Homeخبرونهد کرکټ اتلانو او میرویس عزیزي د هرات له زلزله ځپلو سره...

د کرکټ اتلانو او میرویس عزیزي د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷ مه) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي محمدنبي د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

نبي دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې راشدخان وویل، په روان نړیوال جام کې خپل فیس یا هغه پیسې چې ده ته ورکول کېږي، د هرات زلزله ځپلو ته ځانګړي کوي. او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان سوداګر میرویس عزیزي ویلي چې ۲۰۰ میلیون افغانۍ مرسته کوي.

د افغانستان کرکټ بورد هم ویلي چې له زلزله ځپلو سره ۲ میلیون افغانۍ مرسته کوي.

کام اییر هوايی شرکت د ۱۰ میلیون افغانیو مرسته اعلان کړې ده.

د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله لور موسکا نجیب له افغانانو غوښتي چې خپل منځي اختلاف هېر کړي او په ګډه د هرات له زلزله ځپلو سره عملي مرسته وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د هرات د زلزلې په اړه په خپل پیغام کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ له هغوی سره د مرستې راټولولو او ورته په شفاف ډول د رسولو لپاره د ملي پیوستون غږ کړی دی: «طبیعي پېښې د ملي پیوستون او یووالي لپاره یو ملي ازموینه وي. په همدې اساس باید له عواقبو سره یې په چټکۍ او شفافیت ژر تر ژره اقدام وشي، د شهیدانو، ټپیانو او زیانونو کچې معلومولو لپاره باید ټول لاس په کار شوو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...