تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون «برخلیک ټاکونکی» بللی او هغه یې په امنيتي ملاتړ برخه کې پر واشنګټن د ریاض د باور د کمېدو نښه ګڼلې ده.
د امريکا پخواني ډيپلوماټ او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې دا تړون کولای شي د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو مهم پړاو او د سيمې د قدرت د توازن د بدلون نښه وي.
د هغه په وينا، که څه هم دا تړون د رسمي معاهدې په بڼه نه دی ترتيب شوی، خو د هغه پر اساس پر يوه لوري هر ډول برید پر دواړو هېوادونو بريد بلل کېږي. دا موضوع ښيي چې رياض هڅه کوي خپل امنيتي متحدان متنوع کړي.
خليلزاد همداراز د تړون د اصلي انګېزو په اړه ځينې مهمې پوښتنې راپورته کړې: «ايا دا تړون د اسراییل د وروستي برید په ځواب کې دی چې په قطر کې يې يو هدف په نښه کړ؟ که دا د هغو اوږدمهالو اټکلونو تاييد دی چې د پاکستان د اتومي پروګرام او د سعودي د مالي او سياسي ملاتړ تر منځ د همغږۍ په اړه کېږي؟»
نوموړي د محرمو ضميمو د موجوديت امکان هم ياد کړ چې ښايي د رياض او اسلاماباد د پوځي او امنيتي همکارۍ نوي اړخونه روښانه کړي.
د افغانستان لپاره د امريکا د پخواني ځانګړي استازي په وينا، د دې تړون لاسليک ښيي چې عربستان او آن د سيمې ځينې نور هېوادونه د امريکا د امنيتي ملاتړ په اړه خپل باور له لاسه ورکوي.
خليلزاد خبرداری ورکړ: «پاکستان اتومي وسلې او د توغندیو د توغولو سیستمونه لري، چې یوازې د اسراییل په شمول په ټول منځني ختيځ کې هدفونه په نښه کولای نه شي، بلکې د امريکا خاوره ته د رسېدو وړتيا هم لري.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د نوې دفاعي هوکړې بشپړ جزئيات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي او ګڼې پوښتنې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ دفاعي تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی چې د منځني ختيځ کړکېچونه په زياتېدو دي. وروسته له هغه چې د غزې جګړه پيل شوه، د عربي هېوادونو امنيتي اړيکې له واشنګټن سره تر پخوا زياتې تر فشار لاندې راغلې. په همدې موده کې د اسراییل رژيم د قطر پر پلازمېنې هوايي بريد وکړ چې د خليج د هېوادونو امنيتي اندېښنې يې څو برابره کړې.
عربستان مخکې هيله لرله چې له امريکا سره د يوه جامع تړون له لارې هم دفاعي اتحاد او هم د اتومي انرژۍ همکاري ترلاسه کړي او په بدل کې له اسراییل سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې عادي کړي. خو د غزې جګړې دا بهير ودراوه او رياض اوس هڅه کوي چې خپل امنيتي ملګري ډېر کړي.
پاکستان بيا د اقتصادي بحرانونو او د مالي ملاتړ د سختې اړتیا له امله تل له سعودي عربستان سره نژدې اړيکې پاللې دي. رياض د اسلاماباد تر ټولو ستر اقتصادي ملاتړ کوونکی دی. د نوې هوکړې لاسليک کولای شي د دواړو هېوادونو امنيتي اړیکې د اقتصادي اړيکو ترڅنګ لا پياوړې کړي.
آی ظالمه خلیلزاده په هرڅه خبر يې خو ځان نا ګاره نیسی دا چې کله پاکستان افغانان وژل نو هلته خاموش وی ځکه هلته هم سعودی مرسته کوله او هم تا مګر نن چې ستا شخصي ګټي په خطر کې شوی نو اوس له پاکستان سره په پټه کې خوشحال او رسانیو بدبین ځان معرفي کوي افغان ولس د ستا اصلي څیره ښه پیژني موږ افغانان تا له هغه وخت پیژنو چې کله په امریکا کې ریګن ولسمشر وو
د ریګن مالی مرسته د ستا په لاس پاکستان ته رسیده ولی هغه دې هیر شو چې بیا همغو کسانو دپاکستان په اشاره کابل په کنډواله بدل کړ ځکه خو پاکستان لیکلی وو جهاد افغانستان دفاع پاکستان
د څه شي دفاع مطلب د شوروی تورو اوبو ته نه رسیدل ترڅو امریکا په امن کې شي