دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ژوب کې د یوه پاکستاني جګړن په ګډونه ۷ تنه وژل...

په ژوب کې د یوه پاکستاني جګړن په ګډونه ۷ تنه وژل شوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۷مه) د پاکستان پوځ او ټي ټي پي وایي، نن په یوه برید کې د یوه جګړن په ګډون د پاکستان د پوځ دوه پوځیان او ۵ وسله وال وژل شوي دي.

دا پېښه د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې شوې چې له ډیورند کرښې نسبتاً لېرې ده خو د پاکستان پوځ وايي چې د افغانستان په پوله کې شوې ده.

پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو پوځیانو کې یو جګړن دی. په خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي یوه ویندوی ویلي چې د پاکستان پوځ ته یې په یوه برید کې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.

دې ډلې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر پوځي او نورو اهدافو د بریدونو لړۍ تیزه کړې ده. د راپورله مخې د بلوچستان ایالت په بلوڅ مېشتو سیمو کې بلوڅ بیلتونپالې ډلې هم فعالې دي خو د ژوب او شاوخوا سیمو اوسیدونکي یې پښتانه دي.

له بلوچ خپلواکي غوښتونکو سره د ټي ټي پي د نژدې توب خبرونو په اسلام اباد کې اندېښنې زیاتې کړي او له دې کبله د پاکستان حکومت پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د ټي ټي پي د ځپلو لپاره ورسره همکاري وکړي خو افغان طالبانو ویلي چې دوی د ډیورند پورې خوا ته له پاکستان سره د ټي ټي پي پر ضد همکاري نه شي کولی.

له همدې کبله پاکستان په خپله خاوره کې د افغان کډوالو ځورولو، نیولو او له خپلې خاورې ایستلو ته زور ورکړی ګوندي د طالبانو حکومت دې ته حاضر کړي چې د پاکستان په خاوره کې د ټي ټي پي پر ضد په جګړه کې همکاري وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب