جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهعمان ۳۳ افغان بندیان وبخښل، په مسقط کې د افغانستان سفارت د...

عمان ۳۳ افغان بندیان وبخښل، په مسقط کې د افغانستان سفارت د دې اقدام هرکلی وکړ

تاند (پنجشنبه‌، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) په مسقط کې د طالبانو د حکومت سفارت د عمان د سلطان له اقدامه مننه کړې چې ۳۳ افغان بنديان یې بخښلي دي او ويلي يې دي چې دا کار د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو مثبت ګام دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په ایکسپاڼه (پخواني ټويټر) کې ليکلي: د عمان سلطان «هيثم بن طارق» د اسلام د پيغمبر (ص) د زوکړې د میلاد په مناسبت لږ تر لږه ۳۳ افغان بنديان عفوه کړي دي. دغه کسان چې د بند بېلابېلې مودې يې په عمان کې تېرې کړې دي، ژر به افغانستان ته راستانه شي.

په دې بیان کې د سلطان د پرېکړې د مننې ترڅنګ ټينګار شوی چې دا ډول اقدامات د طالبانو او د عمان د دولت ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا کې مثبت رول لري.

له دې مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د تېر کال د کب په ۲۴مه اعلان کړی و چې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د عمان له چارواکو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي و چې د افغان بندیانو د بند موده راکمه کړي او يا يې خوشي کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د عمان سلطان افغان بنديان عفوه کوي. هغه د روان کال د غويي په ۱۱مه د کوچني اختر په مناسبت لږ تر لږه ۹ افغان بنديان بخښلي وو.

په مسقط کې د طالبانو سفارت د افغان زندانيانو د جرمونو د ډول په اړه څه نه دي ويلي او لا هم د عمان په توقيفځایونو کې د افغانانو د کره شمېر په اړه معلومات نشته.

ګومان کېږي چې ډېر افغانان په عمان کې د وېزې د نه لرلو یا د قانوني وېزې د مودې د پای ته رسیدو له کبله نیول شوي وي.

عمان په وروستيو کلونو کې د خپل بې‌طرفانه او منځګړي دريځ له امله له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره، متوازنې اړيکې ساتلي دي. له هغه وخته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، مسقط هڅه کړې چې له طالبانو سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې پراخې کړي.

عمان همداراز د خليج له هغو لږو عربي هېوادونو څخه دی چې د بشري او ديپلوماتيکو هڅو په برخه کې يې له طالبانو سره مستقيم تعامل کړی او په داسې موضوعاتو کې لکه د افغان زندانيانو ازادي، د ملاتړ رول لوبولی دی. دغه اقدامات د عمان د بهرنۍ تګلارې برخه بلل کېږي څو د سيمه‌ييزو کړکېچونو په منځګړيتوب کې خپل دريځ ټينګ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب