Homeخبرونهملایعقوب خپلو ځواکونو ته د پوځي یونیفورم د کارولو امر کړی

ملایعقوب خپلو ځواکونو ته د پوځي یونیفورم د کارولو امر کړی

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۸ مه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې باید پوځي یونیفورم واغوندي.

د نوموړي په لاسلیک یو مکتوب، چې یوه کاپي یې تاند ته رسیدلې؛ طالب ځواکونو ته پکې له پوځي یونیفورم سره د شخصي البسې د نه استعمال هم ویل شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو نیږدې دوه کاله کیږي، خو لا یې ځواکونه د یونیفورم او له یو بل سره د تفکیک له اړخه منظم نه دي.

د طالبانو لخوا د شخصي لباسونو استعمال، ځينې خلک د نا امنیو له پېښو سره هم تړي او وایي د دوی شخصي لباس ته په ورته لباسونو کې، ځينې جنایي ډلې غلاوې او نور جرمونه هم ترسره کوي.

د طالبانو دفاع وزیر اوس ویلي، چې ځواکونه به یې څارل کیږي، څو معلومه شي، چې څوک دغه پریکړه عملي کوي او څوک سرغړونه ورڅخه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...