دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د اسراییلو جوړښت او دفلسطینیانونيابتي جګړه 

د اسراییلو جوړښت او دفلسطینیانونيابتي جګړه 

ليکنه : مقتصد
 
اسرائيل چې په رسمي ډول د اسرائيلو دولت په نوم پېژندل کېږي، په ختیځه اسيا کې پروت هېواد دی. دا هېواد د مديترانې سمندرګي په سويل ختیځو څنډو او د سره سمندر په شمالي څنډو کې، په شمال کې له لبنان، شمال ختیځ کې له سوريې، ختيځ کې له اردن، په ختيځ او لويديځ کې دله فلسطيني ځمکو له لويديځې څنډې او غزې تړانګې سره پولې لري. همدارنګه مصر ددغه هېواد په سويل لويديځ کې پروت دی.
دغه هيواد په خپلو بنسټيزو قوانينو کې ځان يو يهودي ديموکراتيک او د يهوديانو ملي هېواد بولي. دا هېواد يو ليبرال ديموکراتيک نظام، نسبي استازولي او ټولو ته د رايې حق ورکوي.
همدارنګه فلسطين په لوېديځه اسيا کې یوه جغرافيايي سيمه ده چې اسرائيلو لوېديځه غاړه، د غزې تنګی په ځینو تعریفو نو کې د اردن لوېدیځه سیمې تر پوښښ لاندې راولي.
دا نوم د لرغونو یوناني لیکوالانو له لوري کارول کېده او ورپسې د روم یهودیه ولایت ته چې د سوریې فلسطین نوم ته واړول شوو وکارل شو. د بیزانس په دوره کې، دا نوم د لومړي فلسطین او دویم فلسطین د ولایتونو لپاره کارول کېده او د مسلمانانو په لاس د شام له فتحې وروسته، د جند فلسطین پوځي ولسوالي تاسیس شوه.
فلسطین د صلیبي جګړو له دورې وروسته، چې په دې موده کې د عیسویت او اسلام ترمنځ د شخړې مرکز وو، په پراخه کچه مسلمان شو. په ۱۳ پېړۍ کې د مملوک د سلطنت د سوریې ولایت برخه او له ۱۵۱۶ ز کال وروسته، د عثماني سترواکۍ برخه شو.
اوس چې فلسطينيان په ظاهره د خپلې خاورې او خپلواکي په موخه د خپل ملي بیرغ تر چتر لاندې جګړه مخې ته وړي ‘يعني نه دا چې د خپلو ملي ګټو پر ضد راپاڅېدلي، لکه څنګه چې يې خواخوږي د پرديو ګټو په خاطر د خپلې خاورې او ولس پر ضد راپاڅېدل’ متاسفانه د يوې نيابتي جګړې برخه دي.
په ټوله کې د فلسطين او اسراييلو روانه جګړه سیاسي ده او مذهبي اړخ نلري ځکه چې د اسراییلو جوړښت تر لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۷ ز کال کې د برتانيې په غوښتنه رامنځته شوی دی او په دغه نړيواله جګړه کې عثماني امپراتورۍ د جرمني طرفداره وه. کله چې جرمني ماتې وخوړه نو عثماني امپراتورۍ هم ونړېدله، بېلابېلې سیمې یې د اروپا قدرتونو تر ولکې لاندې راغلې او په پايله کې يې انګلستان په فلسطین قبضه وکړه.
 په ۱۹۱۷ کې، د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر یوه اعلامیه ورکړه، دا اعلاميه د بالفور په نوم یادېږي. په دې اعلاميه کې ویل شوي چې بریتانیا به په فلسطین کې د یوه خپلواک یهودي دولت په جوړولو کې مرسته وکړي او په همدې توګه دوی ورسره مرسته وکړه چې يهوديان هلته میشته شي او تنظیم کړل شي. کله چې د فلسطین عربو مسلمانانو، د یهودانو په وړاندې غبرګون وښود، د دواړو تر منځ سختې نښتې وشوې، برتانیې له فلسطین څخه د وتلو پریکړه وکړه او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د سیمې د راتلونکي په اړه پریکړه وکړي.
په ۱۹۴۷ز کې، ملګرو ملتونو پریکړه وکړه چې فلسطین باید په دوو هیوادونو وویشل شي: د اسراییلو دولت باید په لویدیځه سیمه کې رامینځته شي چیرې چې ډیری یهودان اوسیږي، او په ختیځ سیمه کې باید د فلسطین عرب اسلامي دولت تاسیس شي.
په همدې کال يعنې په ۱۹۴۷ز کال کې د برتانيې لخوا د پاکستان جوړښت هم رامنځته شو چې په افغانستان کې د محمد ظاهر شاه حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له غړېتوب سره مخالفت وښوود او د ډیورنډ کرښې مساله يې راپورته کړه. د محمد ظاهره شاه حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له غړېتوب سره په دې مخالفت ښوودلو، چې ياد نړيوال سازمان کې د پاکستان په غړېتوب سره به د افغانستان او بريتانوي هند ترمنځ پخواني تړونونه چې ډیورنډ کرښه هم په کې شامله وه ماتيږي خو سره له دې دغه جوړښت رامنځته شو …، لکه څرنګه چې یهودانو د ملګرو ملتونو د فورمول په اساس په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییلو د تاسيس اعلان په داسې حال کې وکړ چې فلسطیني مسلمانانو او عربي هېوادونو په خپل منځ کې د یهودي دولت جوړېدل په بشپړه توګه رد کړي دي.
له هغه وروسته سردار محمد داود خان د ډیورنډ کرښې چې هغه وخت د پښتونستان مسالې په نوم يادېده ډېر جدي وو. داود خان له پاکستان سره توندې اړيکې درلودې او د پښتونستان مسالې پر سر نږدې وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پيل شي.
په پای کې باید ووايم چې پراکسي سازمانونه او د هغوی کردار هيڅکله ثابت نه دی، ښه داده چې ملتونه په دولتي کچه د ټولو هغو سازمانونو، اشخاصو او ډلو له ملاتړ څخه لري اوسي کوم چې نيابتي جګړې مخې ته وړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور مقتصد صیب ښې چارې
    -پاس په لمړۍ لیکه کې تاسو لیکلی چې’د اسرایلو دولت په (ختیځه آسیا )کې پروت دۍ!؛ زما په آند په لویدیزه آسیا کې دی
    -بل ، تاسو ویلی ، فلسطینیان نیابتی او سیاسی جګړه کوی ،نه دینی!!،
    حال داچې انګریز،روم او غرب صلیبی جګړې دینی وې ؛
    بیت المقدس د مسلمانانو لمړنۍ قبله وه؛ حتی د معراج سفر هم له هغه مسجد الاقصی نه پیل سوی و!
    صلاح دین ایوبی، او عثمانیانو نیابتی نه بلکه د خلافت دعوی لپاره جنګیدلی ول.
    هو، اسراییل دغرب د ګټو او خپلو صهیونیستی اهدافو لپاره ظلمونه کوي؛ پرون ټولې دنیا ولیدل چې چا برآلا د ازراییل پلوي وکړله؛ حال دا چې د غزې او غربي اردنی تړانګی کې دفلسطینیانو وژنې اود کورونو غصب ته د غرب مډیا ړنده ده!!
    -پوک استان(نوټ:پوک په ترکي ژبه غایطه موادو ته ویل کیږي!!!) خو هغه دی په اماراتو کې له کیسه برانو او سوالګرو؛ له هیرا مڼدهی له ………؛ او تش په نامه اضلام ایبټ سره د کمونیست چین چاپلوس؛ او د نړۍ ټولو تروریستانو پالونکی د پوڼدو،ډالرو او دینارو مقابل کې .. د بلوڅخوا او خیبر+پښتونخوا پر زړه ې د مردار ډیورڼډ تور زنځیری ښامار کښلی!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب