قضاوت او دوهم  قهر او نفرت دی. په طنز کې ظرافت او د لوستونکي خندول هدف نه، بلکې وسيله بلل کېږي. د ظرافت په مرسته په ټولنه کې بې عدالتي او شاته پټ عاملين د لوستونکو سترګو ته درېږي چې په نتيجه کې لوستونکی د هغه په اړه معقول او منطقي قضاوت کوي. په دې بحث کې پر انتقاد، خندوونکي وضعيت، خندا او خندا پر لاملونو باندې خبرې کوو.

۱: انتقاد (Criticism) :

انتقاد د ظلم او بې عدالتيو پر وړاندې د انسان عقلي او وجداني عکس العمل دی. طنز  له انتقاد او  انتقاد په ټولنه کې له ناخوالو او نادودو سره تړلی دی. انتقاد په حقيقت کې له بشري ناورين سره د خلکو کرکه ښيي. کله چې په يوه ټولنه کې بشري ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي او خلک خپله کرکه د انتقاد په بڼه ښيي، دا مانا لري چې خلک له بشري ارزښتونو څخه دفاع کوي او  هدف يې اصلاح ده.

طنزي انتقاد لکه ميکروب ضد درمل (Antibiotics)  چې د خوند له مخې زهرجن او ترخه دي، خو هدف يې د ميکروبونو له منځه وړل او د انسان روغتيا ده. د انتقاد ساحه ډېره پراخه ده، خو طنزي انتقاد  له نورو انتقادونو څخه جلا او خپلې ځانګړتياوي لري چې په دې ډول دي.

په طنز کې د مشخص فرد پر ځای پر ناخوالو بريد کېږي، ځکه چې پر مشخص فرد، کورنۍ او ادرس  انتقاد کول حقوقي بڼه پيدا کوي او په حقوقي برخه کې بايد کره شواهد او اسناد وړاندي شي. په ادبي ليکنه کې چې په هره اندازه کرکټرونه، پېښې، نومونه، ادرسونه، نېټې، مکان او زمان په واقعي توګه معرفي کېږي، په هماغه اندازه د ليکنې هنريت او تخيل ته زيان رسېږي. که په يوه ليکنه کې هر څه واقعي او بربنډ ويل شوي وي، هغې ليکنې ته هنري ليکنه نه، بلکې ژورناليستيک راپور ويلای شو،  ځکه چې د ژورناليستيکو ليکنو بنسټ واقعيت او ادبي ليکنو بنسټ تخيل دی. (۲)  ځينې داسې طنزونه هم شته  چې په هغه کې د سټالين، هيټلر او موسولوني نومونه ياد شوي او هغوی  غندل شوي دي، خو دا کرکټرونه د خپلو شخصيتونو له مخې نه، بلکې د خپلو فکرونو له مخې غندل شوي دي يا په بله مانا دا کرکټرونه سيمبولونه بلل کېږي چې هدف يې  د انسان وژنې، تراهګرۍ، ديکتاتورۍ، نژادپالنې او فاشيزم غندنه ده.

په ټولنه کې ناخوالې هر چا ته ښکاره او قربانيان يې هم له هيچا څخه پټ نه دي، خو د ظالمانو، مفسدينو او انسانيت دښمنان هر څوک نه پېژني، ان دا چې کېدای شي د يوه بشري ناورين شاته پټ لاسونه هيچا ته هم معلوم نه وي، مثلا په يوه ښار کې درنه چاودنه کېږي چې په پايله کې يې په سلګونو ملکي خلک مړه کېږي، خو هيڅوک نه پوهېږي چې په دې چاودنه کې د چا لاس و؟  نو که موږ د معلومو اشخاصو پر ځای پر بې عدالتيو باندې انتقاد وکړو د ټول ملت، آن دا چې د  ټول بشريت خواخوږي به راسره وي، ځکه چې له جرمونو سره هيڅوک هم خواخوږي نه لري، خو کېدای شي چې د جنايتکارانو سره د هغوی خپلوان، قوم، قبيله او ملګري همدردي ولري او هغوی به ځان ته خپل دلايل لري.  د طنز موضوع انتقاد او هدف يې د ټولنې اصلاح ده.  که د بريد هدف معلوم شخص وي، نو دا ليکنه طنز نه، بلکې هجوه ده، ځکه چې په هجوه کې هر څه بربنډ ويل کېږي او کرکټرونه يې هم واقعي وي. (۳)

د شخصي عقدې له مخې پر يو چا بريد کول او د هغه سپکاوی د هجوې عمده ځانګړنه ده، خو څرنګه چې په طنز کې پر معلومو افرادو  تېری نه کېږي، نو د  طنز مينه وال ورځ په ورځ ډېرېږي، خو هجوه ورو ورو له صحنې وزي، ليکوال او شاعر يې  په چاپولو شرمېږي او آن دا چې اکثره معاصر کره کتونکي يې په ادبياتو کې هم نه شاملوي.

کله چې په ټولنه کې ناخوالو ته اشاره کوو، نو سمدلاسه   له ځان سره قضاوت کوو او په نتيجه کې يې انتقاد هم کوو چې د دې انتقاد پايله له  يوه عمل يا فکر څخه کرکه ده، خو ښه او معقول قضاوت هغه وخت کېدای شي چې په هغه کې قضاوت د عدالت له مخې شوی وي.  کله چې د قضاوت لپاره د عدالت معيار  منو،  نو عدالت دا ايجابوي چې  په خپل انتقاد کې انساني کرامت او  بشري ارزښتونو ته درناوی وکړو او له شخصي عقدې او سپکاوي څخه ځانونه وساتو.

۲: خلاف العادت  وضعيت (Abnormality Situation) :

کله چې طنز ليکوال په خپله ليکنه کې د  هنري قوت په مټ  د  اجتماعي ناخوالو داسې ظريف اړخونه انځور کړي چې خلکو تر اوسه پورې نه وي ليدلي او خلاف العادت ورته ښکاره شي، نو تعجب کوي او خپل تعجب د خندا په بڼه څرګندوي. په کوميډي، هزل او هجوه کې هم د خلاف العادت انځور  په ليدلو سره  خلکو ته خندا ورځي، خو په طنزي ظرافت کې د ټولنې ناخوالې هم ليدل کېږي.

ځينې ادبپوهان د ظرافت پر ځای خندا د طنز  رکن يا بنسټ بولې، خو زه فکر کوم چې خندا د طنز داخلي توکی نه، بلکې د طنز پر وړاندې د  لوستونکو  عاطفي غبرګون دی. طنز په خپل داخلي جوړښت کې خندا نه، بلکې ظرافت لري چې د خندا سبب ګرځي، مثلا کله چې د انسان پزې ته د نسوارو بوی ورسېږي، نو غبرګون ښيي او پرنجېږي. دلته نسوار  د انسان د شامې سيستم برخه نه ده، بلکې د نسوارو بوی د دې لامل کېږي چې د انسان شامي سيسټم عکس العمل وښيي، نو خندا هم له طنز څخه دباندې د لوستونکی عاطفي غبرګون دی چې لامل يې په طنز کې نغښتی ظرافت دی، نو راشئ چې لومړی خندا او بيا خندوونکی وضعيت وپېژنو.

خندا:

خندا د ځينو پېښو پر وړاندې د انسان فيزيولوژيکي غبرګون دی چې د حرکاتو او غږونو په بڼه څرګندېږي. په سترګو کې خوښي ښکاره کېدل، مسکی کېدل، تندی غوړېدل يا ورين کېدل، د شونډو حرکات، غاښونه ښکاره کېدل، قهقهه يا له خوشاليه تر خوله لوړ اوازونه ايستل،  د پښتورګو درد، د سترګو اوښکي او آن  ادرار د خندا عمده نښې نښانې ګڼل کېږي، خو يوازي هغه مسکا له طنز سره اړه لري چې په پای کې په ژيړغونی او قهرجن حالت پای ته ورسېږي.

خندا دوه  ډوله ده چې يو واقعي او بل مصنوعي  ده. واقعي خندا د يوې پېښې پر وړاندې د انسان  عاطفي غبرګون دی، خو مصنوعي خندا يوازې د خندا تمثيل دی لکه په کوميډي فيلمونو، ډرامو او تياتر  کې چې ممثلين  د خلکو د خوشاله کولو لپاره په مصنوعي ډول خاندي، څرنګه چې خندا ساري خوی لري، نو  نندارچيانو ته هم سرايت کوي او هغوی هم خاندي.

دا چې خندا ساري ده،  د دې خبرې د ثبوت لپاره  د تانزانيا د نجونو د  ښوونځي يوه کيسه را اخلو.  د ۱۹۶۲ ميلادي کال د جنوري پر دېرشمه  نېټه په یوه لیليه کې دریو نجونو غوښتل چې لیسه د لنډ مهال لپاره رخصت شي.  هغوی تر خپل منځ پر دې خبره وخندل.ورو ورو  د دوی خندا دومره ډېر شوه چې هر وار به یې یو بل ته کتل نو له خندا به ړنګې شوې او پر پښتورګو به يې لاسونه ونيول. دې خندا په څو شېبو کې د ليليې ( ۹۵) نورو نجونو ته هم سرايت وکړ او هغوی هم په خندا پيل وکړ. د نجونو دې حالت ته په کتو سره  د ښوونځي اداره اړه شوه چې  ښوونځی رخصت کړي. کله چې دا خبر د منځنۍ افریقا نورو ښوونځیو ته ورسېد، نو هلته هم زده کوونکو د ښوونځي د رخصت کېدو له امله خندا پيل کړه. دې خندا همداسي دوام وکړ  او په نتيجه کې يې  (۱۰۰۰)    زده کوونکو په زوره زوره وخندل.

ډاکټران وايي چې انسان په دماغ  کې د خندا لپاره یوه ځانګړې کڅوړه لري چې خندا کشف کوونکی عصبي ميکانيزم  Neurological mechanism of laugh detection) (  نومېږي. دا کڅوړه ده  په خپل ځان کې یوه کشف کوونکې آله لري چې  (Detector)نومېږي.  کله چې څوک په خپل چاپېريال کې د خندا وړ څه وويني يا بل  څوک خاندي، نو د کشف آله په اتومات ډول کڅوړې ته امر  کوي چې خندا توليد کړي. (۴)

د خندا لاملونه:

مخکې مو په طنز کې د ظرافت يا خندوونکي وضعيت پر ارزښت خبرې وکړې. که غواړو چې په طنز کې ظريف انځورونه ولرو او د دې انځورونو په وسيله   لوستونکي وخندوو او په نتيجه کې د هغوی پام انتقاد ته راوګرځوو، نو بايد لومړی د خندا لاملونه وپېژنو. که يوه لوحه په څو رنګونو ښکلې شوې او بيا پر هغه باندې پيغام ليکل شوی وي، د ليدونکي پام ډېر ژر را اړوي او  د رنګونو له امله   پيغام هم په ډېر شوق او ليوالتيا  لولي، خو د دې لپاره چې خلک   پيغام خوښ کړي بايد لومړی د لوستونکو ذوق او شوق ځان ته معلوم کړو. په طنز کې هم بايد لومړی پوه شو چې خلک ولي خاندي؟ که د خندا لاملونه مو وپېژندل، بيا کولای شو چې په طنز کې هغه څه ورګډ کړو چې خلک خندوي. په عمومي ډول خندا څلور  عوامل لري چې په دې ډول دي:

الف: فزيکي عوامل: د انسان جسم داسې حساس ځايونه لري چې  که د بل چا لاس ورسره ولګېږي نو پارېږي او د خندا سبب کېږي، مثلا د ځينو خلکو تخرګونه، نس او پوندې د بل چا له لاس سره حساسيت لري، که لاس ورسره ولګېږي، نو تخنېږي او خندا ورځي.

ب: کېمياوي عوامل: ځينې کيمياوي مواد شته چې که چېرې د پزې له لارې د انسان وجود ته ننوزي، د خندا لامل ګرځي لکه ځينې ګازونه، نشه يي توکي، زعفران او داسې نور.

ج: عصبي ناروغۍ: ځينې خلک له دې پرته چې په خپل چاپېريال کې څه وويني خاندي يا کله کله يو څه وويني، نو عصبي سيسټم يې ګډوډ شي او بې اختياره خاندې. مثلا يو څوک د خپل زوی، لور، پلار، مور يا بل تېرونی خپل او دوست د مړيني خبر واوري يا يې مړی وويني، نو د ژړا پر ځای ناڅاپه خندا شروع کړي،  کله کله خو دا خندا دومره دوامداره وي چې کنټرولول يې ګران کار وي.

ويره هم د خندا يو عامل کېدای شي. مثلا يوه ماشوم  اشتباه کړې ده، پلار يې په قهر دی او په ماشوم پسې منډې وهي، پلار  غواړي ماشوم ونيسي او سزا ورکړي. په دې وخت کې ماشوم منډې وهي او خاندي، خو که ماشوم د پلار ګوتو ته ورشي، نو د ماشوم خندا په ناهيلۍ اوړي او په ژړا پيل کوي. دغه ډول د ځينو عصبي ناروغانو خندا هم له چاپېريال او ټولنې سره اړه نه لري، بلکې علت يې  په اعصابو کې دننه   اختلالات او ناروغۍ دي.

د: فکري عوامل:  دا عوامل مستقيم يا غير مستقيم د انسان پر ذهن اغېز کوي او خندوي يې. فکری عوامل خورا مهم دي، ځکه چې د انسان له عقل، فکر، عقايدو، منطقو، قضاوت او ټولنې سره اړه لري او ساحه يې ډېره لويه ده. څرنګه چې طنز  هم د انسان له فکر او ذهن سره اړه لري، نو يوازې د خندا فکري  عوامل له طنز سره اړه لري او موږ هم يوازې د خندا همدا عوامل څېړو.

دا چې انسان ولي خاندې په دې اړه خورا ډېرې څېړنې شوي دي او په دې اړه زښته ډېرې تيورۍ هم وړاندې شوي چې يو څو يې په دې ډول دي: (۵)

د لوړوالي احساس  (Superiority):

ارستو وايي چي کله عاقل انسان د ناپوهانو کړه وړه وويني يا خپل سيال مات کړي، نو خندا ورځي، مثلا کله چې يو لوستی سړی ويني چې يوه نالوستي سړي کتاب چپه نيولی دی، نو لوستي سړي ته خندا ورځي، ځکه چې ځان لوړ او هوښيار  ورته ښکاره شي.

تناقض (Incongruity) :

کله چي د شکل او محتوا، ظرف او مظروف، ظاهر او باطن،پيل او پای، عمل او وينا تر منځ تناقض موجود وي د خندا سبب کېږي، مثلا که يو بوډا سړی د ځوانانو موډ او شوخ رنګ کالي واغوندې نو تناقض بلل کېږي، ځکه چې د بوډا عمر او  کالي تر خپل منځ تناقض لري.

ماشيني تکرار  Mechanical repetition)) :

فرانسوي فيلسوف برګسن وايي چي ماشيني تکرار   د خندا اصلي لامل دی لکه تکيه کلام، يوه خبره څو څو واره تکرارول، د يو خاص نظم له مخې پزه کشول يا ژبه راايستل او ننه ايستل او داسې نور حالتونه چې ماشيني تکرار ولري د خندا وړ ګرځي. برګسن زياتوي چي ((يوازې د انسان کړه وړه د خندا وړ دي. موږ  پر حيواناتو  او بې سا شيانو باندې يوازې هغه وخت خاندو چې  انسان ته  ورته کارونه کوي)). کله چې يو ريبوت د انسان  په ډول کار کوي د خندا وړ ګرځي.

تضاد:

دا تيوري تناقض ته نژدې ده، توپير يې دا دی چې په تناقض کې يو حالت له بل سره سم اړخ نه لګوي، خو په تضاد کې کې يو حالت مطلق د بل حالت ضد وي. مثلا که د سينګارتون لوحه د ډاکټر پر کلينيک راځوړند کړو د خندا وړ  ګرځي.

حاضر جوابي:

دا تيوري تناقض ته ورته ده. کله چې له يو چا څخه پوښتنه وکړو، خو هغه زموږ  د توقع خلاف يا د عادت خلاف ځواب راکړي موږ ته خندا راځي. په دې اړه به د انګلستان د مشهور سياستوال چرچل مثال راوړو. وايي چې يوه ورځ چرچل په يوه نرۍ کوڅه کې تېرېده چې خپل يو سياسي مخالف يې په مخه ورغئ. دواړو  يو بل ته رډ رډ سره وکتل. د چرچل مخالف وويل: زه نه شم کولای چې پر يوه اړخ شم او يو احمق تېر شي. چرچل په داسې حال کې چې پر يوه اړخ کېده وويل: خو دا دی  زه دا  کار  کوم. په حاضر ځوابۍ کې  زموږ  ذهن د يو ډول ځواب وړاندوينه کړې وی، خو ځواب يې بر ډول شي، ځکه نو موږ ته خندا راځي. (۶)

سوی تفاهم:

دا تيوري هم تناقض ته ورته ده. د موضوع د ښه وضاحت لپاره به يو مثال راوړو. يو ځوان سينما ته تللی دی. شاته يې مېړه او مېرمن ناست دي  او تر خپل منځ په لوړ اواز خبرې سره کوي. ځوان د دوی د خبرو له لاسه د فيلم ډايلاګونه سم نه شي اورېدای.  اخير يې زړه تنګېږي او ښځې او مېړه ته يې وايي: ډېر وبخښئ تاسې ښې خبرې کوئ، خو زه په دې حالت کې سم نه شم اورېدای. ښځې فکر وکړ چې د ځوان هدف دا دی چې زموږ خبرې سمې نه شي اورېدای، هغه  و چې له قهره  سره او شنه واواوښته او  په لوړ  اواز  يې ځوان ته وويل: ته نه شرمېږې؟ موږ خو د خپل کور خبرې کوو، زما يې د بلا چې زموږ خبرې سمې نه شې اورېدای، ته څه حق لرې چې زموږ خبرې واورې ها؟

د توقع خلاف حالت:

دا تيوري هم تناقض ته ورته ده. مثلا د يو پنځوس کلن سړي د زېږېدو کليزه وي. په دې مناسبت يې په يوه شانداره هوټل کې مېلمستيا جوړه کړې او دوستانو يې ډول ډول سوغاتونه ورته راوړي  وي. سړی د مېلمنو په مخ کې يوه يوه  تحفه خلاصوي او هيله يې دا وي چې خامخا به داسې تحفه وي چې د ده له ژوند او شخصيت سره به  اړه ولري، خو ګوري چې له يوه پاکټ څخه د ښځو لب سيرين، سينه بند او  ماشومانو چوشک او پمپر راوزي.

اروايي سکون:

هربرټ  سپنسر (Herbert Spencer)   باور لري چې کله د انسان ذهن له غم او اندېښنو څخه تش  يا په يو کار  کې بريالی شي، نو خندا ورځي، مثلا يو مجرم  په شل کاله بند محکوم شوی او په زندان کې پروت دی. ناببره په ټلويزيون کې خبر راځي  چې  کودتا وشوه او نوی حکومت ټول بنديان خوشي کوي. په دې وخت کې زنداني خوشاله کېږي او په زوره زوره خاندي. دلته وينو چې زنداني ځکه خاندې چې د خپلې توقع خلاف خبر  يې واورېد،  خو  که همدا زنداني په زندان کې شل کاله پوره کړي او اخيری ورځ له زندان څخه وزي، نه خاندي، ځکه  مخکې لا خبر دی چې د بند موده يې پوره شوې ده.

هغه خوشالي چې له انسان سره په دوامداره توګه ملګرې وي د خنداپه بڼه نه څرګندېږي. مثلا يو ځوان له داسې نجلۍ سره واده کوي چې ډېره يې خوښه ده. دا سړی که څه هم ډېر خوشاله دی، خو بيا هم نه  خاندي. کېدای شي يوازې يې هغه وخت له خوشاليه  وخاندي چې خبر شي  نجلۍ له ده سره واده کولو ته چمتو شوه.

په پورته تيوريو کې که څه هم د خندا عوامل بېلابېل ښودل شوي، خو دا عوامل فرعي او  اصلي عامل يې يو دی چې په دې ډول يې تشريح کولای شو:  موږ په نړۍ  کي انسانان، حيوانات، نباتات، غرونه، سيندونه، ځنګلونه، ښارونه، کلي او نور موجودات وينو.  د هغوی تر منځ اړيکي، د هر يوه ځانګړتياوي، اغېزي، فزيکي جوړښت، حرکات، وظايف او نور اړخونه وينو او سوکه سوکه  ورسره عادت کېږو. څه په شعوري او يا هم په ارثي يا کلتوري ډول دا واقعيتونه منو، باالاخره د هر شي په اړه په خپل ذهن کي يو تناسب ټاکو او په همدې باور  ژوند کوو.  کله چي کوم وخت يو شی له همدې تناسب څخه وتلی ووينو يا وتلی راته ښکاره شي، نو خندا راځي.  کېدای شي دې ډول وضعيت ته خلاف العادت  يا (Abnormality) ووايو.  مثلا پيشي تل پر بامونو ګرځي او هيچا ته د خندا وړ خبره نه ده، ځکه چې ټول خلک ورسره عادت شوي دي، خو که کوم وخت د يوې څو پوړيزې ودانۍ پر بام خر  ولاړ  وي، کېدای شي ډېر خلک تعجب وکړي او په خندا يې نندارې ته راټول شي.

خلاف العادت وضعيت د تل لپاره انسان نه خندوي. مثلا  که همدا خر د  ډېر وخت لپاره پر بام پاته شي او بيخي يا يې همدا   بام د اوسېدو ځای وي، نو ورور ورور  خلک ورسره عادت کېږي. لکه يوه ټوکه چې د لومړي ځل لپاره انسان ډېر خندوي، خو دوهم ځل يې لږ خندوي، دريم ځل يې ښايي بيخي لږ  وخندوي او څلورم ځل ښايي بيخي د خندا وړ  نه وي.

خلاف العادت وضعيت جغرافيايي حدود هم لري. يوه صحنه به په يوه هيواد کې د خندا وړ، خو بل ځای به عادي کار وي. په اروپا کې په سپي باندي ګاډۍ کشول معمولي خبره ده، خو په افغانستان کې د خندا وړ خبره بلل کېږي. دغه ډول زمان هم پر خندوونکي وضعيت اغېز لري. يو کار به يو وخت معمول و، خو اوس د خندا وړ خبره ده چې ښه مثال يې موډ او فيشن دی. که يو څوک خپل کالي د زر کاله پخواني موډ سره سم جوړ کړي، د خندا وړ خبره ده.

د طنز مخاطب انسان او خندا هم انساني ځانګړنه ده. انسان درې عمده اړخونه لري چې له دې لارې ښه څېړل کېدای شي، لکه جسمي، ذهني او اجتماعي اړخونه. موږ د انسان همدې دريو اړخونو ته ځېر کېږو، د وخت په تېرېدو ورسره عادت کېږو او بيا يې په خپل ذهن کې يو تناسب انځوروو. کله چې په دې دريو برخو کې يوه برخه يې له تناسب څخه وتلې راته ښکاره شي، نو موږ ته خندا راځي. دلته همدا درې ډوله تناسب پر بېلابېلو برخو ووېشو او بيا هر  يو جلا جلا څېړو.

جسمي تناسب

الف: د بدن د غړو تناسب: انساني حواس د انسان د بدن له غړو سره عادي شوي او زموږ  په ذهن کې يې يو تناسب جوړ کړی دی.  که هر غړی يې له تناسب څخه ووځي، نو د خندا وړ ګرځي. که د يو چا پزه د کوتان د مښوکي غوندي اوږده وي، غوږونه يې د وزې غوندي اوږه او  ځړېدلي وي، سر يې د مېږي غوندې غټ  او ملا يې نرۍ وي، نو  د خندا وړ ګرځي.

ب: جنسي تناسب: نر خپل او ښځه خپل ځانګړي فزيکي خصوصيات لري. که يوه ښځه ږيره ولري، د نر کالي واغوندي يا نر د ښځي کالي واغوندي يا ښځينه سينګار وکړي، نو خلک يې په ليدو خاندي، آن دا چي که  د  نر  اواز د ښځي غوندي نری وي هم  خلکو ته خندا ورځي. ښځې په بيولوژيکي لحاظ داسي جوړښت لري چې ماشوم زېږولای شي، خو نارينه داسي جوړښت نه لري، نو که په رسنيو کې يو داسې خبر خپور شی  چې کوم نارينه اميدواره شوی يا يې ماشوم زېږولی دی په رښتيا چې د خندا وړ  خبره ده.

په بيولوژيکي لحاظ تر  بلوغ  وروسته د نارينه ږيره  او برېتونه راشنه کېږي، خو ښځه ږيره او برېتونه نه لري، نو که  کومه ښځه ږيره ولري د خندا سبب کېږي. که يو څوک اوږده ږيره ولري او بيا يې وخريي نو په لومړي ځل ليدو سړی ته خندا ورځي. ښځې د سر وېښتان اوږده پرېږدي او خپل ځانګړی موډ لري، خو که کومه ښځه سر پاک وخريي يا نارينه له ږيرې څخه کوڅۍ جوړه کړي د خندا وړ ګرځي.

ج: د حرکاتو او سکناتو تناسب: لوی، کوچنی، نر، ښځه، ځوان او زوړ انسان خپل ځانګړي حرکات او سکنات لري.  که دا حرکات او سکنات تبديل يا له خپل تناسب څخه ووځي  د  خندا وړ ګرځي. که د  انسان حرکات او سکنات حيوان يا د حيوان دا  انسان ته ورته شي بيا هم د خندا وړ ګرځي، مثلا خرس لکه انسان پر دوو پښو روان شي، انسان لکه آس پر څلورو پښو حرکت وکړي او شيشنی شروع کړي، شامپانزي بيزو لکه انسان پيتاوي ته څنګ وهلی او په هينداره کي خپل مخ ګوري،دا ټول خلاف العادت حالتونه دي چې د خندا وړ ګرځي.

د: په خبرو کي تناسب:  هر  انسان د خپل ذهن، عقيدې، عقل او اجتماعي موقف سره برابرې  خبري کوي. پر لېوني باندې  خلک راټول وي او ورباندې خاندي او کله کله لېونی هم پر خلکو باندې خاندي، ځکه لېوني ته  د خلکو او خلکو ته د لېوني خبرې خلاف العادت ښکارېږي.  که ولسمشر پوډري غوندي خبرې وکړي يا يو عالم د نالوستو خلکو غوندي د کلماتو تلفظ ناسم ادا کړي يا د يوې کلمې پر ځای بله کلمه راوړي  د خندا وړ ګرځي. مثلا که يو قاري  پاکستان، فاکستان، اساسي قانون ، هساسی کانون او عشق، هشق تلفظ کړي د خندا وړ ګرځي.

ذهني او عاطفي تناسب

لکه څنګه چې د انسان له جسمي تناسب سره اشنا شوي يو، دغسي د هر پوړ انسانانو له ذهني او عاطفي وضعيت په اړه هم په خپل ذهن کې يو تصوير  لرو. هر عادي او جوړ انسان عقل لري او زموږ  توقع هم دغه ده چې بايد هر  عاقل او بالغ انسان معقول  او معمول کړه وړه ولري، خو که موږ  په خپل دې تصوير کې لږ بدلون هم احساس کړو خندا راځي. مثلا يو سياستوال معمولا سياسي مفکوره او تګلاره لري، خو که يو ګوندي سړی په ګوندي دفتر کې ووايي چې: د خدای پر پار دلته سياست مه کوئ، نو خلکو ته خندا ورځي. که يو څوک د دې پر ځای چې د وزې غولانځه ولوشي دلوشلو په نيامت وزه  تر لکۍ کشوي د خندا سبب کېږي.

انسانان چي څنګه په ظاهره ښکاري، نو د خلکو په ذهن کي د هغه د فکر په اړه هم يو انځور جوړېږي او  له ظاهر څخه يې هماغسي هيله لري. مثلا له روحاني شخص څخه د تقوا، له نظامي افسر څخه د زړه ورتوب، له ملنګ څخه د عاجزۍ، له باسواده څخه د سواد او  له ډاکټر څخه د طبي پوهې هيله کېږي، خو که دا خلک د خپل ظاهري شکل او مسلک  خلاف کوم عمل وکړي د خندا وړ ګرځي.

عواطف د انساني يو بل  مهم اړخ دی.  خندا، ژړا، مينه، کرکه، ډار او زړه ورتيا  انساني عواطف ګڼل کېږي چې هر يو يې پر خپل وخت او ځای راڅرګندېږي.  که يو جنرال د جګړې پر مهال په غوږو کي ګوتي نيولي او د مرګ له ويري ژاړي، خلکو ته خندا ورځي، خو که په هماغه جګړه کې يو ملکي سړی د مرګ له ويري ژاړي، د خندا خبره نه ده.  دغه ډول که يو څوک د خندا پر ځای ژړا  او د ژړا پر ځای خندا شروع کړي هم  د خندا وړ ګرځي.

   اجتماعي تناسب                       

انسان يو اجتماعي موجود دی، په ټولنه کې ژوند کوي او له ټولنې سره ګڼ شمېر اړيکې لري. اجتماعي جوړښت د يو لړ اخلاقي، فرهنګي، عقيدوي، فکري، سياسي او اقتصادي تمايلاتو محصول دی. دا اړيکي د وخت په تېرېدو سره د خلکو په ذهن کې تناسب جوړوي او خلک ورسره عادت کېږي.  که دا اړيکي لږ  بدلون ومومي نو په لومړي وار ليدو يې سړي ته خندا ورځي.  د يادوني وړ ده چي  اجتماعي تناسب اخلاقي او جغرافيايي پولي   لري، مثلا که په افغاني ټولنه کې د جنازې په مراسمو کې موسيقي او نڅا وليدل شي، د خندا وړ  خبره ده، خو  په چين کې د يووشتمې پېړۍ تر  لومړۍ لسيزې پورې دا دود و چې لوڅو نجونو به د مړي د ښخولو پر مهال نڅا کوله.  د  اجتماعي ژوند تناسب خورا ډېر اړخونه لري چې يو څو يې په دې ډول دي:

الف: اخلاقي  تناسب:  اخلاق فردي ځانګړتيا بلل کېږي، خو کله چې د څو افرادو  اخلاق سره ورته او پر دې مشترکو  اخلاقو ډېر وخت تېر شي، د فرد پر ځای ټولنې ته منسوب او ټولنيز  اخلاق بلل کېږي. ټولنيز  اخلاق د ټولنې هر وګړی پېژني او  ورسره عادت شوی وي.  که د ټولنې په اخلاقي تناسب کې لږ بدلون راشي د خندا وړ ګرځي. مثلا په ځينو عربي او غربي هيوادونو کي که له يو چا څخه په مجلس کي باد پرې شي د خندا وړ خبره نه ده، خو په افغانستان کي د  خندا وړ څه چې  بد اخلاقي ګڼل کېږي.

ب: د لباس تناسب:  ټول انسانان په  نه يو  ډول جامه اغوندي.  ښځه خپله او نارينه خپل ځانګړی ذوق او فيشن لري چې خلک ورسره عادت شوي دي. په هندوستان کې خلک له لونګ سره عادت دي او د نارينه وو ملي لباس ګڼل کېږي، خو که په افغانستان کې څوک د لومړي ځل لپاره په لونګ کې وليدل شي د خندا وړ خبره ده. په افريقا کې يوه قبيله ژوند کوي چې ښځې او نارينه يې لڅ لغړ ژوند  کوي او  همداسي عادت شوي دي، خو که په افغانستان کې څوک لڅ لغړ وګرځي د خندا وړ خبره ده. د افغانستان اکثره خلک لنګوټه تړي، خو په امريکا کې لنګوټه تړل دود نه دی. که د افغانستان ولسمشر په کميس پرتوګ  او  لنګوټه کې پارلمان ته وينا کوي ډېر  دروند،   ولسي  او عادي  ښکاري،  خو  که د امريکا ولسمشر لنګوټه تړلې او د کانګرس غونډې ته وينا کوي، د خندا وړ  خبره ده.

ځينې کارکوونکي او مامورين خپل ځانګړی يونيفارم لري لکه پولیس، د ښاروالۍ کارکوونکی، ډاکټر  او نور  يادولای شو.  ځينې خلکو په خپله ځان ته يونيفارم خوښ کړی وي لکه ملنګ چې يو ځانګړی لباس او موډ  لري. اوس که پوليس ته د ملنګ او  ملنګ ته د پوليس  يونيفارم  ورواغوندو د خندا  لامل ګرځي.

ج: د سينګار تناسب:  ښځه، نر، لوی، کوچنی،کليوال او ښاري خلک خپل ځانګړی، ذوق، سليقه او د سينګار ډول لري.  که نارينه د ښځو غاړګۍ په غاړه کړي، نوکان او شونډي سرې کړي، والي په غوږ  کړي، رنګه او زرين کالي واغوندي يا ښځه د نارينه په ډول ځان جوړ کړي د خندا لامل ګرځي.

د: زماني تناسب: انسان په ټولنه کې له يو ځانګړي زمان او عمر سره هم تړلی دی چې هره دوره يې د خلکو په ذهن کې يو تناسب جوړوي. ماشوم  جلا، ځوان جلا او بوډا په ټولنه کې جلا دريځ  او کړه وړه لري. خلک د هر چا له عمر سره سم د هغه ذهني او جسمي تناسب خپل ذهن ته سپاري او هغه ډول هيله ځنې لري. که ماشوم د مور په غېږ کې پروت وي او مور يې تی ورکوي طبيعي معلومېږي، خو که لوی سړی په داسې حالت کې ووينو د خندا وړ خبره ده. د عمر تر څنګ د کال فصل، موسم، شپه، ورځ او ځانګړي وختونه هم خپل تناسب لري. که يو چا په   دوبي کې د ساړه ژمې کالي اغوستي وي خلکو ته د خندا وړ دی. که لمر راختلی او ملا اذان کوي د خندا وړ خبره ده. که څوک په رڼا ورځ کې  څراغ په لاس په لاره کې روان وي ليدونکو ته خندا ورځي. که يو بزګر  په خپله ځمکه کې د يوه فصل پر ځای د بل فصل تخم کري هم د خندا وړ ګرځي.

ه: مکاني تناسب: هر  انسان له ټولنې سره خپلې ځانګړي اړيکې لري يا هر څوک په ټولنه کې خپل ځای ځایګی لري چې خلک ورسره عادت شوي دي. مامور له دفتر، بزګر له کروندې، ډاکټر  له روغتون، دوکاندار  له دوکان او معلم له مکتب سره اړيکې لري  او هر څوک په خپل چاپېريال او کار کې طبيعي او مناسب برېښي، که په دوی کې هر يو يې  له خپل ځای څخه ليري  او بل ځای ته   يووړل شي د خندا وړ ګرځي، مثلا   يو بز ګر چې پايڅې يې رابډوهلي، لڅې پښې  يې لڅې او په خټو لړلي، په دوړو سپېره او په کلينيک کې د ډاکټر پر ځای ناست وي ښکاره خبره ده چې د خندا وړ ګرځي. دغه ډول که يو ډاکټر د نانوای کالي اغوستي، په اوړو سپېره، شاوخوا يې د  د ډوډۍ پخولو سامانونه پراته  او   ناروغان ګوري، هم د خندا وړ خبره ده. دغه ډول حيوانات هم ځانګړی چاپېريال ته منسوب دي. که خلک په يوه تالار کې د يوه سياسي مشر وينا اورېدو ته راټول شوي او ناڅاپه يو اوښ سټيج ته ودرېږي او بړ بړ شروع کړي خامخا به خلک خاندي.

و: د طبيعي چاپېريال تناسب: طبيعي چاپېريال لکه ځنګلونه، غرونه، دښتونه، سندونه او ونې خپل ځانګړی جوړښت لري چې د انسانانو په ذهن کې يې   ځانګړی تناسب انځور شوی دی. که کوم وخت يو غر يا ونه سرچپه ووينو د خندا وړ ګرځي يا که کوم سيند ووينو چې اوبه يې مخ پر لوړه بهېږي، نو هم د تعجب وړ خبره ده.

ز: د مصنوعي چاپېريال تناسب: انسانانو د خپلې خوښې سره سم ځان ته مصنوعي چاپېريال هم جوړ کړی دی، لکه ښارونه، کلي، بازارونه، واټونه، کورونه او داسې نور. په  کور  کې دننه هم  هر څه خپل ځای او تناسب لري.  مثلا څپلۍ، کالي  او خواړه خپل ځايونه  لري. که څپلۍ  په يخچال کې، بالاپوښ په دېګ  کې او  غوړي د کاليو په ماشين کې ووينو، ښکاره خبره ده چې دا وضعيت د خندا وړ دی.

تر دې ځايه مو د خندا لاملونه وپېژندل، اوس کولای شو چې  د خندا لپاره داسې يو انځور  وړاندې کړي چې  طنزي خندا وزېږي. طنزي خندا دا ده چې په پای کې په ژیړغوني حالت پای ته رسېږي. په طنز کې خندا د خندا لپاره نه، بلکې د انتقاد  ځلولو لپاره وسيله وي. طنزي خندا بايد يوازې د ټولنې هغه نيمګړتيا روښانه کړي چې په هغه کې انسان ملامت وي، نه دا چې هغه څوک په نښه کړي چې د طبيعي پېښو او  اجتماعي ناخوالو قرباني شوي وي لکه معلولين، ناروغان، فقيران، بېوزلان، مظلومان او داسې نور.  دا ډول خلک که څه هم په جسمي، ذهني   او  اجتماعي  لحاظ له تناسب څخه وتلي  او د خندا وړ  کېدای شي، خو څرنګه چې دا ډول حالتونه له اجتماعي بې عدالتۍ  سره اړه نه لري، نو د  طنز  موضوعات  نه بلل کېږي. که پر  ډې ډول خلکو  وخاندو، نو دا به  طنز  نه، بلکې هجوه، هزل  او کوميډي وي. په دې ډول ليکنه کې نه يوازې دا چې د طنز  هدف مو له پامه غورځولی، بلکې اخلاقي او  بشري معيارونو  ته مو هم پام نه دی کړی. يو ادبي اثر چې په هره اندازه د خپل ولس او خپلو  خلکو  ارزښتونو ته پام کوي، په هماغه اندازه د بشريت لويې کورنۍ ته نژدې  او  نړيوال کېږي. ( ۷)

ماخذونه:

۱: نوراني، جلال، هنر طنزپردازی، ۱۳۹۱ش کال، بيهقي کتاب خپرولو موسسه، ۱۷۲ مخ

۲: ظفري، ډاکټر مظفر عالم  اردو  صحافت مين  طنز و مزاح، ۱۹۹۶م کال، پيروز سنز، لاهور، ۳۴ مخ

۳: باختري، منيژه،  انګبين نيشخند و شرنګ نوشخند، ۱۳۸۸ش کال، انتشارات سعيد  ۴۳ مخ

۴: پروواين ، رابرټ، د خندا ساينس، نننۍ ارواپوهنه ويبپاڼه  https://www.psychologytoday.com

۵: د خندا لاملونه،  شاپرک ويبپاڼه  http://shaparakdaily.ir/shaparak/News.aspx?NID=4837

۶: نظري، پوهنمل محمود، طنز څه شی دی؟   ۱۳۸۷ ش کال، دانش خپرندويه ټولنه، ۲۹۳ مخ

۷:  شينواری، سرمحقق دوست، د ادب د تيورۍ اساسونه، ۱۳۶۵ش کال، دولتي مطبعه، کابل، ۴۹ مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب