پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبکره کتنهغزل ستوري ته کره کتنه | نازیه نازي

غزل ستوري ته کره کتنه | نازیه نازي

“غزل ستوری” د استاد پسرلي رح د شعرونو یو کوچنی غورچاڼ دی چې ضمیر احمدي برابر کړی او په کابل کې ارمان خپرندویې ټولنې چاپ کړی. کتاب ۱۵۲ پاڼې دی چې همدومره شاوخوا غزلونه پکې راټول شوي دي. پر دغه کتاب سرداراحمدشاه احسانمند او ضمیر احمدي سریزې لیکلې دي او د خپرندویې ټولنې یادښت هم ورسره مل دی.

دغه کتاب مې تېره ورځ لاس ته راغی او ومې لوست؛ خو له بده مرغه چې د استاد پسرلي د شعر هېڅ درناوی نه دی پکې شوی او له یو عالم ستونزو سره ټولنې ته وړاندې شوی. د استاد پسرلي د شاعرۍ لوی کتاب “غزل بڼ” په بازارونو کې ورک شوی او مینه‌وال یې له خوږې شاعرۍ بې‌برخې دي، اړتیا وه چې دا کتاب یوځل بیا چاپ شوی وای او مینه‌والو ته وړاندې شوی وای. خو د کتاب لوی‌والي ته په کتو سره دا خبره لږ څه ستونزمنه ده، ځکه د استاد مشر زوی اسداللهغضنفر اندېښمن و چې په غزل بڼ کې ګوتې وهل شوې دي او که بیا چاپېږي نو باید د استاد د لاس اصلي نسخې ورسره وکتل شي. دا کار ډېر وخت غواړي او داسې یو کس یې کولی شي چې د استاد پر شاعرۍ او د شعر پر ژبه ښه برلاسی وي. ښايي ډاکتر احسان الله درمل به دغه کار ته اراده کړې وي، خو لا یې کوم رسمي اعلان نه دی کړی.

ضمیر احمدي ښه هڅه کړې ده، خو کاش چې د کتاب او د استاد د شاعرۍ حق یې پر ځای کړی وای. په کتاب کې ډېرې ستونزې دي، خو یو څو یې زه په ګوته کوم چې لوستونکي یې د لوستو پر مهال پر مطلب پوه شي او که دا کتاب بیا چاپېږي چې خامخا پکې اصلاح شي.

لومړۍ خبره دا ده چې په کتاب کې کامې، واوونه او یاګانې ناسم کارول شوي. همدارنګه کلمې ناسمې لیکل شوې دي او بېخي یې مطلب زیانمن کړی. چېرته چې دمه نه‌شته، هلته بې‌ځایه کامه اېښودل شوې ده؛ چېرته چې د یوه واو ځای دی، هلته دوه واوونه لیکل شوي؛ او چېرته چې د دوو واوونو ځای دی، هلته یو واو کارول شوی. دا شیان د شعر په آهنګونو پېژندلو کې ډېره مرسته کوي، خو له بده مرغه دلته یې ناسمو کارولو د شعر خوند ډېر زیانمن کړی. د بېلګې په توګه:

په خپل واک نه یو راغلي، دې سپېره نړۍ ته زور وو

ژوندون نه وو، بس راپورې د ژوندون په نامه تور وو

په پورتني بیت کې (سپېره) کلمه ناسمه لیکل شوې ده، د استاد دا غزل په غزل بڼ کې شته او هلته دا ستونزې نه‌لري. دا کلمه د (سپېرې) په ډول ده، خو دلته ناسمه لیکل شوې ده. د مفرد نامه لپاره د مرستیال فعل په توګه یو واو (و) راځي، خو دلته دوه واوونه لیکل شوي چې ډېر ناسم کار دی. ورپسې په دویمه مسره کې (ژوندون نه وو) هم ناسم لیکل شوي، دلته باید یو واو (و) ولیکل شي، خو ده دوه واوونه راوړي چې د شعر خوند یې خراب کړی؛ همدارنګه په دې مسره کې باید کامه په (راپورې) پسې اېښودل شوې وای، ځکه دا بیت شپاړس سېلابه دی او تر هر اتم سېلاب وروسته یې دمه راځي. په پای کې یې بیا هم د یوه واو پر ځای دوه واوونه راوړي دي. دا بیت باید دا ډول وای:

په خپل واک نه یو راغلي، دې سپېرې نړۍ ته زور و

ژوندون نه و بس راپورې، د ژوندون په نامه تور و

د دې تر څنګ یاګانې ناسمې کارول شوې دي. په ډېریو ځایونو کې بېخي سړی ګیچ شي چې دا اوس څه مطلب شو. د بېلګې په توګه یوازې یو بیت راوړو:

تیری جرم نه وو ویاړ وو، د دنیا په بحر و بر کې

باز د باز په سینه ناست وو، موج د موج په اوږو سپور وو

د دغه بیت لومړۍ کلمه (تیری) نه ده بلکې (تېری) ده. تېری د تجاوز په معنا دی چې که په اوږده (ې) ونه‌لیکل شي، معنا یې په مطلق ډول غلطېږي. بیا هم په ټولو ځایونو کې د یوه واو پر ځای دوه واوونه پکې کارول شوي چې لوستونکی ستړی کوي. دا بیت باید داسې وای:

تېری جرم نه و ویاړ و، د دنیا په بحر و بر کې

باز د باز پر سینه ناست و، موج د موج پر اوږو سپور و

په یوه بل بیت کې هم د اوږدې (ې) پر ځای څرګنده (ي) کارول شوې ده چې د بیت معنا یې مطلقه غلطه کړې ده:

زړه دې ورته وائي خوشبیني که کمزوري د عشق

سل ځلې دې تېر ایستمه، زر ځلې دې بیا منم

په دغه بیت کې (وايي) د غایب درېیم شخص لپاره کارېږي، په داسې حال کې چې استاد پسرلي دا بیت مخاطب ته ویلی او باید په اوږده (ې) لیکل شوی وای. دلته مطلب دومره زیانمن شوی چې که څوک د استاد له شاعرۍ او ژبې سره بلد نه وي او یا یې دغه شعر پخوا نه وي لوستی، بېخي به پوه نه‌شي چې دا ناسم لیکل شوی. د دغه بیت سمه بڼه داسې ده:

زړه دې ورته وایې خوشبیني که کمزوري د عشق

سل ځلې دې تېر ایستمه، زر ځلې دې بیا منم

دا بیتونه د استاد پسرلي په غزل بڼ کې کتلی شئ، دلته ناسم رالېږدول شوي. البته بیا هم یادونه کوم چې دا یې یوازې بېلګې دي، د کتاب ټول متن دغسې ستونزې لري او بېخي د کره متن خیال نه دی پکې ساتل شوی.

پر دې ټولو سربېره، ځينې بیتونه بېخي ناسم را اخیستل شوي چې دا د استاد په شعر کې لاس‌وهنه بولم او ټینګار کوم چې لطفاً د استاد د شاعرۍ ماهیت مه زیانمنوئ. په ډېریو بیتونو کې مې داسې شیان ولوستل چې اصلاً له خپلې ګېډې پکې اچول شوي. دلته یو بیت د بېلګې په توګه راوړم:

حسن و مینه د یو ګل څانګې ریشې دي

راته مه وایه چې زه چیرې او ته څوک

دا د استاد پسرلي یو ډېر مشهور بیت دی او فکر کوم د استاد د شعر هر مینه‌وال به یې په حافظه کې لري. دلته (ګل) کلمه له ځانه پکې ایجاد شوې ده، د استاد په اصلي بیت کې دا ډول نه ده. (چیرې) کلمه د دې تر څنګ چې ناسمه لیکل شوې ده، د استاد په اصلي شعر کې هم نه‌شته. دا بیت اصلاً داسې دی:

حسن و مینه د یو بل څانګې ریښې دي

ماته مه وایه چې زه څنګه او ته څوک

پر یوه لوی کتاب نقد لیکل او ټولې ستونزې یې په ګوته کول ستونزمن کار دی، خو تاسو یې مشت نمونه‌ی خروار وبولئ. زما د نقد موخه دا نه ده چې خدای‌مکړه د احمدي صیب پر کړې هڅه خاورې واړوم، یوازنۍ موخه مې دا ده چې د استاد د شعر ناسمې بڼې شریکې نه‌شي او  دا لویه شتمني زیانمنه نه‌شي. هیله لرم احمدي صیب په دې برخه کې بیا فکر وکړي او که د کتاب د بیا چاپ اراده لري، خامخا دې ټولې ستونزې پکې اصلاح کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب