دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد سند ایالتي وزیر وايي، په کراچۍ کې ۱۷ سوه افغان کډوال...

د سند ایالتي وزیر وايي، په کراچۍ کې ۱۷ سوه افغان کډوال نیول شوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷مه) په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت غیرقانوني کډوالو ته له دغه هیواده د وتلو لپاره یوه میاشت مهلت ورکړی، د سند د کورنیو چارو ایالتي وزیر نن وویل چې په کراچۍ کې ۱۷۰۰ غیرقانوني افغان کډوال نیول شوي دي.

د اج نیوز د راپور له مخې، حارث نواز خبریالانو ته وویل:«له سند ایالت څخه به ټول غیرقانوني کډوال وایستل شي.»

د اج له راپور سره سم، تېره اوونۍ د پاکستان لنډمهال حکومت د ټولو غیرقانوني کډوالو د وتلو لپاره د روان اکتوبر ۳۱ مه وروستۍ نېټه اعلان کړه او ویې ویل چې که تر یادې نېټې څوک ونه وتل، وبه نیول شي.

خو دې رسنۍ په دې اړه چې تر یادې نېټې مخکې ولې په کراچۍ کې ۱۷ سوه افغانان نیول شوي، څه نه دي ویلي.

د سند د کورنیو چارو ایالتي وزیر نواز وویل، د سند حکومت د یوه داسې میکانیزم په جوړولو کار کوي چې پر اساس یې راجستر شوي کډوال ونه ځورول شي.

ده همداراز وویل چې د دې هدف لپاره یوه کمېټه جوړه شوې چې د ناراجستر شویو کډوالو پر ضد د اقداماتو په اړه به هم پرېکړې کوي.

د نواز په وینا، غیرقانوني یا ناراجستر شوي کډوال به د چمن له لارې افغانستان ته واستول شي خو راجستر شویو ته به غرض نه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب