پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د "باسط" شاعرانه پړڪاوي | زهير سپېڅلی

د “باسط” شاعرانه پړڪاوي | زهير سپېڅلی

د خړي پښتونخوا پر خړه خاوره يو تنڪی او ځوان شاعر راټوڪېدلی دی، چي “باسط ثاقب” نومېږي.

“ثاقب” د پړڪېدونڪي، ځلاند، روڼ او روښانه  معنا لري او  “باسط” خپله پړڪا په خپل شعر ڪي ثابتوي، چي څوڪ ئې شعر لولي، د ده پړڪا حسوي.
 “باسط” په پوره اخلاص په  غزل ڪي  د فردي احساس تر څنګ ټولنيز، ملي او وطني رنګ هم  ڪاروي او په غزل ڪي ئې دغو ټولو ته  ځای ورڪړی دی.
دی د  وطن مينه، قدر او احساسات په خپلو غزلونو ڪي اظهاروي. له پښتون قام سره ئې مينه په بيتونو ڪي ښڪاري. اخلاصمنه شاعري  همدغسي وي، چي شاعر ئې له اخلاصه وکړي. له شعر سره زور او زارۍ نه کېږي. په زور شعر لیکل په زور تر زړونو رسېږي.  د ده شاعري نرمه او روانه شاعری ده، چي د ده نوم به هم روان ساتي.
“باسط” داسي شاعر دی، چي هم د ميني خبري ڪوي او هم د وطن سندري وايي. د چا په نشتون ڪي ورځ، ورځ نه شماري او شپې ته شپه نه وايي.
 يو غزل ئې له ماښامي خاموشۍ ډڪ او بل ئې له سهارني شوره ډڪ وي.
باسطه زه يوه ماښام يوه سهار لولمه
د خاموشۍ غزل په څو ده او د شور په څو ده؟
د قدرت شان ته حيران دی، چي  يو پۍ مخي ته ئې څنګه تور ڪاڼی زړه ورڪړی دی. “ثاقب” له خپل زړه سره هم د سر په بدله د يو چا سودا ڪوي. دومره سخت انتظار ئې ڪړی دی، چي وخت درېدلی دی او د ساعت ستنه ئې په لاسونو تاووله، چي وخت تېر شي.
شونډي کافراني او سترګي مسلماني ګڼي.
 خير دی که دي شونډي سرې ڪافري دي
سترګي خو دي دواړي مسلماني دي
په نيمه نړۍ کی د يوې نړۍ له مهربانی هم ږغېږي.
ښه يې په خوله موړ کړم بيا يې وويل
ښځي تر سړيو مهرباني دي
“باسط” داسي څوڪ دی، چي هم خپله  د دنګوــ دنګو غرونو غيرت خوښوي او هم د دغسي دنګو خلڪو صفت ڪوي. دلته له دنگو نه مراد معنوي دنګوالی دی، چي د انسان دننني خويونه ښيي، لڪه اخلاص، صداقت، مېړانه، ښه احساس، ښه فڪر، نورو ته خير رسونه او نور ډېر مثبت څه، چي انسان معنوي دنګ او اوچت جوړوي. د دې برعڪس خويونه نو بې ننګي ده. دی دغسي دنګ ستايي او دا هم وايي، ڪه مي د بې ننګو ستاينه وڪړه، نو زه به هم بې ننګه شوی يم. د بې ننګو صفت خپله بې ننګي ورته معلومېږي.
پڪار دا ده، چي موږ مثبت څه وستايو او منفي څه وغندو، چي نور لاس ترې واخلي او تڪرار ئې نه ڪړي. دا خپله ښو ته تشويق دی، خلڪ بايد وهڅول شي، چي په ځانونو ڪي معنوي دنګوالی راولي.
اوس به غيرت په شان د غرونو دنګو ــ دنګو وڪړم
زه ڪه بې ننګه شوم صفت به د بې ننګو وڪړم
دا يو انځوريز بيت دی، چي هغه صحنه او هر څه مو سترګو ته دروي او په موږ هم هغه ټول څه ويني. ڪوټه ده او په ڪوټه ڪي د لونګو لېونی بوی دی. مېز د ڪوټې په منځ ڪي دی، شاوخوا ئې خالي ده  او پر مېز  زوړ ڪتاب پروت دی، چي يوه خوندوره ننداره ده.
ستا په ڪوټه ڪي د تازه تازه لونګو بوی دی
 مېنځ ڪي ئې مېز دی او پر سر ئې زوړ ڪتاب پروت دی
د دغه غزل په بل بيت ڪي يو جهان ارمان  او پښېماني پرته ده، چي يوې نجلۍ د قبر پر سر ګلاب ايښی دی. شاعر  قبر ته وايي، چي دا ګلاب بايد په ژوند تاته ډالۍ شوی وای، نه اوس، چي نه ئې وينې او نه ئې خوشبويي حسولای شې. دلته زموږ د ټولو ڪيسه ده، چي په ژوند د چا قدر نه ڪوو او پر قبر ئې بيا ژاړو.
څه لېونۍ وه، خو په ژوند به يې په لاس درڪاوه
د قبر مړيه! ستا پر قبر يو ګلاب پروت دی
د همدغه غزل په مقطع بيت ڪي ئې د خودڪشۍ  او له ژونده د ځان خلاصولو  خبره ڪړې ده، بايد نه وای شوې. ژوند ڪه عذاب هم شي، ټول عمر نه دی او شاعر بايد خلڪ ژوند  ته راوبولي، نه له ژونده تېښتي ته.
ژوند ڪه غم شي، ڪه سختي، ڪه احتياج او ڪه هر څومره دروند بار شي، وړو به ئې. ژوند بيا هم په ڪولو ارزي او بايد وئې ڪړو. دا مناسبه نه ده، چي ژوند هوسا و، ژوند دی او ڪه ستړيا راغله ترې بېزاره شو.
 شاعر بايد د حوصلې، صبر، زغم او ژوند ڪولو پېغام ولېږدوي، نه برعڪس. “باسط” بايد د ژوند ڪولو هيلي وپړڪوي او نااميده خلڪو ته اميد ورڪړي.
نو خودڪشي وڪړه باسطه له دې غم به خلاص شې
چي پر اوږو دي د ژوندون غوندي عذاب پروت دی
د يوه بل غزل په مطلع بيت ڪي بيا زندګي د يوې پښې نڅا بولي او وايي، ڪه څه هم نه ڪېده بيا مي هم په يوه پښه نڅا ڪړې ده او زندګي مي روانه ساتم. پڪار همداسي ده، چي زندګي به زندګي بولې. د يوې پښې نڅا سخته ده، خو” باسط” ڪړې ده او په يوه پښه نڅا هنر دی، چي هنرمن ئې ڪوي.
زندګي څه وه؟ په يوه پښه مي نڅا ڪړې ده
ڪه به ڪېدله، ڪه به نه ڪېدله ما ڪړې ده
“باسط” قام ته قلم او ڪتاب ورڪوي، ټوپڪ ترې اخلي او ڪرڪه ترې ڪوي. د بديو او دښمنيو خلاف او د رښتيني ورورلۍ پېغام رسوي. دا ئې هيله ده او دعوت ڪوي، چي پښتون بايد له جنګه لاس واخلي، امن خپل ڪړي او د پرديو له دې پېغوره ځان خلاص ڪړي، چي پښتون د نړۍ په نظر ڪي داسي تعريف شوی، چي بغير له جنګه بل څه نه پېژني.  دی همدا وايي، چي دا بدمرغي له خپلو ذهنونو او ڪورونو ليري ڪړئ.
موږ خپله سره وژنو ځڪه هر قام دغه وايي
پښتون ته نور څه مه وايه د جنګ پېغور ئې بس دی.
د همدغي خاوري دا تنڪي شاعر دا هر څه ليدلي/اورېدلي دي، چي پر پښتنه خاوره ابادي څومره پاته او بربادي څومره شوې ده؟ د نړېدلو دېوالونو، ماتو دروازو او ويجاړو ڪورونو حساب چي راواخلې اندازه ڪېږي، چي دلته څه روان دي او ولي ڪېږي؟ شاعر دلته لس  ڪورونه ياد ڪړي دي، چي روغ پاته دي او چي د ړنګو هغه ته حساب ڪوي، معلومه ده، چي ډېر دي او څومره برباده څپه پر دې سيمه تېره شوې ده، چي د ابادۍ حساب ژر خلاص شي او د بربادۍ حساب ته به سم ګرځې، چي اندازه ئې څومره ده؟
  لس  لنډ او معلوم عدد دی او نور نو نامعلوم او زيات عدد دی، چي څومره پښتنې ميني  وراني شوي دي، څومره دېوالونه ړنګ شوي، څومره لوخړي به هوا ته پورته شوي او څومره پښتانه سرونه به تر  دې خاورو لاندي شوي وي؟ يا په بله معنا له ډېرو ودانو ڪورونو فقط دا لس ڪورونه روغ پاته دي، نور ټول له خاورو سره خاوري شوي دي. ډېر زوروونڪی منظر  او د دې وطن انځور دی، چي شاعر دا هر څه داسي لنډ او بېوسه ويلي دي:
باسطه دلته روغ ڪورونه دغه لس ڪوره دي
اوس به حساب د نړېدلو او د ړنګو وڪړم
د وطن، خاوري او ملت پلورونڪو ته ئې سپين ويلي دي:
چي وطن مور ده او پلورونڪي يې په ډاګه فروشي
نو سوداګر دي ورته ووايي  چي مور په څو ده؟
په لاندي بيت ڪي، چي ڪومه خبره نه ڪوي ڪړې ئې ده او له څه چي انڪار ڪوي، نه ئې غواړي، په انڪار ڪي اقرار  او په نه غوښتلو ڪي غوښتنه ده.
يوه خبره درته وکړم؟ نه، نه، نه يې ڪوم
مچڪه مه راڪوه، نه يې غواړم، څه ئې ڪوم
په دې بل بيت ڪي يو ژور درد دی، چي د ميني ڪيسه ئې په ګونګي ڪړې ده او د خپل درد تماشې ته ئې ړوند درولی دی!! نو ګونګي به ئې د ميني ڪيسه څنګه ڪړې وي او ړانده به ئې درد څنګه ليدلی وي؟!!! داسي هم ڪېدای شي، چي دومره ژور درد دی، چي ګونګی ئې ږغولی او ړوند ئې بينا ڪړی دی!
داسي هم ويلای شو، چي ځان ئې ګونګی او ړوند بللی دی، چي نه د خپلي ميني کيسه چا ته کولای شي او نه خپل درد چا ته ښودلای شي.
زما د ميني ڪيسه وشوه په ګونګي مي وڪړه
زما د درد تماشه دا ده په ړانده يې ڪوم
د نازولي لالي تګ او مخه ښه ڪافره او سخته تجربه ده. په دې درنه شېبه ڪي له انسانه ځان او جهان هېر  وي او د مخه ښې ټڪي خو پر ژبه  راځي نه. “باسط” دا شېبه ځنڪدن بللی دی او د تگ پر وخت چي ئې مخه ښه نه ده ويلې؛ لڪه په ځنڪدن ڪي چي ڪلمه هېره شي.
لالي ته مي په تلو ڪي مخه ښه نه ده ويلې
پر وخت د ځنڪدن مي ڪلمه نه ده ويلې
په اخر ڪي ئې دا بيت رااخلم، چي متضادي ڪلمې  “سر او پای” ئې په يوه مسره  ڪي په جلا هنر داسي ذڪر ڪړي دي، چي د ده  اخيستی خوند نور هم حسوي او په انسان بيرته ژر توبه باسي. دا توبه  د يادېدو  يا تصور ڪولو سره له خولې وزي. بله خبره دا ده، چي د يوه طرف پای تريخ دی  او د بل طرف سر، يو تريخ او بل خوږ، چي ضد ټڪي دي، خو ده ئې ضد دلته ايستلی دی او په هنر ئې يو ځای ڪړي دي.
زه يې له خونده يم خبر توبه، أَسْتَغْفِرُ اللّٰه
د ميو پای، د شونډو سر توبه، أَسْتَغْفِرُ اللّٰه
باسط دي تل همداسي پړڪېږي.

5 COMMENTS

  1. زه ئې کله ،کله پر فيسبوک لولم ډيره ښکلي او رنګينه شاعري کوي.دغه ډول باصلاحيته شاه زلميان بايد وستايل شي د تاند ويبپاڼې د کارکوونکو دې کور ودان وي چې دلراوبر ليکوالو ته ئې ددې زمينه مساعده کړي چې دتاند واستعدادونويادونه وکړي او وئې ځلوي

  2. ښکلې لیکنه او د باسط ثاقب په هکله په زړه پورې معلومات. خو،
    دا خوندوره لیکنه دغه بدرنګه « ڪ » بېخونده او بدرنګه کړېده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...