سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهکابل ته له سفر مخکې؛ درانی: د ټي ټي پي مشران غواړم

کابل ته له سفر مخکې؛ درانی: د ټي ټي پي مشران غواړم

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۷ مه)   د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي خان درانی سبا (چهارشنبه د جولای ۲۸مه) په یوه درې ورځني سفر کابل ته ولاړ شي.

دراني د دغه سفر په څنډه کې “ډان نیوز” ته وویل: اسلام اباد د کابل له رژیم څخه غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران دې پاکستان ته وسپاري، څو د خپلو جرمونو په خاطر عدالت ته راکاږل شي.

دراني له ټي ټي پي سره خبرې اترې هم رد کړې او ویلي، دا چاره مثبته پایله نه شي لرلی او پاکستان به نور په دې اړه غور ونه کړي.

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دغه هېواد د پوځ د اډو له قوماندانانو سره په کتنه کې ادعا کړې وه، چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې پټنځایونو او تازه وسلو ته لاسرسی لري.

طالبانو د پاکستاني استازي د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب