جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله ۲۰۱۴ راهیسې پينځه سوه افغانان اروپا ته د تګ پر مهال...

له ۲۰۱۴ راهیسې پينځه سوه افغانان اروپا ته د تګ پر مهال مړه شوي

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه)  د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۵۰۰ افغان کډوال اروپايي هېوادونو ته د تګ پر مهال مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانانو ناقانونه مهاجرت تر پخوا لا زیات شوی.

راپور زیاتوي چې لا هم ډېری افغانان د اقتصادي ستونزو یا امنیتي ګواښونو له امله دغه خطرناک سفرونه کوي.

ویل کیږي چې د دې خطرناک سفر لګښت له 5,000 ډالرو څخه پیل کیږي او د 15,000 ډالرو یا ډیرو ډالرو ته رسیږي.

د راپورونو په اساس، یوه د پام وړ برخه افغان ځوانان انساني قاچاقبرانو ته په دې هیله چې اروپا ته به یې ورسوي، زرګونه ډالره ورکوي.

اروپايي ټولنې ویلي، د دې اتحادیې غړو هېوادونو ته د پناه غوښتنې قضیې تر ۴۰ سلنې زیاتې شوي، چې یوه لویه برخه خلک پکې افغانان دي.

طالبان، بیا د افغانستان وضعیت او اقتصاد ښه شوی بولي او لویدیځ تورنوي، چې په ناسمو تبلیغاتو ځوانان هېواد پریښودو ته هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب