جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په ژوند کي له سخت حالت سره څه ډول مبارزه وکړو

په ژوند کي له سخت حالت سره څه ډول مبارزه وکړو

ژباړه: سيف الله هلمند

موږ ټول په ژوند کي له سختو ورځو څخه تیریږو، سخت حالت یا وخت د هر چا په ژوند کي راځي، خو له دې سره مبارزه کول په ژوند کي د بریالي کیدو د رازونو څخه یو د پام وړ راز دی، سخت حالت ستاسو څخه یو غښتلی او بریالی شخص جوړوي.

ارواپوهان وايي، په ژوند کي سختي او کړېدلي ورځي ستاسو څخه د فزيکي او ذهني  اړخه غښتلی شخصيت جوړوي. څېړني ښيي، هغه اشخاص چي په ژوند کي د سختو او کړېدلو ورځو شاهدان وي، دوی د نورو سره په اړیکه، د ژوند څخه خوښ او په ژوند کي د نویو وړتیاوو څخه برخمن وي.

چيري، چي مبارزه نه وي، هلته پایښت شتون نه وي.

 ډېری وختونه بریالي اشخاص په ژوند کي د سختو ورځو څخه په بریالي توګه وتلي وي، د هوښیارو او ځيرکو شخصیتونو ژوند که مطالعه کړی، دوی اکثره د ډېرو کړاونو او کږلېچونو څخه تیر سوي وي او دوی په ژوند کي زیات بریالي وي، دوی په ژوند کي خورا زړه راښکونکي کیسي لري، یوه اصطلاح ده، چي وايي: هغه څه چي وژني مو نه، غښتلي کوي مو.

اوس به پردي بخث وکړو، چي سخت وخت څنګه ستاسو څخه یو تکړه او بریالی شخصيت جوړوي:

۱: سختي ورځي تاسو په دي پوهوي، چي تاسو ته څه ارزښت لري

په ژوند کي سختي ورځي تاسو ته دا په ډاګه کوي، چي واقعآ تاسو ته کوم شی مهم او ارزښناک او کوم شی نه مهم او نه هم ارزښناک دی؟ ستاسو لومړیتوبونه کوم او څه شي دي؟ ستاسو کورني، ستاسو ملګري او که ستاسو مسلک؟.

۲: سختي ورځي تاسو په دي پوهوي، چي دا د پروسي یوه برخه ده

بدي او کړېدلي ورځي په ژوند کي فرصتونه دي،خو ولي؟ دا ځکه چي دا هغه ورځي دي، چي تاسو بد په ښه څه ډول بدلوی.

۳: د بریالي کیدو خوند خوږ وي

بریالی کیدل هغه وخت په زړه پوري او تاند وي، چي تاسو د سختو مبارزو او ماتو څخه تیر سوي ياست او تاسو يي ډيره ستاینه ځکه کوی، چي د ناکامی خوند مو کتلی دی.

چي څومره ډيره هڅه مو کړي وي، هغومره خوندوره او له جوشه ډکه پایله به ترلاسه کوی، په ژوند کي بریالی کیدل اسانه نه دي، خو کله چي بریالی سی، ډير زیات خوند لري او تاسو بي په ډيره ښه توګه نمانځی، ځکه هغه څه به مو ترلاسه کړي وي، چي تاسو غوښتل.

۴: تاسو ډیره خواخوږي کوی

خواخوږي ځان د نورو په پښو کي ایښودل دي، یاني په دي مانا، چي کله تاسو نور خلک وینی چي د سختو ورځو څخه تیریږي، تاسو د هغو د احساساتو څخه باخبره یاست، ځکه یو وخت تاسو هم په همدي حالت کي واست، تاسو په رښتیا هم ددوی په اړتیاوو پوهیږی، ځکه دا تاسو تجربه کړیدي او د هغوی په مقابل کي ستاسو خواخوږي د نوموړو اشخاصو د بریالي کيدو سبب ګرځي.

هیڅ وخت د هوسا ژوند لپاره دعا مه کوئ، دعا وکړئ، ددې لپاره چي د سختو ورځو سره د مبارزي زغم او حوصله پیداکړی، ځکه مشکلات او سختي ورځي د ژوند یوه برخه ده. هغه خلک چي په ژوند کي يي لوړ او ژور تجربه کړي وي، دوی په ډيره ښه توګه د ژوند په مانا او مفهوم پوهیږي او دا يي درک کړي، چي ښه ژوند په څه ډول مخته یوسي.

۵: تاسو ډېر مثبت فکر کوی

بدي او سختي ورځي ارزښناک درسونه درکوي، دا ورځي تاسو مجبوروي چي هرڅه بیاځلي و ارزوی او لاسته يي راوړی، کله چي هرڅه لاسته راوړی، بیا په دي پوهیږی چي تاسو څنګه فکر کوی؟ ګلاس نیم تش دی او که نیم ډک؟ یاني تاسو ته يي په ډاګه کوي، چي منفي او مثبت فکرونه کول څه شي ته وايي.

که تاسو غواړی بریالي سی، نو د ځان په اړه د یو بریالي او نه ماتیدونکي شخصیت فکر وکړئ.

زه پر تاسو باور لرم، چي کولای يي سی!

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب