دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د پاکستان په نا امنیو کې د افغانانو لاس لرل رد...

امریکا د پاکستان په نا امنیو کې د افغانانو لاس لرل رد کړل

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه)    د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي: “تر اوسه پورې په پاکستان او یا هم د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې په ترهګریزو کړنو او عملیاتو کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه شواهد نه دي ترلاسه شوي.”

نوموړي دا هم ویلي: “موږ داسې نښې نه دي لیدلي چې افغان کډوال دې په پاکستان کې دننه او یا دې په سرحدي سیمو کې ترهګریز عمل ترسره کړي.”

هغه د پاکستان له خوا افغان مهاجرینو او مهاجرینو ته د پټنځایونو د برابرولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: دغه افغانان د یوه خوندي او امن ځای په لټه کې دي.

امریکایي ویاند زیاته کړه: موږ به په دغه هیواد کې د تروریستي ګواښونو په اړه له پاکستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

په کابل کې د طالبانو رژیم هم په پرله پسې ډول، د پاکستان د نا امنیو تر شا له افغان خاورې لاس لرل رد کړي، خو پاکستان چارواکي له دې سره بیا هم په دې اړه خپلو ادعاوو ته دوام ورکړی.

تمه کیږي، چې سبا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي درانی کابل ته لاړ شي او د وروستیو لفظي ناندریو په اړه د کابل د رژیم طالب چارواکو سره وغږیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب