Homeخبرونهپه م.م کې د هند استازی وايي، پر طالبانو د فشار پر...

په م.م کې د هند استازی وايي، پر طالبانو د فشار پر ځای د هغوی ښې پالیسۍ باید وستایل شي

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) په ملګروملتو کې د هند استازي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنيت شورا په غونډه کې وویل چې د طالبانو پر ضد د فشار او سزا ورکولو تګلاره تر اوسه ګټه نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې باید د طالبانو د مثبتو اقدامونو ستاینه وشي او له هغوس سره د ناسمې پاليسۍ د اصلاح لپاره مرسته وشي.

 ده وويل د هند لومړيتوب په افغانستان کې سوله او ثبات دی.

د هند استازي د پاکستان له لوري د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تړاو د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې په همغږۍ سره د دې ډلو له لوري د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونيسي.

د هند استازي همداراز ټینګار وکړ چې هېواد يې د افغانستان امنيتي وضعيت په دقيقه توګه څاري.

د هند استازي زياته کړه چې هېواد يې د افغانستان له ولس سره د خپلو تاريخي اړيکو د پراختيا په لټه کې دی او په افغانستان کې سوله او ثبات د نوي ډېلي لپاره ډېر مهم دی.

هغه د هند او افغانستان څو سوه کلنو تمدني او فرهنګي اړيکو ته په اشارې وويل چې دا تاريخي تړاو د هند لپاره انګېزه برابروي څو له افغان ولس سره نژدې تعامل او همکاري ولري.

د هند استازي په افغانستان کې د سيمه‌ييز اجماع پر ارزښت ټینګار وکړ او وويل هېواد يې د ملګرو ملتونو په غونډو، د دوحې په خبرو او نورو سيمه‌ييزو غونډو کې د افغانستان د ثبات لپاره فعالانه ګډون کوي.

هغه زياته کړه چې د هند د بهرنيو چارو وزير د طالبانو له بهرنيو چارو وزير سره اړيکه نيولې ده. نوموړي د ۲۰۲۵ د اپريل پر ۲۲ د طالبانو له خوا د “پهالګام” د تروریستي بريد غندنه د ښه توګه ياده کړه.

د هند استازي پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه بايد يوه متوازنه تګلاره غوره شي او ويې ويل چې اوسني چلندونه د وضعيت د بدلون لامل نه ګرځي او بايد له هغو ډډه وشي.

هند د ۹۰يمې لسيزې پر خلاف، له طالبانو سره نژدې اړيکې لري. که څه هم د دې ډلې حکومت په رسميت نه پېژني، خو د بهرنيو چارو د وزير په کچه ورسره په تماس کې دی.

چين او روسيې د چهارشنبې د ورځې د امنيت شورا په غونډه کې امريکا د بنديزونو له ميکانيزمونو څخه پر ناوړه استفادې په تورنه کړه. هغوی وويل چې له طالبانو سره د اړيکو پراخول يوه نه‌انکارېدونکې لاره ده او امريکا ځکه له بنديزونو د فشار په توګه ګټه اخلي چې د طالبانو له زندانونو څخه د خپلو اتباعو د خوشې کېدو موضوع حل شوې نه ده.

په امنيت شورا کې د هند د استازي وينا وویل چې له طالبانو سره د نړۍ د اړيکو د پراختيا په اړه د چين، روسيې او ايران له دريځونو سره موافق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...