پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeدا هم ولولئد پال تیروکس د څلور میاشتني سفر پیل

د پال تیروکس د څلور میاشتني سفر پیل

د۱۹۷۳ كال د سپټمبر په نولسمه د سفرنامو ليكوال پال تيروكس (Paul Theroux) د لندن د ويكتوريا له سټېشن څخه د اروګادي په ذريعه د اروپا او آسيا په څلور مياشتني سفر ووت. د دې سفر بريا (The Great Railway Bazaar) كتاب يې په نولس سوه پنځه اويايم كې بشپړ كړ. دا كتاب د وخت يو تر ټولو زيات خرڅېدونكى كتاب شو.

    د تيروكس پلار اووه اولادونه لرل، دى درېبم اولاد و او د ۱۹۴۱ كال د اپريل په لسمه زېږېدلى. د امريكا باسټن ته څېرمه د ماساچوسيت په ميدسن آرام ښار كې لوى شو. هغه له كوچينوالي د ذوق خاوند ؤ خو دا يې په زړه كې هم نه ؤ تېر شوي چې ليكوالي به كوي. وروسته له هغه چې د ماساچوسيت پوهنتون يې ولوست، د سولې له قوې سره ملګرى شو او په يوګنډا كې يې د انګريزي تدريس پيل كړ. هلته يې له يوۀ ليكوال وي. ايس نايپل (V.S. Naipaul) سره وپېژندل. نايپل تشويق كړ چې ليكنې وكړي او د هغه د نژدې ملګري په توګه يې د ډېرو كلونو لپاره د دۀ لارښوونه كوله. تيروكس وروسته په سينګاپور كې  انګليسي ژبې تدريسوله او ډېر سفرونه يې وكړل.

په شل كلنۍ كې يې د ناولونو په چاپولو پيل وكړ. په ۱۹۶۷ كې يې (Waldo)، په ۱۹۶۹ كې يې (Girls at Play) او په ۱۹۷۳ كې يې (Saint Jack )چاپ كړل. د هغه لومړنى داستاني اثر (Great Railway Bazaar) ؤ چې ورپسې يې په ۱۹۷۹ كې يې (The Old Patagonia Express) خپور كړ. له وادۀ وروسته لندن ته ولېږدېدۀ. دوه زامن يې لرل. په لندن كې تر ځاى پر ځاى كېدو وروسته يې ليكوالۍ ته لا ډېر پام وكړ، ناولونۀ، لنډې كيسې او مقالې يې وليكلې. د هغه په وروستيو ناولونو كې (The Mosquito Coast) چې په ۱۹۸۱ كې چاپ شو او ورڅخه فلم جوړ شو. دغه راز په ۱۹۹۶ كې (My Other Life) يادولى شو. تيروكس دوبى په كېپ كوډ كې تېروي او تراوسه پورې يې تر څلوېښتو زيات كتابونه چاپ شوي دي.

دښاغلي تيروكس ناولونه :

·  Waldo (1967)

·  Fong And The Indians (1968)

·  Murder In Mount Holly (1969)

·  Girls At Play (1971)

·  Jungle Lovers

·  Sinning With Annie (1972)

·  Saint Jack (1973)

·  The Black House (1974)

·  The Family Arsenal (1976)

·  The Consul’s File

·  Picture Palace (1978)

·  A Christmas Card

·  London Snow

·  World’s End

·  The Mosquito Coast (1981)

·  The London Embassy (1982)

·  Half Moon Street (1984)

·  Doctor Slaughter (1984)

·  O-Zone (1986)

·  The White Man’s Burden

·  My Secret History (1989)

·  Chicago Loop (1990)

·  Millroy The Magician (1993)

·  My Other Life (1996)

·  Kowloon Tong

·  Hotel Honolulu

·  Stranger At The Palazzo D’Oro

·  Blinding Light (2006)

      د ښاغلي تيروكس غيرداستاني آثار

·  The Great Railway Bazaar (1975)

·  The Old Patagonia Express (1979)

·  The Kingdom By The Sea (1983)

·  Sailing Through China

·  Sunrise With Seamonsters (1985)

·  The Imperial Way

·  Riding The Iron Rooster (1988)

·  To The Ends Of The Earth

·  The Happy Isles Of Oceania (1992)

·  The Pillars Of Hercules (1995)

·  Sir Vidia’s Shadow (1998)

·  Fresh Air Fiend (2000)

·  Nurse Wolf And Dr. Sacks (2001)

·  Dark Star Safari (2002)

·  هغه ويبپاڼې چې دتيروكس په اړه معلومات لري :

·  http://www.salon.com/weekly/interview960902.html

·  Fan site

·  Peace Corps biography of Paul Theroux

·  Audio Interviews with Paul Theroux by Don Swaim of CBS Radio – RealAudio

·  Burgess as Fictional Character in Theroux and Byatt, John J. Stinson (Université d’Angers, 2000)

·  دهغه يوه مركه دلته ولولئ (انګليسي)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب