چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د پینځه زره کلن رنځور بوډا مسیحا | بارکوال میاخېل

د پینځه زره کلن رنځور بوډا مسیحا | بارکوال میاخېل

هغه د یوې تکې تورې اوږدې شپې په نیمایي کې د هیلو یو نوی څراغ په لاس په «سړه سیلۍ» کې له کوره را و ووت، خلکو د خپلو کورونو تر کنډواله دېوالونو او سوریو دروازو په دربېدلو زړونو ور کتل او له ځانه سره یې ویل: دا لا کوم لېونی دی، چې د کرکې په دې درنه شپه کې یې «مینه» پر ځان بدرګه کړې او په زړورو ګامونو روان دی غواړي د «بد جهل، بدنیت او نفاق» د ناپایه ساړه ژمي په زړه کې ولاړ وچ شوی بې روحه «د واورې سړی» را وباسي، د امن، خوشالۍ او اتفاق د آبِ حیات په تودو جنتي اوبو یې ولمبوي او د ژوند روح پکې پو کړي.

هغه په دې اوږده سړه شپه کې له ډار او مرګه بې پروا مخ په وړاندې روان وو، چې ناڅاپه یې یو پینځه زره کلن «بوډا او د لېوانو پلونه» ولیدل، پلونه له وینو ډک وو، زړه ته یې ور تېره شوه چې د وطن له زړه یې د مینې او پت د «رڼا» په لوټلو پسې همدغه پلونه راغلي دي خو په دې تروږمۍ کې خلک له ډاره نه را وزي چې دا پلونه وویني، یو تدبیر یې وسنجاوه چې څنګه ټولو خلکو ته د لېوانو دا پلونه ور ښکاره کړي، خو لاس په کار شوی لا نه وو چې یوه تېزه نالیدلې او “نامعلومه” «بړبوکۍ» راغله او پلونه یې خراب کړل.

له دې وروسته به هغه تل اندېښمن وو، چې د لېوانو دا پلونه څنګه د ده وطن ته راځي خو څوک یې نه ویني، یوه شپه چې هماغه د هیلو څراغ په لاس کې روان وو، پینځه زره کلن بوډا ته یې سوکه- چې بل څوک یې نه واوري- داسې وویل:
– «یوه خبره درته وکړم؟»؟

بوډا چې د پېړیو پېړیو تر اوږدو دوزخي تجربو را تېر شوی وو، پوه شو چې هغه څه خبره ورته کول غواړي، ځکه بوډا خپل “زښته نارینه” اولادونه په وار وار له دې منع کړي وو، چې “د وطن مور” ونه ځوروي، پړونی، کمیش او “پرتوګ” یې پر نورو خرڅ نه کړي خو هغوی کله منل، په ناهیلي او له غرېوه ډک ږغ یې ورته وویل:
تيرا مې وليده راغلم تر سواته
پښتون مې وليد دا لوی لوی ذاته
عقل همت مې د چا ونه ليد
په بیرته راغلم ناست يم ملا ماته

خو ده چې په دې ځوانه ځوانۍ په دې اوږده مرګونې تیاره کې د هیلو نوی څراغ په لاس په شپو شپو مزل راکړی وو، د پینځه زره کلن بوډا له اوښکو ډکو سترګو ته یې څراغ ونیو، اوښکې وځلېدې او ده په خپله همېشنۍ خندانه خوله ورته وویل:
– بابا غم یې مه کوه، د هاغې لرې سیارې یو مېلمه «جوجو» مې را غوښتی دی، چې خپل «رنګه غوږونه» دوی ته ونیسي او دوی په خپلو خړو غوږونو د هغه خبرې واوري، ګوندې ستا بچي د هغه په ژبه پوه شي او تر خپل جنت شاوخوا را ګرزېدلی د بدمرغۍ او ناپوهۍ «اغزن سیم» د مینې او ورورۍ په تېره بیاتي غوڅ کړي.

لا په همدې تروږمۍ کې روان وو، چې له یوې لرغونې کلا یې چیغې واورېدې، «زرو» یې مړه کړه، «زرو» یې مړه کړه، ور په یاد شول چې دا خو د هغه ستر «نیکه» کلا ده، چې په ژوند یې دې وطن ته د لېوانو پلونه نه شوای راتلای، خو د هغه له مرګه څو پېړۍ وروسته «بغدادي پیران» دې وطن ته را مات شول او هغه «پټان» یې هم د جادو تر اثر لاندې راغی چې ونه یې تر اسمانه رسېدلې وه، بیا نو څه وو، پیر غلی ورته ناست وو او پټان د هغه په لمسه دې وطن ته د جنګ یو داسې له سکروټو جوړ دوزخي «ټال» جوړ کړ، چې که هر څو خلک د امن قرآن پر سر تر لاندې تېر شول خو پکې لولپه شول.

اوږده دوزخي شپه لا نه وه تېره او ده لا پر خپل خولې شوي ورغوي د هیلو نوی څراغ را اخیستی وو، فکر یې وکړ چې تر سپېدو پورې دا مزل نور په یواځې نه شي لنډولای او باید د نفاق په ژوره کنده کې لوېدلیو وروڼو ته لاس ورکړي او په «اشر» په دې وطن کې جوړه د شر «د غڼې ځاله» ورانه کړي او د سرو لمبو په منځ کې یوه داسې «د معجزې تیږه» کښېږدي، چې اورکم یې په همېشني اوربند بدل شي، خو د دې کار لپاره ژور تدبیر پکار وو.

پر ټولو اشرګرو یې ږغ وکړ، «راځئ کیسه ولیکو»، هغوی یو بل ته حیران وکتل، چې د څه شي کیسه په لیکي، ده یې حیراني ختمه کړه او ورته ویې ویل، یو داسې داستان به په ګډه ولیکي چې د ژوند «په فلسفه کې تلپاتې پېښې» پکې را وسپړي او پېچلې غوټې یې د عقل په غاښ خلاسې کړي، ګوندې د «ابوریحان البیروني»، «کاتب هزاره»، «محمد موسی شفیق» او «محمد هاشم میوندوال» غوندې ژوندي کرکټرونه یې پینځه زره کلن بوډا ته یو نوی روح ورکړي او د پېړیو پېړیو زخمونه یې ټکور کړي، خو لا یې د دې داستان په لیکلو پیل نه وو کړی، چې «د وطن مور» ته یې په توره تیاره شپه کې یو بل مېړه په درنو ګامونو راتلونکی ولید او له «اخ وطنه!» سره یې وینې تر خوله کی کړې، زړه یې ودرېد او د وطن د مور په ستړې او خوږمنه غېږ کې په ابدي خوب ویده شو.

1 COMMENT

  1. واه بارکوال صاحب څه په خوند او رنګ دي داسي یو خیال پنځولی دئ، چي سړی د ادبیاتو په ساحه کی بیخي یو نوي قالب او څانګي ته دننه کوي. ډیر عالی پر قلم او فکر مو د روښانتیا سیوری همیش واوسه! ژوند ژوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب