ژباړه: حیات
موږ د داسې ناهیلي او بربادو په څېر وو، چې یو له بله يې وخته خدایپاماني کړې وي؛ خو دا چې اورګاډي لا حرکت نه وي کړی، بېلېدای نه شي سره. د اورګاډي تمځای د نورو سټېشنونو په څېر خیرن و سوړ او تر سره له لوګیو او د خلکو او اورګاډو له شورماشوره ډک و.
شارلوته[1] په اوږده دهلېز کې کړکۍ ته ولاړه وه. دایماً خوځېده او په څنګل او بکسونو پورې وهل کېده. ډېر بد حالت و؛ خو په دې وروستیو ارزښتمنو شېبو کې، وروستۍ شېبې چې یو له بل سره وو، موږ تر بېوسې خدایپامانۍ ډېر څه ته ضرورت لاره.. .
په درېيم ځل مې وویل: «په ما دې احسان وکړ، مهرباني دې وکړه، چې په لاره دلته زما لپاره ښکته شوې.»
ــ مه يې یادوه، موږ له ډېر وخته یو بل سره پېژنو. پنځلس کاله.
ــ سهي وايې، اوس دېرش کلن یو… خو اوس هم مجبوره نه وې.
ــ هو دېرش کلن. د روسيې د انقلاب همزولي.
ــ د ورانیو او لوږې همزولي…
ــ خو ډېر کم ترې کشران…
ــ رښتیا هم: خو لا مو هم دوران نه دی تېر شوی.
هغې وخندل.
بیا يې په اندېښنې وپوښتل: «څه دې وویل؟» په یوه درانه بکس له شا پورې وهل شوه.
ــ څه نه، پښې ته مې غږېدم.
ــ باید غم يې وخورې.
ــ یو څه باید وکړم. ډېره غږېږي.
ــ په پښو به ډېر درېږې، مشکل به يې درته جوړ کړی وي؟
ــ «هو…» یوه خبره چې په رښتیا مې غوښتل ورته ووایم، دا وه چې مینه ورسره کوم؛ خو کلمې مې نه شوای پيدا کولی؛ له پنځلسو کالو راهیسې په کلمو پسې ګرځېدم.
ــ څه؟
ــ هېڅ. سویډن، نو سویډن ته ځې؟
ــ هو، په رښتیا شرمېږم چې دا زموږ د ژوند یوه برخه شوې؛ ویجاړ حالت، لوږه او بربادي. داسې شرمنده یم، لکه له جنګه تښتېدلی سرتېری.
ــ اپلتې مه وایه، ته د هغه ځای يې؟ باید خوشاله اوسې چې سویډن ته ځې.
ــ کله کله خوشالېږم، پوهېږې کنه، خوراک څښاک به ډېر ښه وي. بربادي به نه وي، بېخي نه. توري يې خواږه اوازونه لري.. .
هغه څوک چې تل د اورګاډي حرکت اعلانوي، غږ يې موږ ته یو فلټفارم نژدې شوی و. سا مې په سینه کې بنده کړه، خو زموږ له فلټفارم څخه یې د ټرېن حرکت اعلان نه کړ. په لاسپيکر کې د نړیوال اورګاډي رارسېدل اعلانېدل، له روتردام[2] څخه بازل[3] ته رسېده. ما د شارلوتې کوچني او نازک مخ ته وکتل، د صابون او کافي بوي رایاد شو. ځان مې بېخي برباد غوندې ولید.
څه شېبه ناهیلی جرأت راکې پيدا شو، غوښتل مې دا کوچنی شخص له کړکۍ ایسته وغورځوم او هغه له ځان سره وساتم، ځکه چې هغه زما وه، مینه مې ورسره کوله.. .
ــ څه خبره ده؟
ورته ومې ویل: «هېڅ، خوشاله اوسه، سویډن ته ځې.»
ــ یمه. دغه ځوان ژوند ته ډېر هیلهمن ښکاري. دغسې نه ده؟ په روسیه کې درې کاله بند، له زندانه داسې تېښته چې د سړي غوني ځيږوي، او اوس په سویډن کې د روبېنس[4] هنر تدریس.
ــ هو، ډېر عالي کار دی.
ــ ته هم باید ځان مصروف کړې. لږ تر لږه د پوهنتون ډیګري واخله.. .
ــ خوله دې بنده کړه.
هې په وېرې وپوښتل: «څه؟» رنګ يې الوتی و.
ــ تر ژبې لاندې مې وویل: «وبښه. مطلب مې خپله پښه وه. کله کله له خپلې پښې سره غږېږم.. .»
هغه د روبېنس نقاشیو ته ورته ونه برېښېده، د پيکاسو[5] د نقاشیو په څېر وه. همېشه مې له ځانه پوښتل هغه ولې په دې ټولې دنیا کې له دې سره واده کړی، دومره ښایسته خو نه ده؛ خو زه پرې مین یم.
زموږ په فلټفارم کې شورماشور کم شوی، هر یو اورګاډي ته ختلی و. یو څو کسان اورګاډي ته ولاړ او خپلو ملګرو ته یې کتل. هره شېبه په لاسپيکر کې د دې خبرې امکان و، چې اورګاډی روانېږي. هره شېبه وروستۍ شېبه کېدی شوای.. .
ځان ته مې وویل: «ته باید یو څه وکړې. هر څه داسې نه شې پرېښووای.» بیا مې له ځان سره وویل: «نه، هېچشی نه شې کوای.»
هغه د روبېنس د هنرونو متضاد جوړه شوې وه – نرۍ، اوږده لېنګي، د روسيې د انقلاب او په اروپا کې د لوږې او ورانیو او د جنګ همزولې.
ــ باور مې نه کېږي… سویډن… لکه خوب دی راته.
ــ هر څه خوب دي.
ــ ته هم داسې فکر کوې؟
ــ هو، پنځلس کاله، درېرش کاله… دېرش نور کلونه… د پوهنتون د سند اخیستلو لپاره ولې ځان په زحمت کړم. په زحمت نه ارزي. غلې شه، سپۍ!
ــ بیا دې له پښې سره غږېږې؟
ــ هو.
ــ څه وايي؟
ــ وايي وا مې وره.
ــ ښه شېبه غلي وو، یو بل ته مو کتل او موسېدو. موږ بې له دې چې خوله چوله کړو، یو بل سره غږېدو.
هغه ما ته وموسېده، ويې ویل: «اوس پوهېږې؟ هر څه ښه دي؟»
ــ هو… هو.
ــ رښتیا؟
ــ هو، هو.
په ناز يې وویل: «ګوره، مهمه نه ده، چې یو له بل سره دې یو. دا خبره ډېره نه ده مهمه. دغسې ده کنه؟»
چا چې د اورګاډي د حرکت اعلان کاوه، لاسپيکر یې ټيک زما په سر و، رسمي او واضح، لکه په یوې لويې خړې تسمې چې له پاسه وهل کېږم.
ــ خدایپامان!
ــ خدایپامان!
اورګاډي ډېر ورو حرکت وکړ، تر لوی چت لاندې په تیاره کې پناه شو.
[1] Charlotte
[2] Rotterdam
[3] Basel
[4] Rubens
[5] Picasso