پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+نن د انګلیسي لیکوال ویلیم ګولډینګ د زوکړې ورځ ده

نن د انګلیسي لیکوال ویلیم ګولډینګ د زوکړې ورځ ده

تاند- له نن څخه ۱۱۲ کاله پخوا د ۱۹۱۲ د سپټمبر په ۱۹ مه بریتانیايي ناول لیکوال ویلیم ګولډینګ (William Golding) د انګلنډ یا انګلیستان په سینټ کولمب ماینر کې وزېږېد.

ګولډینګ، چې بشپړ نوم یې ویلیم جرالډ ګولډینګ و، په ۱۹۸۳ م کال د نوبل ادبي جایزه ګټلې ده.

دی لېوال نه و چې د خپل ژوند په اړه خلکو ته ډېر څه ووايي، تل به یې هڅه کوله چې ګوښه واوسي او حتي له رسنیو سره یې مرکې هم نه کولې.

ګولډینګ د بریتانیا او امریکا په ځینو کنفرانسونو کې ویناوې کړي او په هغو کې یې یوازې پر ادبیاتو او خپلو اثارو خبرې کړي دي. د ګولډینګ دا خوۍ د ده په اثارو کې هم لیدل کېږي. د ده د ناولونو کرکترونه ورځنیو چارو او برسېرونو پېښو ته، چې د عامو خلکو په ژوند کې شته، پام نه کوي.

د ګولډینګ هیڅ ناول عادي ژوند او داسې پېښې نه انځوروي چې عامو خلکو ډېرې خوښېږي.

د دې لپاره چې د ګولډینګ د ژوند په اړه ډېر معلومات نه شي ترلاسه کېدای، باید د ده شخصیت د هغه په اثارو کې ولټول شي.

ګولډینګ له مالبرو ګرامر ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د اکسفورډ براسینوس کالج لوستی او په ۱۹۳۵ کې ورڅخه فارغ شوی دی.

د تیاتر په کوچنیو شرکتونو کې له کار کولو وروسته د سالیسبري په بیشوپ ورډسورت ښوونځي کې سرښوونکی شو. خو په ۱۹۴۰ کې په سلطنتي سمندري ځواک کې شامل شو.

د ده لومړنی ناول د مچانو سرخېل (Lord of the Flies ) و چې په ۱۹۵۴ م کال چاپ شو او په ۱۹۶۳ کې ورڅخه فلم جوړ شو.  دا د یوه مرجاني ټاپو د یو شمېر زده کوونکو کیسه ده چې وحشي توب ته مخه کوي. دا ناول د انسان د طبیعت تیاره اړخ بیانوي او له ګډوډۍ یا بغاوت سره د مقابلې لپاره د یوې وسیلې په توګه د عقل او منطق پر اهمیت ټینګار کوي.

په دې ناول کې ماشومان (زده کوونکي) له بریتانیا څخه د اتومي جګړې په خاطر ایستل کېږي. د دوی الوتکه، چې ځوانان او ماشومان پکې سپاره دي، په یوه لوګ ټاپو کې لوېږي او ټول ځوانان یا بالغان یې مري. خو ماشومان چې ژوندي پاتې کېږي ځان ته په خپل ذوق برابره ټولنه جوړوي. د دوی له لوري رامنځته شوی نظم په تدریج په وحشي توب بدلېږي. بالاخره ټولو اخلاقي محدودیتونو ته شا اړوي او مخکې تر دې چې وژغورل شي او مدنیت ته راوګرځول شي، وژنې کوي.

کولډینګ د لېسې له دورې مطالعه زیاته کړه. دی پر ایلیاد او اودیسې مین و، نورې حماسي کیسې یې هم لوستې. ده به د ورځې لږ ترلږه ۶ ساعته کتاب لوست او باوري و چې مطالعه ارام ورکولی شي. ده به ویل:«کله چې کتاب لولم احساس کوم چې د دې دنیا چې پکې اوسم، لا ډېر تصویرونه مې په ذهن کې انځوریږي او دا مې خوشالوي.»

ګولډینګ د ۱۹۹۳ د جون په ۱۹ مه په انګلنډ کې مړ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب