چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeروغتیاد خېټې د شپږو غړو جوړول/ ډاکټر ظهير

د خېټې د شپږو غړو جوړول/ ډاکټر ظهير

په دې لیکنه کې د تکړن (سپورټمن) د خوښې پر خورا مهمې موضوع بحث کوو چې دوی د کوم رژیم او تمرین پر مټ کولای شي تر څو ۶ ټوټه واله خېټه جوړه کړي.

ډېری تکړن، په ځانګړې توګه باډي بیلډران ښکلي غړي لري، خو د خېټي غړي یې برجسته او ښکلي نه وي.

که تاسې د هغه تکړن خېټه ووینئ چې څرګندې ۶ ټوټې ولري؛ په زړه کې مو دا راګرځي چې راځه د خېټې وازدې ویلې او ښکلې یې جوړه کړه.

د لاندې لارو چارو په تر سره کولو سره کولای شئ چې خېټه مو ۶ غړیزي کرښې ولري.

لومړی

د بدني ښکلا په تکړښت کې د هر غړي لپاره بېل حرکت وي او شمېر یې هم د بل غړي له حرکت سره توپیر لري، د خېټې د وازدو د له منځه وړلو او د ۶ ټوټو جوړلو لپاره په کار ده چې هره ورځ یا هم یوه نه بله ورځ د خېټې څو ډوله حرکتونه د شمېر په توپیر سره تر سره کړئ.

دویم

که غواړئ چې هره ورځ د خېټې حرکتونه تر سره کړئ؛ نو په ورځ کې تر څلور ډوله (د نس لاندې برخې، د خېټي پورتنۍ برخه، ښي و کیڼ لوري او د نس موربو غړو) حرکات مه تر سره کوئ، خو پر یادو برخو فشار راوړئ.

درېیم  

هر حرکت درې یا څلور سیټه تر سره کړئ.

پنځم

د هر سیټ د حرکاتو شمېر تر ۲۰ ځلي مه کموئ.

شپږم

د حرکتونو د هر سیټ تر منځ یوه شېبه (دقیقه) دمه وکړئ.

اووم

خوړنیز رژیم ونیسئ، د مالګې لږ یا نه کارول او په کمه اندازه د صحي غوړو خوړل؛ د خېټې د وازدو ویلي کېدل اسانوي. تر غرمې وروسته ډېر کاربوهایډریټ لرونکي خواړه مه خورئ، البته دا رژیم د دوو میاشتو لپاره پلی کړئ.

اتم

د خېټې د حرکاتو تر پیل؛ له ۱۵ تر ۲۰ شېبو پورې چټه منډه وکړئ او یا هم بایسکل (د تکړښت ځانګړی بایسکل) وځغلوئ او ورپسې سمدستي د خېټې حرکات پیل کړئ.

نهم

د حرکت پر مهال یوازې او یوازې د همدې غړي په اړه فکر وکړئ چي حرکت یې تر سره کوئ.

لسم

ټول حرکات مو په یو رنګه ریتم تر سره کړئ او پر ملا مو ډېر فشار مه راولئ.

یوولسم

نویو او کړاومنو حرکاتو ته پر اسانو حرکاتو لومړیتوب ورکړئ.

دوولسم

تر تمرین ۲ ګړۍ وړاندې او یوه ګړۍ وروسته بسنده اوبه وڅښئ.

یارلسم

د ورځې په اوږدو کې هغه مېوه او سابه وخورئ چي لږه کالوري لري.

څوارلسم

تر حرکت وروسته مو خېټې ته مساج ورکړئ.

پنځه‌لسم

په تکړښتي مهال‌وېش کې مو پلي ګرځېدل ځای کړئ.

د حرکاتو بېلګه

نېغ خېټغونجی (کرنچ) حرکت چې د خېټې پر پورتینو او منځنیو غړو اغېزمن دی. د حرکاتو شمېر یې ۲۰*۴ دی.

په بارفیکس باندې د خېټې د لاندېنۍ برخې حرکات، د حرکاتو شمېر یې ۲۰*۴ دی.
پر اړخ د سیم کشول؛ د خېټې د موربو غړو یانې د خېټې د منځنیو افقي غړو لپاره، د حرکات شمېر یې ۵۰*۳ دی.

دا ليکنه په سرخط ورځپاڼه کې هم خپره شوې.

3 COMMENTS

  1. مننه ډاکټر صاحب
    په زړه پوری لیکنه او معلومات وو چی موږ دی ورڅخه برخمن وګرځولو الله دی په علم، قلم، پوهی او فکر کی برکت واچوه

  2. په دويم مې سر خلاص نشو !
    يعنې د خيټې هر هره ورځ ورځ کول غواړې نو بايد ددغه څلورو نه يو وکړې او نور دريو څنګه فشار راوړې ؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب