جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهیعقوب مجاهد: زموږ اصلي تمرکز د بندیزونو پر پای ته رسیدو دی

یعقوب مجاهد: زموږ اصلي تمرکز د بندیزونو پر پای ته رسیدو دی

تاند (پنجشنبه‌، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزير اعلان کړی چې کابل له ګاونډيو هېوادونو او يا له نړيوالو قدرتونو سره هېڅ پوځي تړون نه لري او د اسلامي امارت اصلي تمرکز پر سياسي او اقتصادي برخو، په ځانګړي ډول پر افغانستان د بنديزونو پر لغوه کولو دی.

محمد يعقوب مجاهد، چې د قطر په بلنه دوحې ته تللی، په يوه مرکه کې له الجزيرې سره ويلي چې د افغانستان کورني چلينجونه د پای ته رسېدو په حال کې دي او د داعش تروريستي ډله د افغانستان د خاورې یوه لوېشت په کنټرول کې نه لري.

نوموړي ټينګار وکړ چې «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن پاتې دی او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزير زياته کړه چې دا مهال د دوی امارت د ګاونډيانو په شمول له هیڅ هیواد سره پوځي تړون نه لري.

محمد يعقوب مجاهد د افغانستان د ملي اردو د بيا رغونې او مسلکي کولو د پراخو پروګرامونو خبر هم ورکړ او اعلان يې وکړ چې هره مياشت سلګونه سرتېري له روزنيزو او پوځي مرکزونو فارغېږي.

د هغه په وينا، د طالبانو حکومت له امريکا، ناټو، چين او يا روسيې سره هېڅ پوځي اړيکې نه لري او اوسنی تمرکز يې پر سياسي او اقتصادي برخو دی.

نوموړي زياته کړه چې پر افغانستان د لګېدلو بنديزونو لغوه کېدا د طالبانو د حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږي.

له دې وروسته چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، امريکا او ځينو لوېديځو هېوادونو د افغانستان بانک ډېری شتمنۍ کنګل کړې او پر دې ډلې يې بنديزونه ولګول. طالبانو بيا بيا له هېوادونو سره د عادي اړيکو او د دغو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده خو د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ابتدايي حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب نه وايي. هغه غوښتنې چې د کابو ټول افغان ولس غوښتنې هم دي.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د امريکايي پلاوي له استازو سره د ليدنې پر مهال چې مشري يې آدام بويلر کوله او زلمی خليلزاد هم په کې موجود و، ويلي و: «د امريکا او نړيوالې ټولنې اقتصادي بنديزونه د ځينو برخو د بشپړ پرمختګ مخه نيولې، خو د کورنيو اقداماتو او متوازنې بهرنۍ پاليسۍ په نتيجه کې د افغانستان اقتصاد د ودې پر لور روان شوی دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب