جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهټرمپ وايي، امریکا بیا افغانستان ته ورګرځي او بګرام اډه غواړي

ټرمپ وايي، امریکا بیا افغانستان ته ورګرځي او بګرام اډه غواړي

تاند (پنجشنبه‌، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې بریتانیا په په سفر تللی، د دغه هیواد له صدراعظم کې یر سټارمر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې امریکا به بیا افغانستان ته لاړه شي او بګرام هوايي اډه به ونیسی.

ده وویل، حکومت یې هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسی. «دا ښايي تازه (بریکینګ) خبر وي.»

افغانستان ته د بېرته ګرځېدو او د بګرام د هوايي اډې د بیرته نیولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په مهال د بریتانیا صدراعظم ټرمپ ته تعجب وکتل.

ښاغلي ټرمپ همداراز وویل:«د دې اډې د لرلو یو دلیل دا دی چې هغه د چین د اتومي وسلو له ځایه یو ساعت لیرې دی.»

ټرمپ بګرام د نړۍ ستره هوايي اؤه وبلله.

ده تر دې مخکې او حتي د ۲۰۲۴ د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې هم څو ځلې د بګرام د بیرته نیولو خبره کړې وه او پر پخوانی ولسمشر جو بایډن یې په دې خاطر نیوکې کړي چې ولې یې دا اډه پرېښوده. خو بایډن ویلي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې شوې وه.

امریکايي پوځیان د دوحې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د موافقې پر اساس له افغانستانه ووتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب