یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهله کابله پر امریکا او اسراییلو د ایران لفظي بریدونه

له کابله پر امریکا او اسراییلو د ایران لفظي بریدونه

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷ مه) په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي نن له کابله پر امریکا او اسراییلو د یوه خبري کنفرانس پر مهال توندې نیوکې وکړې.

نوموړي د هرات زلزله ځپلو سره د خپل هېواد د مرستو د اعلانولو په پلمه وربللې خبري غونډې ته د اسراییلو  او د فلسطین د حماس ډلې تازه جګړې ته په اشارې وویل:پر اسرائيلي اشغالګرو د حماس بريدونه په خپل ډول کې بې ساري دي او دا په ډاګه کوي، چې اسرائيل به د فلسطين د اشغال شوم هدف ته ونه رسېږي او په وینا يې دا په ورستيو کلونو کې مسجد الاقصا ته د اسراییلو د مکرر سپکاوي ځواب دی.

د کاظمي قمي د دغه خبري کنفرانس او په ځانګړي ډول پر اسراییلو او امریکا د تورونو او نیوکو راپور په تفصیلي ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خپور کړی.

سرچینې د نوموړي له قوله لیکلي:

هغه پر امریکا هم توندې نیوکې وکړې او د سيمې په هېوادونو کې د نا امنیو دوه اصلي لاملونه یې د امريکا لاسوهنې او د اسراييلو د رژيم موجوديت وباله.

د ایران استازي زیاته کړه، چې د داعش د ځپلو په برخه کې د طالبانو هڅې د ستاينې وړ دي، خو امريکا لا هم په افغانستان کې د ماتې خوړلو له کبله د غچ اخیستو په موخه د داعش ملاتړ کوي.

قمي همدارنګه وویل چې د طالبانو پر مشرانو او چاروکو د بنديزونو لګولو سره امريکا غواړي چې په دې توګه د افغانستان بهرنۍ اړيکې کنټرول کړي.

د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په یاد هېواد کې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی د یو شمېر افراطي کسانو کار وباله او ویې ویل چې د ایران حکومت او اولس افغان کډوالو ته د میلمنو په سترګه ګوري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، ځینې شنونکي باور لري چې له افغانستان څخه د خپلو نیابتي موخو او په ځانګړي ډول لویدیز او متحدینو سره یې د مطبوعاتي جګړې او نورو مسایلو لپاره د ایران ابزاري استفاده زیاته شوې ده.

2 COMMENTS

  1. ډیر ښه یې موږ خو دووس ملت یو واک مو د پنجابي په لاس کې کله وزني کله مو سترګې راباسي موږ صمم بکمم یو.کوم حرامي طالب خبیث د پنجاب د عمل په ضد خلک مظاهرو ته راوپارول ؟ موږ خو موزيان د پنجاب سوبه یو. افرین د ایران په اخوندانو ایران له ځمکې اسمان ته پورته کړ. موږ د خپل وطن خدایی شتمني په بل د اوربسو په بیه پلورو. 😡

  2. حتی ملا فضل رحمان د پنجاب عمل وغندل او د بشر د حقوق له سازمان څخه یې د پلټنې غوښتنه وکړه. دا یې هم وویل سي دلته یوازي افغانان ځورول کیږي ولي نورو ته څه نه وایی پنجاب ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب