یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزد زده‌کوونکو لپاره د مطالعې اغېزمن ميتودونه

د زده‌کوونکو لپاره د مطالعې اغېزمن ميتودونه

ليکوال: کارول تورکېنګټون (Memory کتاب)

ژباړن: احسان‌الله لمر

لومړۍ برخه

  • د PQRST ميتود

د حافظې او يادښت په برخه کې زيات متخصصان په دې باور دي چې د PQRST ميتود د مطالعې لپاره له غوره ميتودونو څخه دی. دغه ميتود له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له خپلو حافظو څخه معلومات په غوره شکل لاسته راوړي. د PQRST له لاندې کلمو څخه اخيستل شوی دی:

  • P (Preview) وړاندې کتنه
  • Q (Question) پوښتنه
  • R (Review/Read) بيا کتنه/لوستنه
  • S (State) بيانونه
  • T (Test) ازمايښت

د دې لپاره چې يوه اغېزمنه او ګټوره مطالعه ولرو، دغه ټکي لاندې يو يو تر بحث لاندې نيسو:

وړاندې کتنه (Preview)

له وړاندې کتنې څخه موخه دا ده چې د يو څپرکي د ټولو محتوياتو په اړه يوه ټوليزه او جامع کتنه ولرو. دغه کتنه چې د اصلي مطالعې څخه وړاندې ترسره کېږي، پنځه دقيقو څخه زيات وخت نه نيسي. وړاندې کتنه په لاندې ډول ترسره کوو:

  1. لومړی د څپرکي لنډيز چې د زياتره کتابونو په پای کې ورکړل شوي وي، بايد ولوستل شي. په دې سره د څپرکي په عمده ټکو باندې پوهيدلی شو.
  2. سريزه بايد ولوستل شي.
  3. د دې څپرکي سرليکونه بايد ولوستل شي.
  4. که چېرې د کتاب په پېل کې د دې څپرکي سرليکونه راوړل شوي وي، هغه دې ولوستل شي.
  5. له پورتنيو کارونو وروسته په څپرکي يو ځغلنده نظر واچوئ. په تېره بيا سرليکونه، انځورونه، ګرافونه او جدولونه تر نظر تېر کړئ.

د دې کتنې په بشپړولو سره به مو په ذهن کې د ټول څپرکي د محتوی په اړه يو جامع انځور منځته راشي. 

پوښتنه (Question)

د لوستل شويو معلوماتو په اړه له ځان څخه د پوښتنو ترسره کول، د دې معلوماتو د يادولو له غوره لارې څخه دي. ځينې کتابونه د هر څپرکي په پای کې د هغه څپرکي د موضوعاتو په اړه پوښتنې هم لري. که چېرې ستاسو کتاب هم دغه ډول پوښتنې ولري، لومړې د څپرکي د پيلولو وړاندې دغه پوښتنې هم ولولئ. وروسته چې تاسو د څپرکي اصلي محتوی په اړه د لوستلو په جريان کې وئ، نو ذهن مو هم د کتاب په تورو کې د هغه پوښتنو د ځواب کې لټه کې وي.

لوستنه/بيا کتنه (Read/Review)

له هغه وروسته چې د وړاندې کتنې او له ځان څخه د پوښتنو مرحلې مو بشپړې کړې؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې چپتر له يوه سره په لوستلو پيل وکړئ.  د لوستنې په جريان کې يادښتونو (نوټونو) له نيولو او د عبارتونو له نښاني او هايلايټ کولو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه چې په دې مرحله کې ستاسو ټوله پاملرنه بايد د لوستل کيدونکې موضوع مفهوم ته وي. کله مو چې د لوستل کيدونکې موضوع يوه برخه ولوسته نو اوس هغه وخت راغلی چې بيا په هغې برخې له سره پيل وکړئ، مهم او عمده برخې يې نښاني (لاندې کرښې باسل يا هايلايټ) کړئ. د دوهم ځل لوستلو ګټه دا ده يو به مو مهم ټکي په نښه کړي وي او له بلې خوا به مو د دوهم ځل لوستلو سره د اړوندې موضوع مفهوم لا په ښه بڼه اخيستي وي. په لنډه توګه ويلی شو چې د يو برخې د لوستلو يا بياکتنې مرحله په لاندې ډول ترسره کوو:

  1. يوه برخه د نوټ او نښاني کولو څخه پرته ولولئ.
  2. د دې برخې د لوستلو وروسته بيا په دې برخې باندې راوګرځئ او په پوره پاملرنې او فکر سره تر ټولو مهم او عمده ټکي يې نښاني/يادښت کړئ.
  3. له دې وروسته بله برخه هم د نښاني او نوټ نيولو څخه پرته ولولئ.
  4. بيا په همدې برخې راوګرځئ او تر ټولو مهم او عمده ټکي يې يادښت او نښاني کړئ.

بيانونه (State)

له هغه وروسته چې د لوستنې/بياکتنې مرحله بشپړه شوه، د بيانونې مرحلې نوبت راځي. اوس بيا د څپرکي په لوستلو پيل وکړئ او مهمو پوښتنو ته که ممکنه وه، په غږيدونکې بڼه ځواب ورکړئ. په دې مرحله کې د شرم احساس مکوئ، چې ګواکې ستاسې په اطاق يا شاوخوا کې بل ملګری به ستاسو په اړه څه فکر کوي. دا اړينه ده چې د مطالعې نږدې نيمايي وخت مو دې مرحلې ته ځانګړئ کړئ.

ازميښت (Test)

کله مو چې پورتنۍ څلور مرحلې بشپړې کړې، نو د ځان ازمويلو جالبه مرحله رارسېږي؛ تر څو له ځان څخه په پوښتلو او سم ځواب وړاندې کولو سره په دې ډاډمن شئ چې هغه څه مو چې لوستي دي، تر زياتې کچې پورې مو خپل ذهن ته سپارلي. د ځان ازمويلو په پار د څپرکي محتوی ته بيا مخه کوو او د محتوی له منځه له ځانه پوښتنې ترسره کوو. له ازموينې څخه وړاندې د ځان ازمايښت هم يوه اغېزمنه او ګټوره چاره ده او د ازموينې لپاره ډېره اغېزمنه تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب