چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeروغتیاد پروسټېټ له سرطان سره د ډي ویټامینو د کموالي ارتباط

د پروسټېټ له سرطان سره د ډي ویټامینو د کموالي ارتباط

تاند- یوه تازه څېړنه ښيي چې په نارینه وو کې د پروسټیټ سرطان د ډي (D) ویټامینو له کموالي سره ارتباط لري.

د ساینس مجلې د راپور له مخې، په دې څېړنه کې، چې د نارت ویسترن پوهنتون څېړونکو کړې ده، ویل شوي چې ډاکتران دې د نارینه وو د پروسټېټ تر جراحۍ مخکې د هغو د ډي ویټامینو اندازه وګوري او وروسته له دې چې په درملو یې د هغوی ډي ویټامین ورزیات کړل، بیا دې د جراحي عملیاتو پرېکړه وکړي.

څېړونکي وايي، نارینه د ورځې اکثره وخت په دفترونو او کارځایونو کې وي او لمر لږ ویني، نو پکار ده چې تل په خپل بدن کې د ډي ویټامینو کچه ځان ته معلومه کړي او که ورته ضرورت وي ډي وټامین دې وخوري.

شیدې، پنیر، حبوبات (لوبیا، دال، نخود….) د کب غوښه او غوړي، هګۍ، مالټې، کینو او پوڅکۍ زیات ډي وټامین لري خو تر هرڅه زیات ډي ویټامین د لمر له وړانګو ترلاسه کولی شو.

نارینه له ۵۰ کلنۍ وروسته د پروسټېټ په سرطان ډېر اخته کېږي.

دا سرطان هم د نورو په شان تر یوه حده ارثي دی. که مو ورور، زوی یا پلار دا ناروغي ولري، ستاسو خطر هم زیات دی.

د امریکا د سرطاني ناروغیو د ټولنې د راپور پر اساس د پروستېټ سرطان په نارینه وو کې دوهم زیات عام او شایع سرطان دی او د سرطان په ناروغیو د مړینو دوهم ستر عامل دی.

په هرو ۷ امریکايي نارینه وو کې یو تن د پروسټېټ په سرطان اخته کېږي.

په بریتانیا کې هم هر کال نژدې ۴۱ زره تنه په دې ناروغۍ اخته کېږي.

که څه هم د پروسټېټ په سرطان د اخته کېدو متوسط عمر تر ۶۰ کلونو زیات ښودل کېږي خو تر ۴۰ کلنۍ مخکې هم خلک پرې اخته شوي دي؛ ځکه ډاکتران باور لري چې تر ۴۰ کلونو لوړ نارینه باید په کال کې دوه ځلي د پروسټېټ د سرطان معاینه وکړي.

——————

د سرطان ناروغیو په اړه نور ولولئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب