تاند(دوشنبه، د میزان ۱۷مه) د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګوتیریش وايي چې د طالبانو د حکومت په همږغۍ د هرات له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
سرمنشي په افغانستان کې د زلزلې له کبله له زیانمن شویو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل، ملګري ملتونه او شریکان به یې د کابل په همږغۍ په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره بیړنۍ مرستې وکړي.
ښاغلي ګوتیریش پر نړیوالې ټولنې هم ږغ وکړ چې د هرات د وروستۍ زلزلې له زیانمن شویو خلکو سره، چې تر زلزلې مخکې یې هم مرستو ته اړتیا وه، مرستې ونه سپموي.
له پېښو سره د مبارزې وزارت د ویندوی ملاجانان سابق په وینا، د هرات په زنده جان ولسوالي کې ۵۰۰ تنه مړه شوي او ۴ زره ټپیان شوي دي.
په مجموع کې ۲۵۰۰ تنه مړه شوي چې د ځینو مړي لا هم تر کنډوالو لاندې دي.