Homeخبرونهپه م.م. کې د ایران استازی وايي، نړۍ له طالبانو سره له...

په م.م. کې د ایران استازی وايي، نړۍ له طالبانو سره له تعامل پرته بله لار نه لري

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۸ مه) ايران، چې د طالبانو پر رژیم له انتقادونو هم خوند اخلي، په ملګروملتو کې یې استازي او سفير امير سعيد ايرواني، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنيت شورا په غونډه کې وويل چې د افغانستان د کړکېچ حل يوازې د يوه ټول‌شموله سياسي بهير له لارې ممکن دی، داسې بهير چې د دې هېواد قومي او سياسي تنوع په کې انځور شي. هغه همداراز وويل چې نړۍ له طالبانو سره له تعامل پرته بله چاره نه لري.

د ايران استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکې بايد د دې هېواد د خلکو له لوري وټاکل شي او «د بهرنيانو تپل شوې حللارې» نه دوامداره دي او نه د منلو.

ايرواني زياته کړه، طالبان په افغانستان کې نه‌انکارېدونکی واقعيت دی او نړيواله ټولنه اړه ده چې د بشري او اقتصادي کړکېچونو د هواري لپاره ورسره رغنده او عملي تعامل ولري.

د ايران استازي د بشري مرستو د سياسي کولو د مخنیوي په تړاو وويل چې بنديزونه بايد د سياسي فشار د وسيلې په توګه ونه کارول شي او نه هم د اقتصادي ثبات يا له طالبانو سره د تعامل پر وړاندې د خنډ په توګه.

هغه همداراز غوښتنه وکړه چې د طالبانو د غړو لپاره د سفر د معافيتونو د ناوړه سیاسي استفادې مخه ونیول شي.

متحدو ایالتونو د طالبانو د چارواکو د سفر د بنديز د پای ته رسیدو مخه نيولې ده. دې اقدام د روسيې، چين او ايران د استازو غبرګونونه وپارول. هغوی وويل چې امريکا ځکه د سفر د اجازې مخالفت کوي چې لا یې د خپلو بندي شوو اتباعو د خوشې کېدو مسله له طالبانو سره حل شوې نه ده.

دا موضوع د امريکا د استازي د اعتراض سبب شوه او هغه د شورا له غړو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د بنديزونو د کميټې داخلي بحثونه علني نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...