Home+د هرات ماتم ته د رحمت شاه سایل سانده

د هرات ماتم ته د رحمت شاه سایل سانده

د هرات په زلزله دنيا خاموش ده
د بشر په نوم جوړ شوى تنظيمونه
دلته ورک دى هلته ورک دى هر ځاے ورک دى
څومره خويندے څومره ميايندے څومره خلک
بوډاګان او بوډے ګانے
ما شومان او ماشومانے
په پريوتو ديوالونـو کښ دفن شول
په پريوتو ديوالونو خلک ګرځى
خو د دومره خاورو لاندے
څوک ژوندى دى اـ څوک مړه دى
ددے هيڅ مالومات نشته
او دا ځکه چه تر اوسه
نه کـوداله نه بيلچه شته
نه مشين شته نه ټکټر شته
نه دنيا شته نه جهان شته
نه اواز شته نه اواز د مدد ګير شته
نه زخمى له کوم دارو نه هسپتال شت
د انسان جهان د تورو کانړو غر دے
دا درد پاس اسمان ته رسي
خو نه درد شته
نه درد مان شته
زلزله وه چه څنګ راغله داسے لاړه
په ړومبى ځل دا همه جهان خاموش شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...