دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالب چارواکي: د هرات د زلزلې مرګ ژوبله له ۴ زرو تنو...

طالب چارواکي: د هرات د زلزلې مرګ ژوبله له ۴ زرو تنو واوښته

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۷مه) طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت ویاند وايي، چې په هرات کې د زلزله  له امله  د مړو او ټپيانو شمېر څه باندې ۴ زره تنو ته رسېدلی دی.

 وياند ملا جانان سايق نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال  وويل، د هغو شمېرو له مخې چې دوى ته تر اوسه ورکړل شوي، په دې پېښه کې د ټپيانو او وژل شويو کسانو شمېر له څلورو زرو څخه زيات دى.

ملا سایق زياته کړه، تر اوسه پورې په شلو کليو کې د استوګنې شاوخوا ۲ زره کورونه وېجاړ شوي او ٣٥ ژغورونکې ډلې د دې پېښې له قربانيانو سره د مرستې په حال کې دي.

د ده په وینا؛ د حالاتو د خرابوالي له امله د مړو او ټپیانو دقیقې شمېرې نه دی ترلاسه شوی او د ژغورنې په ډلو سربېره د ماشينري ډلې هم له وېجاړ شویو کورونو څخه د خلکو په را ایستلو کارکوي.

دغه طالب ویاند وویل له زیانمنو سره د مرستو د رسولو په موخه یې د ګډ کمېسیون پر جوړولو سربېره له دغو کسانو سره د همکارۍ لپاره د دوی د عمومي مشر ملا هبت الله له لوري یو پلاوی ټاکل شوی دی.

نوموړي د نړۍ له هېوادونو او مرستندويه بنسټونو وغوښتل، چې د دوی رژیم سره په همغږۍ دې ژر تر ژره د افغانستان په لوېديځ کې له زلزله ځپلو سره مرسته او همکاري وکړي.

تر دې مهاله د طالبانو رژیم  قربانیانو ته د رسېدو په موخه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ  ځانګړې کړي، یو شمیر اشخاصو او بنسټونو هم  له دغو زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې ژمنه کړې، چې له ډلې یې د عزیزي بانک رئیس میرویس عزیزي هم د ۲۰۰ میلیونه  افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

له دې سره، ځایي خلک د مرستو له نه رسیدو شکایت کوي او وایي په سړه هوا کې د ماشومانو او کورنیو بې سرپناه والی به د زیاتو ناروغیو او ستونزو سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب