دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا برادر د هرات زلزله ځپلو ته؛ د کورونو تر بیرته رغیدو...

ملا برادر د هرات زلزله ځپلو ته؛ د کورونو تر بیرته رغیدو او عادي ژوند ته ستنولو پورې درسره ولاړ یوو

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۷مه) د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی نن د هرات زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ لپاره د دغه ولایت زنده جان ولسوالۍ ته تللی و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي، چې ملا برادر او ملګري پلاوي یې د یو شمېر قربانیانو په جنازه کې ګډون کړی او خلکو ته یې ویلي: زموږ حکومت د متضرر شویو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او تر هغو به یې همکاري او لاس‌نیوی وکړي، څو چې وران شوي کورونه بېرته ورغول شي او ژوند مو عادي حالت ته راوګرځي.

په ورته مهال، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د وزارت ویاند ملا جانان سایق ویلي، چې په هرات کې د زلزله  له امله  د مړو او ټپيانو شمېر څه باندې ۴ زره تنو ته رسېدلی دی.

ملا سایق زياته کړه، تر اوسه پورې په شلو کليو کې د استوګنې شاوخوا ۲ زره کورونه وېجاړ شوي او ٣٥ ژغورونکې ډلې د دې پېښې له قربانيانو سره د مرستې په حال کې دي.

د ده په وینا؛ د حالاتو د خرابوالي له امله د مړو او ټپیانو دقیقې شمېرې نه دی ترلاسه شوی او د ژغورنې په ډلو سربېره د ماشينري ډلې هم له وېجاړ شویو کورونو څخه د خلکو په را ایستلو کارکوي.

له دې سره، ځایي خلک د مرستو له نه رسیدو شکایت کوي او وایي په سړه هوا کې د ماشومانو او کورنیو بې سرپناه والی به د زیاتو ناروغیو او ستونزو سبب شي.

1 COMMENT

  1. د هرات زلزله کی پراته درسونه او عبرتونه؛ حکومت چي تر ټولو اول سترګې وراوړی ،بیا ملایی حکومت خو دری ورځې وروسته ، کله چي خلک په تش لاس وردانګی او نور بهرنی افغانان او بشری
    خواخوږی غږ او خوځښت پیل کوی د کور ، کلی او هیواد ویده خادم راویښیږی او نه پوهیږی چي څه
    وکړی ؛ ځکه متخصصینو ځای ملا نیولی ،ملا د مړو په خښولو پوهیږی خو نجات یی ماهرین ،وسایل
    او سرعت عمل غواړی ، کیدای شی دِ ځنډ او عدم مهارت لازم په وجه ډیر زخمیان تلف او د شهیدانو
    شمیر زیات شوی وی ؛ ځکه خلاء د اهل کار دا زیانونه تشدیدوی .
    موږ د حاکم لیونی انحصار او حُب کرسی زیانونه پر خپل ملت تحمیلوو ، پیښی او حوادث څیړل غواړی، خلاوی ډکول او د خدمت همت او توان پیدا کول دا د امراوو مسئولیت دی ، بی لدی ظرفیت موږ خادم او مفید حکومت نشو ایجادولی .
    ڼن ورځ بشریت د زلزلو ، سیلابونو او نورو طبیعی حوادثو د احتمالی خطر د مخنیوی یا تقلیل لپاره پوهنتونونه،تحقیقی مراکز او د ملتونو د نجات او خدمت لپاره پلانونه او آماده یونټونه لری تر څو ملت
    تلف نشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب