تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیايي جام د سیالیو په دوام کې نن په خپل بي ګروپ کې د سریلانکا له لوبډلې سره مخامخ شوه. او د محمد نبي له اتلولۍ سره سره یې دا سیالي په ۶ ویکټونو او ۸ اضافي توپونو وګټله. پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې په خپله بیټنګ وکړ، خو پیلګر لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل. یوازې د محمدنبي او تر یوه حده د راشدخان په مټ افغان لوبډلې د سیالۍ په وروستیو اورونو کې د منډو اوسط دومره لوړ کړ چې تصویر یې نه کېده.
د محمدنبي ۶ پر له پسې شپږیږې سبب شوې چې سریلانکا ته ۱۷۰ منډې هدف وټاکل شي، کنې د افغانستان ټیم ته توقع نه وه چې ټولټال ۱۳۰ منډې وکړي. نبي په یوازې سر په ۲۰ توپونو ۶۰ منډې وکړې.
د سریلانکا لپاره تېز باولر نووان دوشارا د افغانستان د ۳ پیلګرو په شمول ۴ لوبغاړي وسوځول. په حقیقت کې نوموړي د افغانستان د توپ وهونکو ملا ماته کړه.
افغانستان نن د سریلانکا په وړاندې په خپله لوبډله کې بدلون راوستی و، د ګلبدین نایب پر ځای یې دروېش رسولي او د غضنفر پر ځای مجیب الرحمان په لوبډله کې شامل کړي وو. خو کریم جنت، چې په تېرو لوبو کې یې هم وړتیا نه وه ښوولې، بیا هم په ټیم کې پاتې شو او په څلورم توپ په یوه رنز وسوځېد.
روانو سیالیو وښوده چې افغانستان د بیټنګ یا توپ وهنې په برخه کې جدي ستونزه لري. د ګوربز، ایراهیم ځدراڼ او صدیق اتل ترڅنګ لږترلږه یوه یا دوو بټسمانو ته سخته اړتیا ده.
د دې ترڅنګ په تېر یوه کال کې د افغانستان لوبډلې د سریلانکا، پاکستان، بنګله دېش او ګڼو نورو ټیمونو په شان د نړیوالو سیالیو چانس نه دی لرلی. څرګنده نه ده چې نور ټیمونه له افغانستان سره سیالي نه کوي او که کرکټ بورډ د سیالیو په چمتو کولو کې ناکام دی. تمه ده چې د افغانستان کرکټ دې دواړو ستونزو ته پام وکړي. ګوندي په راتلونکو سیالیو کې یې وړتیا ښه شي.