جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل او اسلام اباد چارواکي نن پر وروستیو ناندریو بحثونه کوي

د کابل او اسلام اباد چارواکي نن پر وروستیو ناندریو بحثونه کوي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان ۲۸ مه)  ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی اصف علي درانی نن کابل ته سفر وکړي.

پر دغې دندې، د هغه له ټاکل کیدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې کابل ته سفر لري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې په کابل کې د طالبانو حاکم رژیم په پرله پسې ډول د پاکستان تورونو سره مخ دی.

پاکستان ادعا کوي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان ډله یا (TTP) خوندي پټنځایونه او عصري وسلو ته لاسرسی لري.

پاکستاني چارواکي دا هم وایي، چې یاد شوی تحریک،له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

 طالبانو بیا دا تورونه، په پرله پسې ډول رد کړي او بې اساسه ګڼلي دي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د پاکستاني استازي د سفر پر مهال به یاد شوي تورونه بحث او خبرې ورباندې وشي.

1 COMMENT

  1. هو د طالب د اورتې میړه راځي دوۍ کله د اورتې میړه خپه کوي. تف لعنت ستاسي په ضمیر رذیله غلامه طالبه اشراره ! څنګه مو هیواد د غلام د غلام سوبه وګرزول .😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب