ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.
هغه وخت چې موږ خان اباد ته ورکډه کېدو، د تلفون مزي لا خان اباد ته نه وو رسېدلي. دومره مې یادېږي چې یو دوه ځلې صدراعظم صاحب غوښتل له نایب الحکومه صاحب سره خبرې وکړي، په څه ذریعه به یې یا د مزار له ولایته او یا له دوآب او کیله ګي څخه څوک ورواستول، نایب الحکومه صاحب به کېلګي ته ځان ورساوه ، له هغه ځایه به یې ورسره خبرې وکړې. کېلګي ته تازه د تلفون لاین له کابله رارسېدلی و. له هغه ځایه نایب الحکومه صاحب( شېرخان بابا) خان اباد او فیض اباد ته او بیا له خان اباده د درستو مربوطه ولسوالیو مرکزونو ته دا مزې وغزول، په لنډ وخت کې یې له درست ولایت سره تلفوني رابطه ټینګه شوه.
هغه وخت نه فلزي پایې وې، نه کانکریټي، بس د سپېدارو له ستنو یې کار اخیست. د مخابراتو ماموریت تشکیل شو، هم پوسته رارسېده، هم د تلفون مشکل اسان شو، د مخابراتو شعبه د خان اباد په عمومي باغ کې تر دندانې لاندې وه.
بایسکلونه هم د مرحوم نایب الحکومه صاحب په وخت کې د خان اباد او ځینې نورو سیمو خلکو وپېژندل. د خان اباد فېشني ځوانانو به خپل بایسکلونه په وړ وړ ګروپونو ښکلي کړي وو، مازدیګر به یې تر تیاره ماښامه پورې په باغ عمومي کې له خپلو ملګرو سره چکرونه ورباندې وهل. چاردرې او نورو ګوښه سیمو ته ډېر کلونه وروسته بایسکلونه ورسېدل.
هغه وخت چې موږ له کندز څخه چاردرې ته کډه وکړه او په خپلو مځکو مو واړول، زه به وم د پنځلس، شپاړلس کلونو په عمر. زموږ یو خروټی و، کتب خان نومېده، په کندز کې یې دوکان لاره، کله کله به زموږ کور ته له ښاره پر بایسکل راته، په لاره کې به د نواباد مالدارو په حیرت ورته کتل، لوی او واړه به ورته راووتل، د بایسکل نندارې به یې کولې، حتا په ږیره باندې خلکو به پوښتنې ځنې کولې چې دا شیطانکه( بایسکل) څه شی خوري. هغه به ورته ویل، پروړه، رشقه او وربښې خوري. هغوی به لاندې باندې بایسکل ته ځیر شول، د دوی په قول د شیطانکې خوله به یې نه ولیده، وبه یې ویل: نو د دې بلا خوله چېرې ده؟
کتب خان به ورته ویل: د ورځې یې خوله پټه وي، څه نه خوري، چې ماخوستن شي خوله خلاصه کړي.
اوس هغه د نواباد کوچیان په لسګونو شخصي او کرایي موټر لري، په دوی کې ډاکتران، انجنیران او ګڼ د کار خلک پیدا شوي دي.داسې کورونه به لږ وي چې تلویزیون او دیش انتن به نلري، بایسکل خو په اصطلاح ملاخورک شوی دی.
هغه وخت موږ د راډیو نوم اورېدلی و خو راډیو مو نه وه لیدلې. کابل راډیو لا نه وه فعاله شوې. په خان اباد کې چلدر ته نژدې د ښاروالي دفتر و چې دوه، درې کوټې یې د بهرنیو مېلمنو لپاره هم لرلې. یوه ورځ خبر شوم چې کوم جرمنی راغلی او له ځان سره یې راډیو راوړې ده. مرحوم ناشر صاحب( غلام سرور ناشر) هغه وخت د پنځلس، شپاړلس کلونو په عمر و، هغه د ښاروالۍ د دفتر مخې ته ښکته پورته کېده چې راډیو وویني. موږ هم ورغلو. هغه جرمنی چې هلته اوسېده، د ښاروالۍ پیاده یې په اشاره پوه کړ چې کره( بېل، یوم) راواخلي او د ده د خونې خوا ته مځکه وکیني. ده په اشارو پوهاوه. چې نیم متر یا درې چارکه مځکه ژوره شوه، بیا یې په ژوره مځکه کې لږ سکاره واچول، بیا یې یو سیم وروغځاوه چې سکرو ته ورسېد. خاورې یې بېرته کندې ته وغوځولې. د سیم بل سر یې په یوې اوږدې غوندې سیمي جالۍ پورې وتاړه، له دې نرۍ اوږدې جالۍ یې د آنتن کار واخیست. د جالۍ یو سر بل سر یې په دوو ښخو کړیو لکړو پورې وتاړه، بیا یې په هغه ځای دوه سلطه اوبه وشیندلې، چېرته چې د سیم یو سر او سکاره یې ښخ کړي وو. له آنتنه یې یو نری سیم یوه صندوق ته ورتېر کړ. موږ پوه شو چې راډیو دغه صندوق دی. څه شېبه وروسته یې د راډیو په ګوټکونو ګوتې ووهلې. له هغه اواز پورته شو. په جرمني ژبه یې ممکن خبرونه ویل. له خبرونو وروسته د موسیقي غږ شو. موږ چې څه شېبه د راډیو اواز واورېده، بېرته خپلو لوبو ته لاړو ځکه چې موږ ته یې څه نه لرل، نه یې په خبرو پوهېدو، نه مو له غربي موسیقي خوند اخیست. چې لاړو په خپلو کې مو سره وویل: تر راډیو خو ګرامافون ښه دی چې ساز اواز یې اشنا دی. موږ دا فکر کاوه چې که راډیوګانې ډېرې هم شي څه به یې کوو؟ زموږ ګومان و چې بس په جرمني ژبه به غږېږي او جرمني سندرې به وایي.
درې څلور کاله وروسته چې کابل راډیو فعاله شوه، زموږ کور په کندز کې و. د ښار په چوک کې یو لودسپېکر نصب شو. له ماښامه هیسته درې، څلور ساعته به خپروونې اورېدل کېدې. دویم نړیوال جنګ تازه پیل شوی و. ماښام به په سلګونو خلک چارسو ته ورووتل چې د جګړې خبرونه واوري او اکثره ځوانان به د ساز اواز په تمه د راډیو د پروګرامونو تر پایه ورته ولاړ ول.
چې هوا سړه شوه، په چارسو کې لوډسپېکر ته درېدل مشکل شول. موږ یوه امریکایي راډیو واخیستله. هغه وخت کندز ته برېښنا راغلې وه، راډیو به په برېښنا غږېده. ماخوستن چې به د خبرونو وخت شو، زموږ د کوڅې درست مشران او په خبره پوه خلک به راغونډ شول، که به کومه شپه کوم یو نه و راغلی، سبا به تر خپلې وظیفې له مخه راغی، زما له پلاره به یې د جنګ پوښتنه کوله.
یوه ورځ مفتي قربان هم زموږ په مېلمستون کې ناست و. څوک راغی، زما له پلاره یې پوښتنه وکړه چې جنګ کوم ځای ته رسېدلی دی؟
څو زما پلار ځواب ته خوله جوړوله، مفتي قربان ورته وویل: جنګ د مولوي عبدالله کور ته رارسېدلی دی.
مفتي قربان د کندز په محکمه کې یو سپین ږیری، سپین ګویه او بې پروا مفتي و، چې اصلا د اندراب اوسېدونکی و او مولوي عبدالله صاحب د کندز د ښوونځي لومړنی سرښوونکی و، دوه ښځې یې لرلې خو اولاد یې نه پایېده. په دغو ورځو کې یې دوه، درې کړې، له دې امله به یې هره ورځ په کور کې شر وشور و، مفتي قربان ځکه وویل چې جنګ د مولوي قربان کور ته رارسېدلی دی.