جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د امنیتي اندېښنو له امله د عاشورا سږني مراسم محدود کړي

طالبانو د امنیتي اندېښنو له امله د عاشورا سږني مراسم محدود کړي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۸ مه) په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم، د امنیتي اندېښنو له امله د اهل تشیعو لخوا د محرم د لسمې یا عاشورا ورځې د نمانځلو مراسم محدود کړي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي، چې د شیعه هېوادوالو د مذهبي مراسمو ازادي پر خپل ځای ده او امنیتي ادارو ته ورته امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

مجاهد زیاتوي، چې پر مراسمو د محدودیت دلیل، د بشپړ امنیت او احتیاطي تدابیرو لپاره دی.

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې، چې د عاشورا مراسم دې په کابل او ولایتونو کې د تېرو کلونو په څېر شاندار او پراخ وي.

مخکې داعش ډله، چې طالبان یې په افغانستان کې د فعالیتونو پراختیا ردوي، وخت په وخت پر افغان شیعه ګانو او اړوندو مراسمو یې له تلفاتو ډک بریدونه کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب