جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا د چابهار بندر په شمول د افغانستان په تړاو ایران ته...

امریکا د چابهار بندر په شمول د افغانستان په تړاو ایران ته ورکړي اقتصادي معافیتونه لغوه کړل

تاند (پنجشنبه‌، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې هغه معافيتونه به لغوه کړي چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د بيا رغونې او پرمختيا په هدف ایران ته ورکړل شوي وو، چې پکې د چابهار بندر اقتصادي فعاليتونه هم شامل وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پخواني امريکايي حکومت د «اعظمي فشار» د تګلارې په چوکاټ کې پرېکړه شوې چې د «د ايران د آزادۍ او د پراختيا د مخنيوي قانون» (IFCA) له مخې ورکړل شوي اقتصادي معافيتونه لغوه شي.

دې معافيتونو ايران ته اجازه ورکوله چې د افغانستان په پرمختيايي او د بيا رغونې په پروژو کې، په ځانګړي ډول د چابهار بندر په برخه کې، فعاليت وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلان له مخې، د ۲۰۲۵ د سپټمبر له ۲۹مې نېټې وروسته، هر ډول ايراني فعاليت په دغو پروژو يا نورو هغو چارو کې چې د IFCA تر پوښښ لاندې راځي، کولی شي ايران له نويو بنديزونو سره مخامخ کړي. دا پرېکړه د واشنګټن د هڅو يوه برخه بلل شوې چې غواړي پر ايران نور فشارونه راوړي او په جنوبي آسيا او منځني ختيځ کې د دې هېواد سيمه‌ييز او اقتصادي نفوذ محدود کړي.

د امریکا دا پرېکړه د هند لپاره هم لوی خنډ ګڼل کېږي ځکه چې هند په چاه بهار بندر کې ډېره پانګونه کړې او غواړي چې د دې بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره راکړه ورکړه ډېره کړي.

اقتصادي کارپوهان او ديپلوماتان خبرداری ورکوي چې د دغو معافيتونو لغوه کېدا به د افغانستان پرمختيايي پروژې، په ځانګړي ډول د چابهار له لارې د ترانزيت او سوداګرۍ برخې، له جدي ستونزو سره مخامخ کړي او د ايران او افغانستان پر اقتصادي همکاريو به منفي اغېز وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې دا اقدام د ايران د احتمالي ملاتړ د مخنيوي لپاره شوی دی، څو له اتومي پروګرامونو يا سيمه‌ييزو فعاليتونو سره مرسته و نه شي. سره له دې، د افغانستان او ايران چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د چابهار بندر ارزښت تر يوې سوداګريزې لارې څخه ډېر دی. دا بندر کولی شي د افغانستان او د سيمې او نړيوالو بازارونو ترمنځ د نښلونکي پُل په توګه کار وکړي او د دې هېواد په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې مهم رول ولوبوي. دغه بندر همداراز کولی شي د افغانستان پر پاکستان د تکیې کچه راکمه کړي او د دې هېواد اقتصادي امنيت پياوړی کړي.

چابهار بندر د افغانستان لپاره ازادو اوبو ته د لاسرسي او له نړۍ سره د سوداګرۍ يوه ستراتيژيکه لار ګڼل کېږي. او له بلې خوا افغانستان د پاکستان پر لارو له اتکا خلاصوي. هغه لار چې پاکستان یې تل پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

د ايران همکاري د دې بندر په پرمختيا کې ځانګړی ارزښت لري. د اقتصادي معافيتونو لغوه کېدا کولی شي د زيربنايي او سوداګريزو پروژو ګډوډي رامنځته کړي او پر افغانستان اقتصادي فشار زيات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب