پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبد څېړونکي او پنځونکي م اکبر کرګر لنډه پېژندنه

د څېړونکي او پنځونکي م اکبر کرګر لنډه پېژندنه

لیکنه: سید اصغر هاشمي

محمد اکبر د محمد امان زوی، په ۱۳۳۲ لیږدیزلمریزکال دکونړ ولایت د نور ګل ولسوالۍ په مزار دره کې سترګې سپړلي دي او همدلته يې د کوچنوالي خاپوړې کړي دي او هم يې د ماشومتوب واړه کاږه پلونه پورته کړي دي.

ښاغلي محمداکبرکرګرخپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي یعنې د مزاردرې په لومړني ښوونځي کې پیل کړې، نوموړی چې لږ لوی شو، نو د خپل کلي څخه لرې د کابل د ابن سیناعالي لېسه کې پیل کړې او د همدې لېسې په شپه عالي (لیلیه) کې مېشت شوچې په پای کې په ۱۳۵۲ لمریز کال ترې بریالی ووت او۱۳۵۳لمریز کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې په لوړو زده کړو بوخت شو او په ۱۳۵۶ لمریزکال د نوموړي پوهنځي د فلسفې او ټولنیزوعلوموله څانګې فارغ شواوخپل دیپلوم يې ترلاسه کړ.

ښاغلی کرګرصاحب دپوهنتون دیپلوم د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د علومواکاډومي د پښتوڅیړنو نړۍ مرکز کې په دنده وګومارل شو، په ۱۳۵۸ لمریزکال په لومړیو وختونو کې سیاسي بندي شو، له زندان څخه وروسته سمدستي د ثور انقلاب د حقیقت په ورځپاڼه کې په کار پیل وکړ. په ۱۳۶۰ لمریز کال کې د عسکري چوپر تر بشپړولو وروسته د راډیو افغانستان په اداره کې د مرستیال او بیا د څیړنو د لوی ریس په توګه په دنده وټاکل شو. په ۱۳۶۴ لمریزکال د مرغومي په میاشت کې د افغانستان د چاپ او څیړنو د دولتي کمیټې د مشر په توګه له رتبې پرته په خارج بست کې وټاکل شو. په ۱۳۶۵ لمریزکال د کابل پوهنتون د فلسفې او ټولنیزو علومو په پوهنځي کې د اسیستانت په توګه وټاکل شو چې د یوه علمي اثر د لیکلو په پایله کې يې د پوهنیارۍ علمي رتبه ترلاسه کړه. په ۱۳۶۷ لمریز کال د افغانستان د خلق د موکراتیک ګوندکې د ګوندې نشراتو چارې يې هم پرمخ وړلې. په ۱۳۶۹لمریزکال د افغانستان د لیکلوالودټولنې د منتخب مرستیال په توګه وټاکل شو، تر ۱۳۷۱ لمریزکال پورې د یادې ټولنې مرستیال او له هغه وروسته په پیښورکې د نوي کور نوي ژوند په ډرامه يې پروژه کې دلیکوال یا سکرپت لیکونکي او بیا د معلوماتود راټولو د څانګې مسوؤل وټاکل شو.دا وه د ښاغلي کرګرصاحب لنډه پیژندنه چې تاسې ته مو در وپيژنده اوس هغه په ادبي شخصیت، د هغه په ټولنی شخصیت، د هغه په سیاسي ژوند او شخصیت باندې او همدارنګه ورپسې د هغه پنځونې، څیړنې او ژباړو باندې په خپل وار سره بحث کوو او دهغې په لنډه توګه جاج واخلو.

ادبي شخصيت

هر انسان چې پیداکېږي اودنیاته راځي، نو خپل ځان سره خپل خپل خوبونه هم راوړي ځنې خلک د ښوخویونواوکارونوله امله تل لپاره پاتې خلکو زړونوکې ژوندي پاتې شي او بیا پرې ویاړي او د ویاړ شمله پرې هسکه وې، ولې ځینې خلک د خپلوبدو او خرابو او ناوړه خویونو، کړنو او کارونوله امله د ځمکې په پراخه سینه هم بوج وي او خلک ورته په بد نظرګوري اوپه نومونو يې د شرم احساس کوي. زموږ د پښتو په سیاسي تاریخ اوادبي تاریخ کې داسي سپیڅلي او ویاړلي اتلان، پوهان او سیاستوال، قلموال، ادیبان، شاعران، ننګیالي، میړني، توریالي، جنګیالي، سرښندونکی او نور… په نظر راځي چې پښتني شملې پرې له ناز او نیاز نه کږې ولاړې اوپه هسک کې  رپیږي او پښتني ټبر پرې تل ویاړي. ځکه هغوی ټول عمرد خپل پښتون قام او ولس چوپړکړی دی او د پښتود ټولنیز ژوند،اقتصادي حالاتو، پوهنیز بهیر او فرهنګي چارو د پرمختګ لپاره په ځان شپه او ورځ یوه کړي ده او د دې چوپړ لپاره خپلې ځواکمنې مټي رابډ وهلي دي اوپه رښتني توګه يې چوپړ ترسره ګړې ده.

د پښتوژبې په روان ادبي بهیرکې ډیر قلموال، لیکوال، څیړونکي، ښوونکي، ژباړونکي او شاعران شپه او ورځ د خپلې ژبې د لابډاینې لپاره هلې ځلې کوي، ددې ادبې بهیر یو غړی چې د پوهي او وړتیا، ادیب، لیکوال، څیړونکی، کره وال او ژباړن ښاغلی محمداکبرکرګر صیب دی چې له خپلې ژبې، کلتوراو قام سره يې بې بریده  اورینۍ مینه يې په رګونو او وینه کې غورځنګونه وهي، په خپله شپه او ورځ هلوځلويې د پښتو ژبې اوسنی ادبي بهیرتازه اومعطره کړی دی،نوموړي په ډیرکم عمر کې د مطالعې سره مینه وه، او هم د کلکې ارادې او عزم څښتن وو، کرګر صیب ډیر کوچنی و چې د پښتون قام او د پښتو ژبې د چوپړ لپاره يې پر مطالعې او لوستنې پیل وکړ په خپله داسې وايې: ((په ابن سینا لیسې کې د تاریخ او جغرافې د مضمون پرځای د اجتماعیاتو مضمون تدریس کیدلو، د دې مضمون استاد غلام سخي زرمتی نومیده، دنګ او ښکلی زلمی و، ښه شیک هم و، خو ډیر ښه لکچر يې ورکولو، مابه هم زیاتې پوښتنې کولې دا د دې سبب شو چې ماته يې دنده راوسپارله چې د ابن سینا کتابتون ته لاړشم (هغه د کتابتون امر هم و) چې هلته ځینې شیان ولولم، زه د پیښور چاپ ځینو اثاروسره لکه کیسو، داستانونو لکه د سید مهدي شاه پاچا، د ماسټر عبدالکریم، اجمل خټک، قلندر مومند، عبدالمالک فدا او نورو ډیرو شاعرانواو لیکوالوسره اشنا شوم او هر وخت به مې لوستل)) د همدغه ځای د ښاعلي محمداکبرکرګرصیب ادبي شخصیت وده کوي او په کرارکرار د پر مخیون په لور مزلونه وهلي چې اوس د پښتو ژبې په روان ادبې بهیرکې د لیکوال، کره وال، څیړونکي، ژباړن او داستان لیکوونکي په نامه د یو ځانګړي ادبې شخصیت باندې پیژندلی شو، دغه ادبې نوم چې د وخت د ناکردو او ناخوالو با وجود په خپل ښایست او رنګ وساتل شو. که هرڅود جبر وختونه دغه ښایست او رنګ تت او د بدرنګۍ کندې ته وغورځوي، نو بیا به هم د خپل ځانګړي ښایست او رنګ پلوشې او رڼا شیندي. او په ادبې نړۍ کې به ځلانده بریښي.

کاندید اکاډمیسین محمد صدیق روهي، د پښتو ادبیاتو تاریخ، په ۱۹۴ مخ کې وایي: (اکبر کرګر د داستان لیکونکو او ادبي څېړونکو په لومړي کتار کې دریږي. دی له نوښت سره مینه لري یعنې هڅه کوي چې نوي شیان زده کړي او نوي شیان ولیکي)

(د پښتو ادب تاریخ، ۱۹۴ مخ)

ښاغلی محمداکبرکرګر د پښتو ادب اوسنۍ دورې پیژندل شوی او منلی ادبي څیره ده. په داستان لیکنه، کره کتنه، څیړنه او ژباړوکې لوي لاس لري چې په دغه برخه کې یې ډیرې هلې ځلې کړي دي او د خپلې ژبې او ادب د لا بډاینې لپاره یو شمیر داستاني پنځونې ټولنې ته وړاندې کړي دي، یو شمېر څیړنې اوکره کتنې يې په بیلابیلو برخوکې کړي دي او د نورو ژبو څخه تر خپلې وسې پورې ځنې اړین او مهم اثارخپلې ژبې ته په خوږه او روانه ژبه ژباړلي دي چې وروسته به پر پنځونو،څیړنواوژباړو باندې په لنډه توګه بحث وشي، موږ د نوموړي دغه ادبي چوپړ ستایو او ژوند يې سوکاله او بریاوو ډک غواړو او تري هیله کوو چې خپل ادبي چوپړته لادوام ورکړي.

ټولنيز شخصيت

د دنیا پرمخ چې انساني ژوندڅومره پرمختګ کوي او مخ پر وړاندې ځي نو دومره د انسان اړتیاوې هم ډیریږي، خو د انساني ژوند پړاوونه د پيدايښت څخه پېلېږي او د خاپوړو څخه پورته کېږي او په مزل وهلو باندې پيل کوي، ولې د وخت په تېریدوسره سره دغه مزل په منډه کې بدل شي، همدلته ده چې انسان يو ټولنیز موجود دی او الله تعالی ورته داشرف المخلوقات لقب ورکړی دی اود بیلابیلوڅیرواوځانګړنوله مخې توپیر پکې رامنځته کړی، هغه باید په یو چاپیریال او ټولنې کې و اوسي، په همدي ټولنې او چاپیریال کې ژوندتیرکړي اوهرڅه ومني اوهغه وزغمي اوهمدارنګه دخپل چاپیریال اوټولنې څخه اغیز واخلي او همدې اغیز له مخې وړاندې لاړ شي اوپه ژونديې بدلون راشي او په همدې ټولنې اوچاپیریال کې راسترشي. ښاغلی محمداکبرکرګرصیب هم په پښتني ټولنې او پښتني چاپیریال کې رازیږیدلی، همدلته يې خاپوړې کړي، همدلته يې پلونه پورته کړي، همدلته يې د ماشومتوب مزلونه وهلي، همدلته يې درس او زده کړې پيل کړي، د همدې ټولنې او چاپیریال نه يې رنګونه اخستي اوپه همدي رنګونوکې رانغاړل شوی، همدلته يې مینه او وینه ګډه شوې، همدلته يې حب الوطني حس پياوړی شوی، همدلته دردمن شوی… اوبلاخره يې د هغه په ټولنیز شخصیت ژوره اغیزه کړې ده. نوموړی د خپل ماشومتوب په اړه داسې ویلي دي: ((زه د خپل کوچنوالي او ماشومتوب انځورونوسره ژوند کوم، هغه زما د رومانتیک ژوند اصلي دنیا ده، کله کله چې خپله څیره په اینه کې ګورم، سملاسي مې خپل ماشومتوب ته فکر شي، ناڅاپه مې زیړه غوا له جلبه نیولي وي، زیړه لینده مې غاړه کې وي اوپه پوله غوا څروم او یاخومې کتابونه اوږې ته پراته وي چې د پلار دوست اویو مشر(میر زمان خان استاد) مې په لارکې راونیسي اورانه پوښتني چې ته پښتون يې که مسلمان يې؟ زماهرڅه له یاده ووځي، ناڅاپه ورته وایم زه د… زوی یم، د مزار درې یم، نوبیا هغه له ما وپوښتي ولې مسلمان نه يې؟خو زه ورته وایم چې یم خو…یم خوپلارمې راته همدومره ویلي و اوبیا مې ناڅاپه د نوموړي ټولګي ښوونکي پریړې لښتې سره یاد ته راشي او چې په تنبل شاګرد غړم لګوي، نو زما اندامونه له ویرې نه ولړزیږي اوچې نورهم ماشوم شم، نو بیا د مورپه څنګ کې ناست یم، هغه شیدې لوشي، زه پزه راکاږم او د مستواوسوکړک لالچ کوم. زما مورلکه د هرچا لپاره خپله مورچې ماته اوس د ټولوانځورونو اله ده. هیڅکله يې پرما قهراو منت نه دی کړی اونه يې پرما لاس پورته کړی دی. اوس نوڅه وکړم؟ پرون رانه د سترکو په رپ کې پناه شول، سباته چې ګورم نوپه یوه تور غار مې سترګې لګي اونن خودومره اوتر یم چې خپل ځان راڅخه هیردی، نوکه وو نه و، هماغه ماشومتوب و.))

ښاغلی کرګرصیب د ښه او نرم خوی خاونددی او ډیر نرم طبعیته او خنده رویه شخصیت لري، په خبره يې ډېر ژر سر خلاصیږي، صمیمیت يې په څيره کې له ورایه ښکاري، د غوره او نیکوکړو وړو څخه برخمن دی.

سياسي شخصيت

د ښاغلی کرګر صیب سیاسي ژونداوهلې ځلې د ډېر وړوکوالي نه پيل شوې، ځکه چې د وړوکوالي نه به يې د زده کوونکو د غوښتنو په لاریونونوکې به يې ګډون کاوه، یعنې د ده سیاسي ژوند هغه مهال پیل شوچې د اتم ټولګي زده کوونکی و، په همدغه وخت کې د ابن سینا لیسې په یوه اعتصاب کې ګډون وکړ چې دغه اعتصاب د زده کوونکو د غوښتنو له مخې تنظیم شوی و، له همدې ځایه يې د سیاست ډګرته را ودانګل، د پښتونستان د غورځنګ سره يې مینه پیداشوه، د هغوی په لیکواوغونډوکې به يې د یوه پلوي په توګه برخه اخیسته، د ارواښاد پاچاخان اود هغه ملګري ورته د انسانیت او د خپلواکۍ د سپيڅلی لارې سمبولونه ښکاریدل، دغه وخت په کال کې ځینې مظاهرې او لاریونونه کیدل او دغو مشرانو ته به يې سپکې سپورې ویلې، خو پرچمیانو به د پښتونستان له ستردایمي پاچاخان په وجود کې کلکه دفاع کوله او د هغه ملاتړ به يې په ډاګه کاوه، نوپه همدې اساس ښاغلی کرګر صیب هم ورسره یوځای ملګری شو، پردې مهال د ابن سینا لیسې ډیر زده کوونکي د خلق دیموکراتیک ګوندپه لیکه کې شامل شول، خو ښاغلی کرګر صیب د ډیر فکر او خپلې خوښې له مخې د پرچم کوند ته مخه کړه، په اړه يې په خپله داسې وايې: ((د خلقیانو د تحریک اصلي او زیاتره کارونه ماته اوس هم د قدر وړ، سپیڅلي او سر ښندونکي دي، خوماته د پرچمیانوملي شعارونه اوملي طرحې ډیرې او نسبتا معتدل سیاستونه د منلو وړ وو، له بلې خوا دواړه ګندونه یو واحد جریان وو، ددوی سره جلا کیدل هم داسې یوه غمیزه وه چې د افغانستان په تاریخ کې يې درانه اثرات پریښودل. اوس له هغوکلونوزیات وخت تېردی، هرڅه دسترګو په رپ کې پناه شول احساساتي بحثونه، کلیوال ژوند، د ښوونځي چاپیریال اوبیا د پوهنتون دوره، زندانونه، شکنجې او د وخت ناخوالې هرڅه د سترګو په رپ کې پناه شول، وخت اوس به بیرته نه راګرځي، هغه ځوانان زموږ په مخ کې ځوانمرګ شول، پناه شول اوس بیرته نه راګرځي، هغه پيغلې چې لا د واده نکریزې يې په لاسونو نه وې کښلې، کونډې شوې، په حال نه راځي، بوري میندې همداسې ژاړې، خو د یو نسل کارنامه بل ته سپارلي شوې ده او موږ هم دادی په دي څرخ کې له اصلي مداره ډیر لرې پریوتو.))

د پورته څرګندونوسره سره دابه ښه وګڼوچې د ښاغلي کرګر صیب د سیاسي دریځ او ژوند په اړه د ده د یوې مرکې یو څو پوښتنې د هغې د ځوابونوسره یو ځای راوړو چې ښاغلی عبیدي ورسره څه وخت وړاندې کړې ده، البته دغه مرکه به د پوښتنې او ځواب په بڼه وړاندې شي.

عبیدي: تاسې خپل پخواني سیاسي تجربې څنګه ارزوئ او ایا اوس هم د خلق دیموکراتیک ګوند ایدیالوژي او د پرچمي پرتګلاره او نړۍ لید باور لرۍ؟

کرګر: زه به یوه خبره په صداقت سره درته وکړم او هغه دا چې زما د نسل او یارانو تیرې تجربې د هیواد لپاره یوه لویه شتمني ده، موږ یو نسل و چې د یو سپیڅلي ارمان په خاطرچې هغه د خلکو نیکمرغي وه قرباني ورکړې اوغونډۍغونډۍ شهیدان مو ورکړل. دا چې موږ تیروتنه کړې او که نه مو ده کړې دا د موږ لا ژوندي یو او تاریخ لیکل کېږي، خوکه یوه شیبه په هماغه تاریخي مقطع کې ځان احساس کړو، دا د هغه وخت سیاستونه وو. موږ او زموږ هیواد تل او یا څو وارې د لویو قدرتونو د رقابت قرباني شوې ده. اوس دومره هم روښانه نه ده. خویوشې ډیر څرګنددی، هغه د تیرې پيړۍ یوه لاس ته راوړنه ده چې دا ایدیالوژي د بې اعتباره کیدو څخه عبارت ده، مارکیستي ایدیولوژي ده اوکه مذهبي ایدیالوژي دواړو د خپلې بې اعتبارۍ ټاپه پرتندي ووهله. زه هغه څه چې ویلای شم دادی چې ما د خپلو خلکو سره خیانت نه دی کړی، ما صادقانه کار کړی. چې څه مې وس کې و. که زندان و او که بهر یوازې د هیواد نیکمرغي مې غوښتنه خو اوس هغه دوران نه دی اوس نه هغه فضاشته اونه هغه هوا او نه د پرون دوګماتیزم شته اونه خو د نن لیبرالیزم پرون موجود و.

عبیدي:تاسوڅه وخت او څنګه پر خپل پخوانۍ ایدیولوژیک تفکر شک پیل کړ؟

کرګر: نه پوهیږم چې د چاخبره ده چې وايې: ((شکاک اوسه چې فریب ونه خوري.)) د انسان فطرت بایدداسې وي چې د تاریخ په پروسه کې ژوند وکړي او هګل د دیالکتیکي قانون له مخې بایدپه هره مقطع کې په تیروکړنوغور وکړي، شیبه چې تیریږي، یوبل بدلون راځي، په زمان کې بدلون، زموږ په تن او هستۍ کې د بدلون سبب کېږي.

عبیدي:ستاسوله نظره د غوايي اوومه یو انقلاب وو، یو نظامي کودتا وه او که یوه دسیسه؟

کرګر:زه نه پوهیږم چې څه ډول ځواب غواړې اوپه څه ډول ځواب خوشحالیږې زه دې خبرې ته څو ډوله ځوابونه لرم:

لومړی: د تېرې پيړۍ په دویمه نیمايې کې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او فرهنګي ودې او سیاسي ازادیو او دیموکراسې نشوالي ترمنځ یو ډول نه تناسب ایجاد شو، په پایله کې سیا��ي غورځنګ چې  په تنکۍ ځوانۍ کې ولږیدپر مخ ولاړ په یوه ترینګلې ټولنه کې د یوه ټکر سبب شو. بله داچې دغه ترمینالوژي د داکترصیب شهیدنجیب الله د ملي روغې جوړې په سیاست کې اصلاح شوه او د ثور د پښتو په نوم یاده شویده.

دویم: ښاغلی اسماعیل اکبر افغان نظریه پرداز او زما منلي دوست په خپل اثر((فضل اخیر))کې یوه کیسه لري: هغه کیسه کوي چې د لیسې په دوره کې موږ دکیڼ غورځنګ لپاره ډیرې منډې ترړې کولې، یوه ورځ د دیني علومویوه استاد کینولم اوراته ویې ویل چې تاسې څه غواړئ؟ ما وویل موږیوبدلون، یو انقلاب غواړو. هغه وویل که تاسې هڅه وکړې سواد او زده کړه عامه کړئ او دا سواد او زده کړه لرې کلیو او بانډو ته ورسوئ، له دې به نو بل ستر انقلاب بل نه وي. (کلمات زما خپل دي، فکر کوم کیسه به مي نه وي غلطه کړي.)

دریم داچې: د ثور پیښې چې زه يې د اوسنۍ زاويي څخه ګورم، هر څه نوم چې پرې ږدې، خوانقلاب نه وو،کیدای شي داخبره زماډېر پخواني دوستان راسره ونه مني، خو زه اوس د خپل پاس منزل (سر او مغزو) نوکریم اوخپله عقیده او نظریه لرم او دا مې اوس باور دی. زه یوه لنډه کیسه هم په دې اړوندلرم چې (حلاجي) نومیږي، په هغه کې دغه سیاسي پیښې د قصابۍ دوکان کې پیښیږي اوبس.

عبیدي:نوتاسو خپل ننۍ نړۍ لید او سیاسي افکار او ټولنیز ارمانونه څنګه تعریفوی؟

کرګر: زه به څوتصویرونه وړاندې کړم، کاشکې چې د ډوډۍ د پيداکولو په خواکې دومره وخت راسره وای چې ډیر لوستل مې کړی وای. يوه شیبه کې تاسو یوه جنازه وینئ یوشهید په کټ کې په خپلو کالیوکې پروت دی، کونډه میرمن يې ورته پښوته ناسته ده، ماشومان يې هم سلګۍ وهي، هغه نور مړ شو، بیرته نه راژوندي کېږي ماشومان څو شیبې وروسته خپل خوږپلارنور نه شی لیدلای، ځکه چې د ځمکې له سره پناه کېږي، دا یو درد دی او دا د دې معنا لري چې زموږ په هیواد اوټولنه کې د ملت جوړیدنې پروسه په ډیرې سستۍ پرمخ ځي. دا ټول د ټولنیز اقتصادي او فرهنکې ودي پورې اړه لري.کله چي موږ د تاریخ یولوی جریان کې داخلیږواوخپل رنګ قومیت اوهویت په واحدجریان کې سره شریکوو، نو نه يوازې دغه اندک سیاسي ستونزې له منځه ځي بلکې نورې هغه ستونزې چې تل د نورو لپاره د لاس وهنې او مداخلت سبب کېږي،هم له منځه ځي، که د افغانستان اوسني حاکمان د ملت جوړونې په موخه منظم سیتماتیک پلانونه جوړاوعملي کړي د انتګریشن بهیرچټک شي، نو اوسنی حالات به يو وخت وروستي نسل ته د خندا او ټوکو نه بل څه نه وي.))   (مدیرا ویبپاڼه)

  دا د ښاغلي محمداکبرکرګرصیب د سیاسي ژوند او سیاسي شخصیت ځنې اړخونه وچې مونږ ورته په منډه منډه او په ځغلنده ډول نظر واچولو او د خپلې وشې سره سم مو پرې بحث وکړ.

د کرګر اثار

کله چې ښاغلی کرګرصیب دکونړولایت دنورګل ولسوالۍ د مزاردرې څخه کابل ته لاړ، نو ذهني او فکري نبوغ یي په کرارکرار وغوړیده چې غوړیدا له امله لیکوال شو، داستان لیکونکې شو،پنځونکی شو، څیړونکې شو، پلټنونکې شواو بالاخره کره کتونکې او ژباړونکې شو، دلته اړینه بریښی چې د نوموړي اثارپه لنډه توګه وڅیړل شي، لومړی به یې پنځونې راوړل شي،ورپسې به څیړنې کره کتنې اوشننې راوړل شي اوپه پای کې به یې ژباړې راوړل شي، دخپلي ژمنې سره سم پرې پیل کوو:

الف: پنځونې (تخليق) اثار:

۱.شیبې (دلنډوکېسوټولګه)

۲.سینده ځه سینده بهیږه !(دلنډوکېسوټولګه)

۳.د زمانوسندره (د لنډوکېسو ټولکه)

۴.کله چې ماشومان سندره وایي (دلنډوکېسوټولګه)

۵.انځورونه که هېنداره (د لنډوکېسوټولګه)

۶. دغویي هډوکی(ناول)

۷.له تورتمه روایت دی!(لنډو کیسو ټولګه)

ب: څېړنېز(تحقيقي)اثار:

۱. غني د شګو په محل کې

۲. څوادبي یادونې

۳.ادبیات اودانسان دنننۍ نړۍ (دفرانتس کافکا اودالبرت کامودفلسفي افکارولنډه شننه)

۴.په حالنامه کې دبایزیدروښان عرفاني اوفلسفي افکار

۵. دشعردرناوی

۶.د میرزاخان انصاري فلسفي اوعرفاني نړۍ لید

۷.فرهنګي بحثونه

ج: ژباړي:

۱. دا ستیتیک مقولې

۲. تروریزم اوجکړه (له انګلیسي څخه پښتوته دهواردزین لیکنه)

۳.قران لپ تاپ او کلاشنکوف د انتوني ګوشتیزو

د دې ټولواثارونه علاوه، ښاغلی کرګرصیب په نوروپنځونو، څیړنواو ژباړو باندې بوخت دی چې یو شمیریې په ځینو مجلواو اخبارونوکې خپرې شوي هم دي ځینې څیړنیزې نثري اونظمي مقالې یې هم لیکلي چې دلته به یې یوازې د دغومقالونومونه دیوه لیکلړپه توګه واړندې شي.لکه:

۱.پښتومعاصرشعراوپه هغه کې ښځینه عنصر

۲.په پښتوادبیاتوکې دطبیعت انځور

۳.په شعرونوکې رنګونه اوهم یې سپین شته اوهم نور.

۴. پښتوادب اونوستالیژیا

۵.لایق او د څاڅکو بلور

۶.د استاد جیندشریف په کتاب نو تقریظ

۷.غني خان ملاچرګک یا د سیروسلوک مرغه

۸.دغني خان دفلسفي لیدتوکې په اړوند

۹. رنسانس مدرنیزم اوپوسټ مدرنیزم په ادب اوهنرکې

۱۰. شعرکه نثر

۱۱.شعرونه که شعارونه

۱۲.دپښتومعاصرشعرلوری اوتګلوری

۱۳. دځانځانۍ ښامارنه بلکې اروایي ښامار(عبدالغفورلیوال په کتاب سریزه)

۱۴.دغني په شعرکې دملا انځور(ملا اوغني خان)

۱۵.دسیزیپوس افسانه اودهغې دوه تعبیرونه

۱۶.داستاني ادب ښونیزرسالت

۱۷.دخوځنده ذهن بهیراومعاصررومان

د دې پورته یادو مقالونه علاوه، ښاغلی محمداکبرکرګرصیب په نورو کڼومقالواوپه رنګ رنګ موضوعاتوباندې وخت ناوخته کارکوي، دغه شان یې د نورو لیکوالو، څیړونکو، ژباړونکو او شاعرانو په کتابونو سریزې هم لیکلي دي، په بیلابیلوادبي غونډواو ناستوکې هم په اړوندموضوعاتو باندې بحثونه اوخبرې کړي دي چې دښاغلی کرګرصیب لوړادبی اوفلسفي انداز ترینه په اسانۍ سره جوتیدای شي.

د کرګر د لنډو کېسو بیلابیل اړخونه او ځانګړنې

د مخه تر دې چې دکرګرصیب په لنډوکېسو په اړخونواو ځانګړنورڼا واچو او په دې وغږیږواوپه هکله یې بحث وکړو او د هغې جاج واخلو، نو لازمه او اړینه ده چې لومړی لنډه کېسه وپیژنو:

لنډه کېسه هغه نثري داستان دی چې لنډ وي د نیم ساعت څخه تر دوو ساعتونوپورې ختم شي. یوبل تعریف یې داسې دی: لنډه کېسه دنثري کېسو یوقسم دی چې داسې یوبل سره تړلیوعناصرڅخه جوړه وي چې یودبل تراغیزلاندې وي… د لنډې کېسې اصطلاح د غربي ادب د((شارټ سټوري)) سره هم معنا ده او معمولا د هغه نثري داستان لپاره استعمالیږي چې له ناول څخه لنډوي،دلنډې کېسې په اوسني مفهوم اوفني بڼه په نولسمه پیړۍ کې په اروپاکې رواج موندلی اوله هغه ځایه یې دنورې نړۍ ادبیاتوته لاره موندلې ده.دغه نثرکې ادبي فورم له انګریزي ژبې نه اردواوبیاله هغې نه د شلمې پیړۍ په لومړیوکې پښتوادب ته راغلې دی.

لومړنی پښتون لیکوال چې په دغه ډګرکې خپل قلمي ځواک ازمویلي ارواښادسیدراحت زاخیلي دی چې د((کونډه جینۍ))په نوم یې یوه لنډه کېسه لیکلې ده…دلنډې کېسې موضوع لمن ډیره پراخه ده اوټول هغه څه چې انسان ورسره په بشري ټولنه کې په یوه اوبله بڼه مخامخ اوپه انساني ژوندپوری اړه لری کېسه لیکل کېدای شي،دلنډې کېسې په جوړښت کې دغه توکې اوبرخې شامل دي،لکه ۱ـ پلاټ،خاکه،طرحه ۲ـ پیلامه ۳ـ کرکټر یاکردار۴ـ تجس او تلوسه ۵ ـ منظرکشي او مکالمې ۶ ـ تخییل یا خیال پردازي ۷ ـ انتباع او پایله (دلیکوالۍ فن ۷۱-۷۳ مخونه)

اوس به دلته د ښاغلی کرګرصیب په لنډو کېسو په ځینو اړخونواو ځانګړنو بخث وکړو چې  له ښه مرغه له تیرو څوکلونو راپه دیخوا پښتو ژبه کې لیکنه ښه دود شوی اوزمونږ ګڼ شمیر لیکوالو په خورا مینه داستاني نثرته مخه کړي ده په تیرو لسو او شلوکلونوکې موږ دلنډوکېسو دیوزیات شمیر ټولګودچاپ شاهدان یوچې کال په کال پکې فني اوښکلایېزنوښت اوښکلا ترسترګو کېږي او پکې ښه ځلیږي.

که څه هم دهرې ورڅې په تیريدوسره د پښتو کېسه لیکنې بهیر پراخیږي اود کېسه لیکوال شمیر زیاتیږي، خولاهم مونږ د ښوکېسه لیکوالوکمی احساسوو، هغوی چې له هر اړخه یوه ښه او کامیابه کېسه لیکې، دګوتو په شماردي.

دپښتو اوسنۍ لنډه کېسه دګڼو ښکلاوو او ځانګړنو لرونکې ده چې په دې لړکې د نثري اسلوبو په پام کې نیول او دخپلو تجربو بیانول هغه دوي ځانګرنې دي چې زمونږ کېسه لیکوال ورته ډیره توجه کوي هغه داچې واقعیتونه  انځوروي بله داچې دلیکوال په خپلو تجربو باندي ولاړه وي.

اوس ویلې شو چې یوه ښه او کامیابه کېسه، هغي کېسې ته ویلاي شو چې پر ټاکل شویواصولواو فني اړخونوسربیره یې ژبه سمه او معیاري وي، له روایتي اورواني پلوه کرکټرونه پکې په دقیق ډول انځور شوي وي او هم اوچته تلوسه ولري، موضوع یې جدي او تجربه شوې وي او ورسره ورسره جوت اوروڼ پیغام ولري. ښاغلی محمداکبر کرګریوله همدغو کېسه لیکوالو څخه دی چې ډیره هڅه کوي چې په روانه او ساده ژبه کېسي ولیکی او هره کېسه یې د ټولنې دواقعیتونو انځورونکې او دده  دخپلو تجربو پربنسټ ولاړه وي، کرګرصیب هغه څه لیکي چې ده په خپلوسترګو لیدلي او تجربه کړي وي.

ښاغلی محمد اکبر کرکرصیب یو له هغو ګوتو په شمار کېسه لیکوالو څخه دي  چې کابو هره کېسه ېې له پورته یادو ځانګړنو څخه برخمنه ده، پردې سربیره لنډوالۍ، وضاحت اوښکلا  دکرګر صیب د کېسو هغه غوره ځانګړنې دي چې نوموړي راته دیوې جلا لاري اوسبک څښتن کېسه لیکوال راپیژني.

ښه کېسه، هغه کېسه ګڼلی شو چې ژبه یې سمه او نثري  اسلوبو ته په کې پوره پوره پام شوي وي. ښاغلی کرګرصیب کېسي همداښکلااورنګ لري. نثر یې ښکلې او داستانې دي اوله موضوع سره اړخ لګوي، ډیرځله زمونږ یو شمیر کېسه لیکوال په خپلو کېسو کې اخباري ژبه کاروي چې هیڅ ډول اثر په کې نه وي موجود اولوستونکی ځانته نه جلبوي خو ښاغلی کرګر صیب تر ډیره بریده نه یواځې داچې سمه پښتو لیکې، بلکې دکېسو ژبه يې ډیره داستانې بریښي. (دلونګو دریڅې،۹۹ مخ)

ښاغلی کرګرصیب دیو د ځیرمن کېسه لیکوال په توګه دغه راز خپل کړی او له همدي  کبله هڅه کوي، هغه څه لیکې چې په خپله یې تجربه کړي وي. یوه بله خبره چې د ښاغلې کرګر صیب په کېسه ییز نثر او کېسو جوت دی، هغه د هغه دکېسوکرکټرونه دي،دده د کېسو کرکټرونه ژوندي کرکټرونه دي، مصنوعي نه دي، هغه څه دي چې واقعاً مونږشاوخواچاپیریال کې هغه ګورو او وینويې، البته په لنډوکېسوکې دکرکټرونوجوړول ستوزمن کار دی، ځکه چې دکرکټر رواني اړخ راښکاره کوي، خوکرګرصیب ډیر ځله په دې بریالی شوی دی چې دخپلوکېسوکرکټرونه داسي ښکاره کړي چې لوستونکی پرې باورکولای شي. که چیرته په څه کامل دقت سره دهغه کېسوته ځیرشواو دهغه دکرکټرونوارزونه وکړو،نودې پایلې ته رسیږو چې دي تر ډیره بریده د کرکټرونوکېسي لیکې، چې په هغه کې په طبیعي بڼه او داسي کیسود جوړښت له مخي د کرکټرونو رواني اوظاهري اړخونو په متوازين ډول انځوریږی، یعنې څومره چې کرګرصیب دخپلو کیسو داتلانو او کرکټرونو ظاهري اړخ را اخلي، په هماغه اندازه د کرکټرونو رواني اړخ هم انځوروي او دا د دې ښکارندویي کوي چې کرګرصیب تر ډیره بریده دکرګټرونو کیسي لیکلي، چې موږ د پښتو ژبې په ډیري کیسو کې دا تشه له ورایه محسوسو.

تلوسه د کېسي ډیره مهم توکی دی. په کومه کیسه کې چې دا توکې ته پوره پوره پاملرنه شوې نه وي، هغه کیسه بي خونده کوي او بي روحه  ګڼل کېږي او په هیڅ ډ‌ول دلوستونکي او اوریدونکي توجه ځانته نه شي راجلبولای اونه یې تنده ماتیږي ((په کېسوکې تلوسه ډیرځله په طبیعي بڼه موجوده وي خو په ځینوکېسوکې زموږ ځیني کېسه لیکوال په لوي لاس هڅه کوي چې تلوسه رامنځته کړي خو دا چې دغسي تلوسه مصنوعي وي  دکېسي خوند اورنګ له منځه وړي او څوک یې په لوستلو خپل وخت نه ضایع کوي په کیسه لیکنه کې دامهمه او اړینه ده چې د کیسي ټولوتوکو ته توجه وشي او د توکو ترمنځ توازن اوتړاو په نظر کې ونیول شي. (ننني افغانستان، ۷ مخ)

د ښاغلی محمد اکبر کرګرصیب په کېسوکې دغه توکی (تلوسه) دومره ډیره تلوسه او خوند پروت دي چې هره کیسه له سره ترپایه له تلوسې نه ډک دی او لوستونکی تر پایه د ځان سره ساتلی او پاللی شي یعنې کیسه پري تر پایه لوستلی شي چې دا دده د کیسو غوره ځانګړنه ګڼل کېدای شي.

د ښاغلي کرګر صیب د لنډوکیسویوبله ځانګړنه او د بریالیتوب ستر راز په دې کې نغښتی دی چې د موضوعاتو په ټاکنه او غوره کونه کې ډیر ځیروي او ډیر په دقت يې ټاکي او هغه څه را اخلي چې دده کیسې او داستاني اثار لولو، دیته ځیرکېږو چې هره خبره د واقعیت پربنسټ کوي، بله دا چې د خپل وخت اوپه تیره ډیر جدي، انتقادی او حساس موضوعات رانغاړي، داسې موضوعات چې بیانول يې یو ډول جرائت او زړورتیا ته اړتیالري.

اوس به دلته د ښاغلي کرګرصیب یوه لنډه کیسه د بیلکې په توګه وړاندې کړو چې یادې ټولې ځانګړنې او ښیګڼې لري، یعنې د لنډې کیسې توکي په کې څپې وهي.

ورکه لاره

د موټر ټولې سپرلۍ په درانه خوب ځنګیدلې، خو کله چې موټر د پښه نیولي لاروي په څیر د صنعتي پارک له سیمې د کابل جلال اباد لوی لارې ته ورننوت له لرې يې خپل ګړندیتوب نور هم لږ کړ. هلته وړاندې یو سړی له دوو درې ماشومانوسره د سړک په څنډه ولاړ وو لاس يې موټر ته نیولی وو او په پرلپسې توګه يې د لاس په اشاره د موټر د دریدو غوښتنه کوله، هغه ته په نژدې کیدوسره موټرتم شو.څه ناڅه چې د پاخه عمرسړی چې لوګو وهلي کالي يې په تن او پکول يې پرسر وو، په داسې حال کې چې یوه ماشومه يې په غیږ کې وه له دوه نورو ماشوموجینکوسره موټر ته راوخوت.ورو د چلونکې په غوږ کې وپسید، له جیبه يې یوڅه پيسې راووستلې او چلونکي ته يې ورو ښودې، همدومره پوه شوم چې وی ویل:

همدومره لرم یخني ده. جنګ دی، نورې راسره نشته، پرما ډیر بد ساعت دی، چلوونکی لومړی دوه زړه شو،لکه چې په لږه شیبه کې د جنګ یخنۍ ماشومانواو دخلکو د بدساعت او بدې ورځې جاج واخیست، بیا يې ورته د تاییدسر وخوځاوه، یوه خبره يې وکړه: یوه ډیره کوچنۍ چې د مور له ټټره را جلاشوې وه، په غیږکې کښینوله، پرمخ يې ښکل کړه، د هغې به ښکلولوسره يې سترګې نمجنې شوې، خوخپل صبراوزغم يې له لاسه ورنه کړ، شاوخوايې وکتل د موټر ټوله سورلۍ نوي راختلي سړي ته ځیر وه، نوموړی زما ترڅنګ ناست وو، زما هم زړه صبر نه شو، ورو مې ترې و پوښتل، صیب تاسې د کوم ځای یاست؟ ما چیرې لیدلی يې.

ارو مرو به مو د کونړ پرلاره لیدلي وي.

هو کیدای شي زه د کونړونو د ولایت یم دلته په کابل کې افسر وم، خو اوس… او بیا يې سوړ اسویلی وکښل.

پوه شوم لږ لږ مې یاد ته راځي.

و بښه ستا نوم؟

زما نوم خان مامد دی، څو کاله وړاندې په دې ودانیوکې زما دنده وه لاس يې د حربي پوهنتون ودانۍ ته ونیوه، دلته استاد وم.

خو خان مامد بیا له خپلو ماشومانو سره بوخت شو، د وړې ماشومې نجلۍ په لاس کې چې یوه وچه کلکه مړۍ (ډوډۍ) يې نیولي وه، کله به يې خولې ته وروړه او کله به يې پلار ته ونیوله، چغې به يې سرکړې او د پلار په غیږ کې به يې لالچ پیل کړ او د غټې خور غیږته به يې ځان اوږد کړ.

د ماشوم په ګونګه ژبه نورڅوک نه پوهیدل، یوازې پلاراو دوه نورې ماشومانې پوهیدلې، دوړې نجلۍ له لالچ سره به دوه نورې نجونې چې د موټر له ښیښې به يې بهر کتل پریشانه شوې، غلی به شوې او د ماشومې په د لاساکولو به يې ځان مشغول کړ.خان به کله ماشومې د هغې غټې خورته ورکړه اوکله به يې بیرته واخستله هغې به هڅه کوله چې پام يې وربدل کړي، همدا به يې ورته تکراروله.

هاغه دې توتووګوره پټي کې ګرځي. و ګوره هغه سړی چې ټوپک يې په لاس کې دی، ورته وګوره ځومره غټ ښکرونه لري، هاغه ده مورجانه راغله، د مور په اوریدو سره به ماشومه یو دم غلی شوه او حیران حیران به يې کتل.

موټربه توندۍ سره د ماهپر له پيچومي راښکته کیده، خوپه موټرکې به ځینې سواره کسان د ماشومې له شوراوځوږ نه ناارامه شول، خوځینونوروبه ځانونه چوپ او غلي نیولي ول، چلوونکي به هیڅ نه ویل او نه به يې د نجلۍ د شور په باب څه اندیښنه کوله.

موټرښایسته ډیره لاره وهلې وه، د ګوګا مندي دوکانونوته را ورسیده، پخه غرمه شوې وه، لږ مزل خونا همواره سرک ټول له اده بده ویستلي ول، خو نجلۍ د موټر د جمپونواوټوپونو پراثر لکه وزر ماتي سټړې ستومانه تالې والې د خپل پلار په غیږ کې پریوته او ویده شوه، پلاريې ورته د خپل څادر په پیڅکه پزه پاکه کړه، ګاډی ودرید، ټوله سپرلۍ د غرمې ډوډې نه خوري؟

هغه ځواب راکړ یره خواته مې نه کېږي.

بریښیدل چې ماشومان هم نار نه ول، زه هم د خان له خبرې سره پښه نیولی شوم، له ځانه سره مې وویل لکه چې پیسې ورسره نشته، زړه مې لوی کړ او بیا مې و پوښته:

ماته ډیر اوتراونارامه ښکارې، بیا مې د پیسوست سلا ورته وکړه، خو د هغه په فکراو روان کې د ماشومانولوږه د هغه بېوسي اوله بلي خوا د هغه غرور سره د خیراو شر په څیر په اوږده شخړه اخته وو، د هوټل نوکر راغی اوبیا د ماشومانو لپاره ډوډۍ راوغوښتل شو او له هغه وروسته خان خپله غمنامه راوسپړله

هوزه اوبیا يې اسویلی وکیښ، اوس حیران یم چې په دې تنګیو ماشومانو څه وکړم او چیرته ولاړ شم.

خبره څه ده؟

پروني جنګ راته ټوله هستي تباه کړه، هرڅه يې را نه په څو شبوکې واخستل. ورته حیران شوم هغه په بندستوني خپلو خبرو ته دوام ورکړ:

پرون چې د هوايې ډ ګر په لور د راکټونو زور شو، یو نالتي زما د کور په انګړ کې و لګید، زه ددې درې ماشومانو سره په کوټه کې وم.

مېرمن مې په انګړ کې په کالیو وینځلو بوخته وه، توغندی نیغ د هغې پر سر ولګیده ټول تن يې ورته دانه دانه کړ، د غوښوبوتۍ يې د راټولولونه وې، بلکې پر دیوالونو نښتې وې، همدومره مې وکړل، چې په انګړکې کنده وباسم او په کمپله کې د هغې غوښې راټولې او هلته يې خښې کړم.

هو هغه مې خاوروته وسپارله، نژدې یوه ګاونډي راسره مرسته وکړه، له هماغه خښتو چې هغې ترې نغری جوړ کړی وو پرقبر مې ور ډیرۍ کړې.

او بیا يې ستونی ډډ شو، ماشومانوته يې د سترګو له لاندې وکتل:

اوس نوکور د هغې مړستون دی لکه چې ټول کلی اوکوڅې اوس زمونږ د خپلوانو مړسسونونه دي، زه هم د نورو په پل د خپلو دریو ماشومانو سره په نامعلومه لار را رهي شوم، نه پوهیږم چې اوس چیرته لاړ شم او په دې ماشومانو څه وکړم.(انځورونه که هیندارې، ۵۵- ۵۹ مخونه)

د پایله په توګه ویلای شوچې د ښاغلي محمداکبرکرګر صیب په لنډوکیسو کې داستاني تخنیکونه شته او تر ډیره بریده د کیسو پای ډیر قوي دی په کیسو کې داستاني تخنیکونه ډیر ښه مراعاتوي، د بیلګې په توګه کیسه کې پیل، اوج او پای مهم رول لري، د ده د کیسو په منځ کې یوه غوټه وي چې تلوسه ایجادوي او لوستونکی ترپایه له ځانه سره ساتي، دی هڅه کوي چې اصلي خبره د کیسې پای ته وساتي اوپه پای کې خپله موضوع وړاندې کړی، نو له همدې امله يې د لنډو کیسو پای يې ډېر قوي بریښي.

د غويي هډوکی

تردې وړاندې چې د کرګر صیب په ناول باندې د خپلې وسې رڼا واچوو، نولومړی دیته اړ کېږو چې ناول و پیژنو چې څه ته وايي، له دې وروسته به د کرګر صیب په ناول (غويي هډوکي) باندې په لنډه توګه رڼا واچول شي.

((ناول د ایټالوي ژبې له ناوله (Novella) څخه جوړه کلمه ده چې لومړی انګریزي ژبې او بیا له هغې څخه اردو او بیا پښتو ژبې او ادب ته راغلې ده. لغوي معنايي فرهنګونو، نوی، عجیبه او تازه څیز ښودلې ده.د ادبي اصطلاح په توګه ناول هغه نثري کیسه ده چې په نوي اندازه، عجیبه او حیرانوونکې فضا او تجسس له ژوند سره د تړلومسایلوترجماني کوي یا ناول هغې نثري کیسي یا داستان ته وايې چې له لنډې کیسې څخه لوې او له رومان څخه لنډ وي. یا ناول هغه نثري کیسه ده چې موضوع يې انسانې ژوند وي اولیکوال پکې دژوندبیل اړخونه په پوره او ځانګړي ترتیب  سره وړاندې کوي… ناول هم د نورومعاصروادبې ژانرونو په څیر د لیکنې ځانګړی چوکاټ لري او هم د جوړښت توکي لري. د ناول د جوړښت توکي په مجموع کې د ناول لیکنې چوکاټ جوړوي، د ناول لیکنې چوکاټ د لنډې کیسې په څیرجوړښت لري.لکه: کیسه، پلاټ، کرکټرونه، مکالې، منظرلیکنې، ژبه، دوینا اوبیان طریقه او اسلوب، پیغام او مقصد. (د نثري ادب ډولونه، ۱۰۶-۱۰۷مخونه)

اوس به دلته د ښاغلي کرګر صیب په ناول (غويي هډوکي) باندې په لنډه توګه بحث وکړو، ښاغلی کرګرصیب زمونږ د اوسني ادبي بهیر هغه کیسه لیکوال، ناول لیکونکی، څیړونکی، شنوونکی او ژباړن دی چې په پراخه کچه يې د خپلې ټولنې دردونه، ناخوالې، کړاوونه او برابرۍ په عاطفي بڼه انځورکړي دي چې تردې مخته په دومره رښتینولي سره هیچاهم نه دي انځورکړي، ښايي لامل يې داوي چې نن دیوه زړور اوباجرئته لیکوال په توګه پيژندګلوي لري. همدلته ده چې د یوه ښه لیکوال د کار ځانګړنه همداوي چې د ژوند واقیعت ته په خپلو لیکنوکې ژوند ورکړي.  د دې په اړه د ښاغلي دوکتورجنیدشریف څرګندونې راخلو، هغه دکرګرصیب ناول (غويي هډوکي) په سریزه کې داسې کښلي دي: ((د کرګر صیب د سیاسي اختناق او خود سرانه اعدامونه په هکله کیسه اونکل کوي خونه غواړي چې په خپل نکل کې د مجردو عبارتونو او کلیشه يې څرګندونو نه کار واخلي. د صریحوکلمواو مجردوعبارتوپه ځای لوستونکی د سمبولونو او انځورونو سره مخامخ دی، زه د دې سمبولونو کومه پراخه نقشه جوړول نه غواړم، خوزما په نظر دا لاندې سمبولونه ترټولو مهم دی:

مېلمستون.

د کامل خان اکاسپين کالې

د غويي هډوکي

د غو يي اوسره ټوکرلوبه

په خپل جال کې بندي شوې غڼه

د دې انځورونوکارول د راوي له خولې ډیر طبیعي او روان دي… د یادونې وړ ده چې دغه ډول حوادث که له یوي خوادافغانستان او د نړۍ په وروستي تاریخ کې بیساري نه دي له بلې خوا که چیرته په نکل کې د هغو برخه زیاته وای، نونکل به احساساتي کیدو او سېنتیمنت الیزم په لوري اوښتې و، له نیکه مرغه لیکوال دا کار نه دی کړی اود ویر اوغم صحنې د خوبونو، یادونو روان ټوکو او د راز راز لوی او واړه قهرمانانو تر شاپټ ساتل شوی دی… د لیکوال لید لور او جهان بیني ډیره عصري ده.))  (د غويي هډوکي، د سریزې ۲-۶مخونه)

ښاغلی کرګرصیب له هغو لیکوالو څخه یو دی چې په خپله هره کیسه او ناول کې زمونږ د ټولنې واقعیتونه لکه څنګه چې ښايي هغسې انځور کړي دي.

ښاغلی کرګرصیب چې څه لیکلي دي اوده په خپل ناول کې راوړي دي، هغه د غويي (ثور)انقلاب مستي وي، ښايي همداسي وي. نو ځکه دا ناخوالې او کړاوونه په هنري بڼه انځورکړي دي. په هرحال د کرګرصیب د ناول بله ځانګړنه دا ده چې ژبه يې روانه، ساده اوښکلې او داستاني بڼه خپلوي اوورسره ښکلې منظرکشي هم لري، هغه ��م پرته له دې چې کومه اضافي خبره په کې راونغاړي، یعنې په ښکلې بڼه يې د ناول منظر کشي ترسره کړي ده، د ناول بله ځانګړنه او ښېګڼه يې تلوسه ده چې ترلوستلو وروسته، لوستونکوته دا احساس ضرور پیداکېږي چې ښايي یوڅه ترې واخلي اوپرموخه يې ځان وپوهوي، په دې ناول کې د ثور انقلاب یوه پیښه انځور شوي.

د دغه ناول (غويي هډوکي) وروستۍ  (۳۰ ) دیرش مه برخه به دلته د بیلګې په توګه راوړل شي.

(۳۰) دېرشمه برخه:

د ماښام اوه بجې کیدونکې دي، تروږمې لګیدلې ده، د یارلسم نمبر دروازې ته ولاړ یم، د دروازې زنځیر شرنکوم، د څو وارې زنځیر وهلو نه وروسته له انګړ څخه یو ټوخې اوریدل کېږي.

دروازې ته په رانږدې کیدو سره غږ کوې- څوک يې؟

– زه یم خپل

– د کور خاوند دروازه بیرته کوي – د عمر پوښتنه ترې کوم – هغه یوې کوټې ته لارښوونه کوي.

– عمر له ځانه سره چمپړ دی – په یوه ساه وايي: داولې – دا خو زه مړ یم زه ژوندی نه یم – زه لا د وخته ښخ شوې یم – زه په پولیګون کې یم – زما کور په پولیګون  کې دی – زه دلته نه یم – راځه زما کورته ځې – زما پلار ویلي وو چې زه په پولیګون کې یم – ماته يې هلته ماڼۍ جوړه کړې ده – زمونږ د کلی ملا هم زما فاتحه اخیستې وه – زه يې هلته ودرولم – پرما يې یو شاجور خالي کړ – بیا زه پریوتم – په خاوره کې ورغړیدم – اوس هلته یم، همغه زما کور دی – زه په خوب کې خپل کورته ځم – زه اوس څوک نه لرم – ملا هم ویلي وو چې هغه مړ دی، نو ځکه خو يې…

خو هغه زما خبرې ته غوږ نه ږدي – خپله وايې – بل کس راته اشاره کوي، څه مه وایه – په هغه بده پیښه راغلې ده – هغه خبر شوې چې نوره کورنۍ نه لري ـ څوک نه لري؟ کور يې تش او خالي و و؟

خیر خدای دی خیر کړي – ګورو به چې نور څه کېږي.

د هغه د حال احوال مي پوښتل؟

د ولاړ کس ستونی هم ډ ډ شو – په سورو سورو يې وژړل –

خو هغه وویل:

و خاندئ په ما وخاندئ – ځکه چې زما ماڼۍ په پو لیګون کې ده – قاتلان څوډوله مرګ کوي یو ډول يې زما مړینه ده –

زه اوس زوندی نه یم –

همدومره و پوهیدم چې د هغه ناوړه خوب رښتیا وو.

(غويي هډوکي، ۱۲۵ – ۱۲۶ مخونه)

د کرګر صيب د څيړنو لنډ جاج

مخکې مو یادونه وکړه چې ښاغلی کرګر صیب د پنځونو سربیره یو شمېر څیړنې هم ترسره کړي او په بیلابیلو برخوکې خپله څیړنې او تحقیق فن په اړه یوڅه جوت کړو، هغه داچې ((تحقیق په لغت کې د حقیقت اوواقیعت پلټنې، سپړنې او موندنې ته وايي او په علمي او ادبي اصطلاح د لیکنې په خاص او ځانګړي علمي روش سره د یو نامعلوم او پټ حقیقت پلټنې او سپړنې ته د څیړنې او تحقیق فن وايي… څیړنه او تحقیق بشري پوهي په وده، انکشاف او پرمختیا کې ستر ارزښت او ټا کونکی اهمیت لري. انسان د الله تعالی ورکړي فکري ځواک او استعداد په وسیله د خپلو تجروبو، مشاهدو، پلټنو او څیړنو په نتیجه کې د پرمختګ اوسني پړاونه رارسیدلی اوله یوې ورځې نه بلې ته مخ په وړاندې روان دی… که څیړنې لیکنی چوکاټ مقاله وي، موضوع باید لنډه او تو ضیحات باید د ځانګړو حدودو په احاطه کې وي او که کتاب یا رساله وي بیانو دا نسبتآ ډیرو پراخو موضوعاتو د څیړنې او سپړنې لمن لنډه او تنګه وي.  (د لیکوالی فن، ۱۱۲ – ۱۱۳ مخونه)

په څیړنوکې دلومړي لاس معلومات هغه معلومات دي چې څیړونکی غواړي تحلیل او تجربه يې او د خپل څیړنې اساس پرې ودروې. دا معلومات یاله ساحوي څیړنو لاس ته راځي او یا له نورو منابعو څخه برعکس، د دویم لاس معلومات هغه دي چې څیړونکي ورته دخپلې څیړنې په کره کولواو مستند کولوکې اړتیا لري چې په دې کې ساحوي څیړنې ځای نه لري، په دې اساس ښاغلی محمد اکبر کرګر صیب هم چې کله په یوې ټاکلی موضوع څیړنې ته مټې را نغاړي، نو د خپلې څیړنې د کره کولو او مستند کولو لپاره په ډیر د قت سره خپل کار او څیړنې باندې پیل کوي. په اړه سر محقق زلمی هیواد مل صیب داسې وايي: ((د کرګر د څیړنې د روشونو په لحاظ هم د ده څیړنې د تحقیق او تحلیل اړخونه د مننې وړ دي او مونږ کولی شو چې د یو ښه تحقیق په ټوګه يې ومنو.))

اوس به دلته د ښاغلي محمد اکبر کرګر صیب د کړلو څیړنو یوه ټوټه څیړنیزه برخه د هغه له څیړنیز اثر (په حالنا مه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څیره) څخه کټ مټ راواخلو:

د روښاني غورځنګ له منځه تلل

د افغانانو په تاریخ کې د روښاني غورځنګ  له منځه تلل او سقو‌‌‌ط د ځینو مؤرخینو له خوا زمونږ دتاریخ یوه تراژیدي بلل شوې ده. په (۱۶۳۶ م) کال کې کله چې مغولي واکمنو بي بي الایي او عبدالقادر په چالاکۍ سره ونیول، عبدالقادر لږ وخت وروسته وفات شو، ځینې مؤرخین پردې باور دي چې ممکن مسموم کړی شوی وي. بي بي الايي له ځینو دوستانو سره یوځای هند ته ولیږل شوه، د پاڅون مشرانو ته د مغولي دربار له خوا د بډو، رشوت او همدارنګه د هغوی د تطمیع لپاره هر ډول وعدې ورکړل شوې، د هندوستان نور لرې سیموته ولیږل شول. هلته د لویو لویو جاکیرونو خاوندان شول، د مثال په ډول اپریدو،یوسفزیواوورکزیو په پاني پت کې جاګیرونه واخیستل.

د (۱۷ع) پېړۍ په دیرشمو کلونو کې روښاني غورځنګ په بشپړه توګه کمزوری شوی و، د بایزید انصاري له اولادې وروستی سړی چې د دغه غورځنګ لارښوونه يې پر غاړه واخیسته، کریم داد د جلال الدین کشر زوی و، د دېرشو کلونو په وروستیو شپو ورځو کې مغولي قوتونو بنګښ لوټ کړل، کریم داد یې ونیوه او په دار یې وځړاوه. د روښناني نهضت د پښتنو یوه ډیره ځلانده ولې په عین حال کې تراژیکه پاڼه ده. دې نهضت د پښتنې ټولنې په راتلونکې پرمختګ، دپښتنو پر ملي شعور او د دوی د کلتور په وده باندې یې ساري تاثیر درلود.خو روښاني غورځنګ په له منځه تللو سره د پښتنو بیداري له منځه لاړه نه شوه، پر وروستي جریان يې خپل ژول اثرات پرېښودل، سره له دې چې د دغه غورځنګ جوړښت او سازمان له منځه ولاړ، خو د هغو مبارزو او فرهنګي کارونو دنویو بدلونونو لپاره لاره هواره کړه.

الفنسټن د روښانیانو د غورځنګ  د وروستیو بقایاوو په باب په خپل اثر ((دکابل سلطنت بیان)) کې لیکي: ((تر اوسه هم د پېښور په شاوخوا او د برو بنکښو په غرو کې د دغې فرقې پیروان شته دي.))  (په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفې څېره، ۲۳۶ مخ)   

د کرګر څېړنېزې مقالې

وړاندې مودېته نغوته وکړه چې ښاغلی محمد اکبر کرګر صیب اوس مهال پر یوشمېر څېړنېزو مقالو بوخت دی، دلرغونې دورې د پنځونو، د کلاسیکي دورې د ایجا دیاتو او د اوسنۍ یا معاصري دوري د شعراونثرپه ځینې ځانګړنې راڅرګندوي او وخت پروخت يې په یوشمېرچاپي اوبرښنايي رسنیو له لاري خپروي چې دا اثر یې هم د ډول ډول مقالو ټولګه ده.

په دې برخه کې د استاد کرګر د ښه پيژندې لپاره د ده او عبیدي د خبرو اترو یا سوال او ځواب راوړم:

اکبر کرګر پرون او نن

اکبر کرگر سره د اسمايی ځانګړې خبرې اترې

حميدعبيدی:کله چې اوس خپل کوچنيتوب ته فکرکوۍلمړی انځورونه چې ستاسو سترګو ته دريږي کوم دي؟

اکبرکرگر: زه دخپل كوچنيوالي له انځورونو سره ژوندكوم. هغه زما د رومانتيك ژونداصلي دونيا ده. كله كله چې خپله څيره په اينه كې گورم. سملاسي مې خپل ماشومتوب ته فكر شي. ناڅاپه مې زيړه غوا له جلبه نيولې وي، ربړې لينده مې غاړه كې وي او په پوله غوا څروم. او يا خو مې كتابونه اوږې ته پراته وي چې د پلار دوست او يو مشر(ميرزمان خان استاد)مې په لار كې راونيسي، او رانه پوښتي چې ته پښتون يې كه مسلمان يې؟ زما هر څه له ياده ووځي. ناڅاپه ورته وايم زه د…. زوى يم. د مزار درې يم. نو بيا هغه له ما وپوښتي ولې مسلمان نه يي؟ خو زه ورته وايم چې يم خو…يم خوپلارمې راته همدومره ويلي و.او بيامې ناڅاپه د لومړي ټولگي ښوونكى د پيړې لښتې سره ياد ته راشي،او چې په تنبل شاگرد غړم لگوي نو زما اندامونه له ويرې ولړزيږي. او چې نور هم ماشوم شم  نو بيا د مور په څنگ كې ناست يم. هغه شيروار شاربې. زه پزه راكاږم او د مستو او سوكړك لالچ كوم. زما مور لكه د هرچا له پاره خپله مور چې ما ته اوس د ټولو انځورونو الهه ده. هيڅكله يي پر ما قهر او منت نه دى كړی او نه يې پر ما لاس پورته كړى دى. اوس نو څه وكړم؟ پرون رانه د سترگو په رپ كې پناه شو. سبا ته چې گورم نوپه يوه تور غارمې سترگې لگي. او نن خو دومره اوتر يم چې خپل ځان را څخه هير دى نو كه وونه و. هماغه پرون و او ماشومتوب و.

عبيدی: د نن او سبا په هکله به وروسته خبرې وکړو خو اوس اجازه راکړۍ نور يو څو شيبې ستاستو په هماغه رومانتيکو وختونوکې لږ څه تم شو. کله چی تاسی لمړی ځل له کلي نه ښار ته راغلۍ څو کلن وی او نوې نړۍ ته د راتلو شوک مو څنګه وزغملو؟

کرگر: زه په ابن سينا كې د شموليت نه تر مخه ښار ته راغلي وم. له پلاره سره د څو ورځو له پاره راغلی وم. د لږ وخت له پاره. زما مشر ورور افسر و خو په ښوونځي كې له شموليت وروسته ما بيا هم په واقعي توگه په ښاركې ځان نه احساس كاوه. ځكه چې ليليه ښوونځى و. اوټول په كې د اطراف زده كوونكي راټول شوي و.دا هم يو كليوالي چاپيريال و. هم تاجيكي هم ازبكي او هم هزاره گي او هم پښتنې كليوالي چاپيريال. يعنې يوتمام عيارافغاني چاپيريال وخو چې بهربه ووتلو او په څلورمه كارته كې يا د پوهنتون په ساحه كې به مو درس ويلو نو د ښاريانو له خوا موږ او د رحمان او خوشحال د ليسو زده كوونكو ته چپلي پوش او چادر والا ويل كيدل. خو يوه خبره بايد زياته كړم. چې دكلي او ښار توپير يو ټولنپوهنيز بحث دى. ما ته د پوهنتون په دوره كې د ايران د يوه ليكوال صمد بهرنگي يوكتاب ترلاسه شو چې په بيروت كې په پښتو ژباړل شوی و. په دغه كتاب كې دا توپيرونه په زړه پورې توگه ترسيم شوی. او د دې كتاب زيات انتقادې لورې د لويديځې نړې يا معاصرو زده كړو هغه ارزښتونو ته و چې څرنگه په كې يو نسل له خپل كلي كوره پردى كيږي. يا چې زوى په كوم دفتركې مامورشې اوپلاريې دفتر ته ورشې نو د پلار په زړو كاليوشرميږي او د دفتر پياده ته وايي چې دا خو زموږ مزدور دى. چاى وركړه او رخصت يې كړه. داسې پيښې او نمونې په ډيرو اثارو كې راغلي دي. دا يوه نمونه وه. زه خپله كومه ناوړه تجربه نه لرم. خو د كلي او ښار توپيرونه يو طبيعي امر دى.

عبيدی: د ښاريانو نه نورې داسی جالبې خاطری هم لرې؟

کرگر: يوځواب خو دا دى چې د ښاريانو عكس العمل د كليوالو په وړاندې څنگه وي؟ هماغسې له موږ سره هم و. بله داچې په دغه وخت كې چې دچا خبره د ديموكراسۍ لسيزه وه اومظاهرې به كېدلې نو يو جوالي به مظاهره چيانو راونيو او په ولو به يې كښيناوه اوهغه ته به يې شعرونه ويل. دې كار دا طلسم مات كړ. زموږ يو د مشق ښوونكى و چې قاري صيب نوميده. هغه به هم كله چې په موږ به په قهر شونو بيا به يې ويل «او افغان غولدينگ باغ بالا». دا خبرې چې اوس زه فكركوم قصدې نه وې بلكې دكابل د خلكو د «روان» نماينده گي يې كوله. هغه پخپله ډير متدين اوپرهيزگاره سړى و. خداى دې وبخښي. زموږ د هندسې او رياضي ښوونكې حاجي عبدالعظيم و. هغه دې هم خداى وبخښى چې پښه به يې لا په دروازه نه وه ايښې چې سم دواره به يې غږ كړ «سر د خط، وليكۍ» او د ساعت تر پايه چا سر نه شو پورته كولاى. له هغه مې دا د وخت نه ضايع كول زده كړي دي. خو ښار دډيرو مسايلو په اړوند دزده كړي مركز وي. دفرهنگونو دالتقاط ځاى وي. اودډير څه ديادولو شرايط په كې وي.په كابل ښاركي بېلابېل قومونه، اولسونه، كاروبار، بېلابېلې ژبې دا ټول ديوه لوى هېواد درنگينئ مانا درلوده  اويوه كليوال ته يې په ليدو سره هرڅه نوي ول.

 بله داچې ښاري ژوند محدوديتونه ليرې كوي. پراخ نظري رامینځ ته كوي. انسان كولی شې په پراخه دايره كې فكر وكړي. اوهرڅه محدود ونه گوري. يا په بل عبارت ښاري ژوند يعنې مدني ژونديعنې تمدن اونور.

عبيدی: اوکه اوس تاسو نه څوک وپوښتي چې پښتون ياست، افغان ياست اوکه مسلمان، تاسو به خپل هويت په لنډه توګه څنګه ورته وروپيژنۍ؟

کرگر: ما د خپل ماشومتوب يوه خاطره وويله. خو اسلام يوې خواته كړه موږ ټول مسلمانان يو؛ خوكه د افغان او پښتون مساله راشي او د يو اكاديميك بحث نه تير شو، نو د لوى خوشحال دا شعر به بس وي چې ووايم:    

څو دې توان رسې په لوې درياب كې گرځه

په وياله كې دې زوال وينم نهنگه

يوازې ځان ته نه بلكې هر هغه څوك چې د خپل ژوندانه دايره محدوده وي په واقعيت كې د ژوند له رنگينيو محروم كيږي.

عبيدی: که اشتباه مې نه وي کړي ستاسو په وخت ابن سينا کې زده کړه په پښتو وه، نو کله چې پوهنتون ته شامل شوی په دری ژبه كې زده کړه تاسو ته ستونزمنه نه وه؟

کرگر: ما هم ابن سينا په پښتو ولوستله. زما د دری ښوونكې له شمالي (پروان)څخه و. زه تر هر چا په هغه گران وم. داځكه چې ما به ډير كوښښ كاوه خو د دری ژبوله پاره درس اختياري و. هغوى په دری پارچه ليكله او استادانو سخت گيري نه كوله. موږ په پښتو ليكله او د پوهنتون تر پايه پورې دې كار دوام وكړ. البته يوڅه ستونزې وې خو زه ان په ابن سينا كې له فارسي اثارو سره اشنا شوم او هغه مې مطالعه كول.

عبيدی: سياست او سياسي افکارو سره موڅه وخت اوڅنګه لومړی ځل پيژندګلوی تر لاسه کړه؟

کرگر:په ابن سيناكې د تاريخ او جغرافيه د مضمون پرځاى داجتماعياتو مضمون تدريس كيدلو. د دې مضمون استاد غلام سخي زرمتی نوميده. دنگ او ښكلی زلمي و، ښه شيك هم و. خو ډير پراخ لكچر يې وركولو. مابه هم زياتې پوښتنې كولې دا د دې سبب شوچې ماته يي دنده راوسپارله چې د  ابن سينا كتابتون ته ولاړشم (هغه د كتابتون امر هم و) چې هلته ځينې شيان ولولم. زه د پيښور چاپ ځينو اثارو سره لكه كيسو، داستانونو لكه د مهدي شاه پاچا، ماستر كريم، اجمل خټك، قلندر مومند، عبدالمالك فدا او نورو ډيرو سره اشنا شوم. او هر وخت به مې لوستل. ويل كيدل چې دغه اثار د حفيظ ا لله امين په وخت كې چې كله د ابن سينا مدير و راوړل شوي وو. د دې محتوى د ازادۍ له پاره د مبارزې څخه ډكه وه. له بلي خوا د پوهنتون د كانكور په هكله د پاتې زده كوونكو مظاهرې، د ښوونې او روزنې د وزير داكتر اكرم پر ضد مظاهري د درېيم د عقرب تلين او داسې نورې مظاهري به روانې وې. له بلې خوا پوهنتون ته د شهيد داكتر نجيب الله اودگلبدين حكمتيار راتگ او د هغو ځليدل د داكتر كريم زرغون او نورو څيرو رابرسيره كېدل په ښوونځيوكې د زده كوونكو له پاره هم د فكركولو مواد ووچې ماهم دغه كسان د ستيجونو پر سر وليدل او ورسره اشنا شوم. او كله نا كله به مې په غونډو او مظاهرو كې گډون كاوه.

عبيدی: لمړۍ مظاهره چې تاسې په کې ګډ ون و کړ کومه وه، د څه په هکله وه او د چا له خوا رابلل شوی وو؟

كرگر: زه په اتم يا كه نهم ټولگي كې وم چې د ابن سينا ليسې يو اعتصاب درلود او هغه هم د زده كوونكو د غوښتنو له مخې تنظيم شوى و؛ چې زيات وخت يې دوام وكړ اوبالاخره د پوليسو په ضربتي حمله پاى ته ورسيد. ډير كسان په كې بنديان او ووهل شول.

عبيدی: هغه وخت ډېرفکري او سياسي تمایلات او ډلې ميدان ته شولې؛ تاسو ولې کيڼ خوا ته متمايل شوۍ؟

کرگر: ما د پښتونستان د غورځنگ سره زياته مينه درلوده. په ليكنو او غونډوكې مې د يوه پلوي په توگه گډون كولو. پاچا خان او د هغه ياران ما ته هغه وخت هم د انسانيت او ازادۍ د لارې سمبولونه و نوكله چې به مې ليدل په مظاهروكې به ځينو كسانو دغه مشرانو ته سپكې سپورې ويلې خو پرچميانو هغه په اوږو پورته كاوه او د پښتونستان له داعيي يې د پاچا خان په وجود كې كلكه دفاع كوله. او وروسته نور اثرات هم و چې په ښاري ژوند كې پرچميان د پوهې او روښانفكري چلندونو له مخې ډير برجسته ول. نو ځكه زه هم ورسره يو ځاى شوم. دا پړاو يو حسي پړوا و. زما په څير ډيركليوال له دغه كيڼوجريانونوسره يوځاى شول او يا په بل عبارت كيڼوجريانونوله بډايوكورنيوڅخه تغزيه ونه كړه بلكې هم دا كليوال يا د كليو څخه راپورته شوي روښانفكران و چې په هېواد كې يې د نهضت اصلي بدنه جوړه كړه.

عبيدی: د ليليه ښونځيوواکثر زده کونکې هغه وخت خلقيان شول ؛ تاسو څنګه او ولی پرچمي شولی؟

کرگر: طبيعي خبره ده چې اوس زه د هغه وخت په معيارونو فكر نه كوم. د خلقيانو د تحريك اصلي او زياتره كادرونه ماته اوس د قدر وړ سپيڅلي او سرښندونكي دي. خو ما ته د پرچميانو ملي شعارونه او ملي طرحې ډېرې او نسبتا معتدل سياستونه د منلو وړ وو. له بلې خوا دواړه گوندونه يو واحد جريان و. د دوى سره جلا كيدل هم داسې يوه غميزه ده چې دافغانستان په تاريخ كې يې ډير درانه اثرات پريښوول. اوس له هغه كلونو زيات وخت تير دي. هرڅه د سترگو په رپ كې پناه شول. احساساتي بحثونه. كليوال ژوند د ښوونځي چاپيريال او بيا د پوهنتون دوره. زندانونه. شكنجې او د زمان ناخوالې او هر څه د سترگوپه رپ كې پناه شول. زمان اوس په بيرته نه راگرځي. هغه ځوانان چې زموږ په مخ كې ځوانيمرگ شول پناه شول اوس په بيرته نه راگرځي. هغه پيغلې چې لا د واده نكريزې يې په لاسونو نه وې كښلي كونډې شوې. بورې ميندې همداسې ژاړي خو د يوه نسل كار نامه بل ته سپارل شوي ده. اوموږ هم دادى په دې څرخ كې له اصلي مداره ډير ليرې پريوتو.

عبيدی: تير وختونه بدلولى نه شوخوکه پرې سپينې خبرې وکړو نوکيدای شي د نن او سبا لپاره ډېر درسونه او عبرتونه تر لاسه شي. ستاسوپه نظرد فاجعې د زيږيدنې لاملونه کوم دي؟

کرگر: دې پوښتنې ته په بيلابيلو سطوحوكې ځواب ويلي شو. او كله دا بحث په يوسكولاستيك بحث هم بدليداى شي. چې پوښتنه رامینځ ته شي چې چرگه د مخه پيدا ده او كه هگۍ؟ خو دا يو ارزښتي بحث هم دى. چې هرڅوك يې دخپلو سترگوڅخه ځوابولى شي. كه ستاسو هدف له دې پوښتنې معاصر تاريخ يا تيره پيړۍ وي نو زيات بهرني اوكورني عوامل شته چې په دې غميزه كې دخيل دي. او دا په څوكرښوكې نه خلاصه كيږي. رازه چې د يوناني شاعر او ليكوال دا خبره راياده كړو چې وايي:    

« پريږدئ چې دا هېواد يو وار بيا هېواد شي.

پريږدئ چې يو وار بيا هماغه خوب او خيال شي چې وو.

پريږدئ چې د دښتې سرغندوى شي

او هلته چې ازاد دي. خپله كوډله وپلټي.»

عبيدی: تاسې خپل پخوانی سياسي تجربې څنګه ارزوی اوايا اوس هم د خلق ديمکراټيک ګوند ايديولوژی او د پرچمي پر تګ لاره او نړۍ ليد باور لرۍ؟

کرگر: زه به يوه خبره په صداقت سره درته وكړم. او هغه دا چې زما او زما د نسل او يارانو تيرې تجربې د هېواد له پاره يوه لويه شتمني ده. موږ يو نسل و چې د يوسپيڅلي ارمان په خاطر چې هغه د خلكو نيكمرغي وه قرباني وركړه او غونډۍ غونډۍ شهيدان مو وركړل. دا چې موږ اشتباه كړې او كه نه موده كړې دا دى موږ لا ژوندي يو او تاريخ ليكل كيږي. خوكه يوه شيبه په هماغه تاريخي مقطع كې ځان احساس كړو دا د هغه وخت سياستونه وو. موږ او زموږ هېواد تل او يا څو وارې د لويو قدرتونو د رقابت قرباني شوى دى. او اوس هم دومره روښانه نه ده. خو يو شی ډيرڅرگند دى، هغه د تيرې پيړۍ يوه لاس ته راوړنه ده چې د ايديولوژي د بې اعتباره كېدوڅخه عبارت ده. ماركسيستي ايديولوژي وه اوكه مذهبي ايديولوژي دواړو د خپلې بې اعتبارۍ ټاپه پر تندي ووهله. زه هغه څه چې ويلاى شم دا دى چې ما د خپلو خلكوسره خيانت نه دى كړى. ما صادقانه كار كړى چې څه مې وس كې و. كه زندان واوكه بهر يوازې د هېواد نيكمرغي مې غوښتله خواوس هغه دوران نه دى. اوس نه هغه فضا شته او نه هغه هوا. او نه د پرون دوگماتيزم شته اونه خو د نن ليبراليزم پرون موجود و. 

عبيدی: خپلې دا تجربې لويه شتمنې ده او که ترخه درسونه او عبرتونه؟

کرگر: تجربه تجربه ده.ترخه اوخوږه نه لري.كه ترخه يې وبولې نوبايد بياتكرار نه شي.او كه خوږه يې وبولې هغه هم په دې كانتيكس كې خوږه ده چې يو سر ښندونكې نسل چې ټول ژونديې ايثار او سرښندنې ته وقف كړ يوازې د وطن د انسان د ازادۍ او نيكمرغى نه يې بله هيله نه درلوده.نو بيا خو يوه نمونه ده دا چې بهرني او كورني فكتورونه، لكه د روس يا شوروي يرغل، د گاونډيو شيطاني لاسونه، د اسلام په نوم سوداگري د مشرانو ځان غوښتنې د ټولنې وروسته پاتې والي عقده يي چلندونه يو بل ته دسيسې جوړول.دا نوبياپرهر څه خاورې اړوي. موږ ته د تير يو ډول پراخ نظره (بازخواني) يا بيا ارزونه په كار ده. چې ښه له بدو بيل كړو. زه يوازې د قرباني شوي ارمان لرونكي (ارمانگراى) نسل په اړوند د شته منۍ ذكر كوم چې سرښندنې يې وركړې. شهيدان شول.خوهيڅ شى ترې پاتې نه شول. نه پيسې نه كورونه  او نه يې لارې لوټ كړې دي.دا په دواړو خواو كې و.يعنې هم د هغه خلكو په ليكوكې چې د وخت دنظام پر ضد جنگيدل او هم د هغه كسانوچې د نظام څخه په دفاع كې جنگيدل.اوس دا وخت تير دى.كه د عبرت درس ورته وايي كه د ذايقې تجربه (خوږه يا ترخه) ورته وايي.دا يوازى د تعبيراتو مساله ده.زما هدف دا دى چې د تير دتحليل په بنياد بايد داسې لاره غوره شي چې كرغيړنې نمونې بيا تكرار نه شي.اوښې نمونې يې سرمشق وي.

عبيدی: تاسوڅه وخت او څنګه پر خپل ها پخوانۍ ايديولوژيک تفکرشک پيل کړ؟

کرگر: (نه پوهيږم چې دچا خبره ده چې وايي«شكاك اوسه چې فريب ونه خورې» د انسان فطرت بايد داسې وي چې د تاريخ په پروسه كې ژوند وكړي. او د هگل د ديالكتيكي قانون له مخې بايد په هر ه مقطع كې په تيرو كړنو غور وكړی، شيبه چې تيريږي، يو بدلون راځي په زمان كې بدلون، زموږ په تن اوهستۍ كې د بدلون سبب كيږي.

عبيدی: ستاسوله نظره د غوايي اوومه يو انقلاب وو، يو نظامي کودتا وه او که يوه دسيسه؟

کرگر: زه نه پوهيږم چې څه ډول ځواب غواړې.او په څه ډول ځواب خوشاليږي. زه دې خبري ته څوځوابونه لرم.

اول: دتيرې پيړۍ په دويمه نيمايي كې د اقتصادي او ټولنيز پرمختگ او فرهنگي ودې او سياسي ازاديو او ديموكراسې نشتوالي ترمنځ يو ډوله نه تناسب ايجاد شو.په نتيجه كې سياسې غورځنگ چې په تنكۍ ځوانۍ كې و لږ پر مخ ولاړ په يوه ترينگلې ټولنه كې د يوه ټكر سبب شوه.

بله داچې: دغه ترمينالوجې د داكتر صيب شهيد نجيب الله د ملي روغې جوړې په سياست كې اصلاح شوه او د ثور د پيښو په نوم ياده شوې ده.

دريم: ښاغلى اسماعيل اكبر افغان نظريه پرادز او زما منلى دوست په خپل اثر« فصل اخير» كې يوه كيسه لري: هغه كيسه كوي چې د ليسې په دوره كې موږ د كيڼ غورځنگ له پاره ډيرې منډې ترړې كولې.يوه ورځ د ديني علومو يوه استاد كښينولم او راته ویې ويل چې تاسې څه غواړۍ؟

ما وويل موږ يو بدلون، يو انقلاب غواړو.

هغه وويل:كه تاسوهڅه وكړئ او سواد او زده كړه عامه كړۍ او دا سواد او زده كړه ليرې كليو او بانډو ته ورسوۍ.له دې به نوبل سترانقلاب بل نه وي.

(كلمات زما خپل دي، فكر كوم كيسه به مې نه وي غلطه كړې)

دريم داچې: د ثور پيښې چې زه يې د اوسنۍ زاويي څخه گورم.هرڅه نوم چې پرې ږدې خوانقلاب نه وو.كيداى شي دا خبره زما ډير پخواني دوستان راسره ونه مني خوزه اوس د خپل پاس منزل (سر او مغزو) نوكر يم او خپله عقيده او نظريه لرم.او دا مې اوس باور دى.

زه يوه لنډه كيسه هم په دې اړوند لرم چې «حلاجې» نوميږي.په هغه كې دغه سياسې پيښې د قصابۍ دوكان كې پيښيږي اوبس.

عبيدی:که دا کیسه تر لاسه کړو نو همدی خبرو اترو سره به یې خپرې کړو. او اوس یوه بله مهمه پوښتنه: ستاسوله نظره افغانستان ته د شوروي قواوو راتلل انترناسيونالستی مرسته وه که پر افغانستان يو پوځي يرغل؟

کرگر: يوه چرسي سخت زيات چرس څكلي و.او په نوي بړستن كې تاو و. له كوره بهر يې دوه كسو شور جوړ كړ.(دوه كسه). د چرسې ښځې وويل ورشه سړيه او جنگ خلاص كړه. كله چې چرسې له كوره ووت دواړو پرې حمله وكړه.اوبړستن يې ترې وتښتوله.سړى بيرته كورته ننوت. ښځې ترې وپوښتل. جنگ دې خلاص كړ؟

هغه وويل: جنگ نه و. دواړه د بړستنې پسې راغلي وو؛ بړستن يې رانه وتښتوله. او ولاړل.

كه بيا دې هم په دې كيسه تنده ماته نه وي نو دا به زياته كړم چې هر څه وه ؛ خو مرسته نه وه. له مرستې پرته پرې بل هرنوم پرې كيښودلى شو.

عبيدی:که له اوسنۍ عقل سره فرضاْ ممکن وي بيا هماغه دورې ته وګرځۍ نوبيا به هم هماغه پخوانۍ ليارې ته به ور ګډ شۍ اوکه څنګه؟

کرگر:كه تاسې د دې ضمانت كوۍ چې ما بيرته اتلس كلن كړۍ، نو بس لږه اجازه به درنه واخلم چې يو څو ورځې فكر وكړم بيا به وگورې چې څه كوم. دا يوه ټوكه وه.

خو جدې به درته ووايم چې:    

– ايا كه امير عبدالرحمان بيرته راژوندى شي، څوك به يې په خوله پياز وخورې؟

– ايا كه هتلر بيرته راژوندى شي نو په پيزه شاپ كې به يې څوك استخدام كړي؟

– ايا كه استالين بيرته راژوندى شي، نوڅوك به يي د بس د دريور په توگه وټاكي؟

دا د تاريخ پوښتنه ده. هراكليت څه ښه ويلي دى:« موږ په عين وخت كې دوه وارې د هماغه اوبوڅخه نه شو تيريدلاى.»

نونه خو هغه وخت راځي او نه هغه شيبه او نه زه بيرته ستنيږم. بله دا چې دا كليه اوس بې ځايه ده كه فكر وكړو چې:«هر واقعيت معقول او هر معقول واقعيت دى.» د يوشې يايوې پدېدې معقوليت په تاريخيت او تاريخي ضرورت كې دى.

عبيدی: نوتاسوخپل ننۍ نړی ليداو سياسي افکار او ټولنيز ارمانونه څنګه تعريفوی؟

کرگر: زه به څو تصويرونه وراندې كړم.كاش كې چې د ډوډۍ د پيدا كولوپه خواكې دومره وخت راسره واى چې ډير لوستل مې كړي واى او په لوستلواو زده كړه نور تر پزې موړ واى.

۱.په يوه شيبه كې تاسو يوه جنازه وينۍ. يو شهيدپه كټ كې په خپلوكاليوكې پروت دى. كونډه ميرمن يې ورته پښوته ناسته ده. ماشومان يې هم سلگۍ وهي. هغه نور مړ شو. بيرته نه راژوندي كيږي. ماشومان څو شيبې وروسته خپل خوږ پلارنورنه شي ليدلاى ځكه چى د ځمكې له سره پناه كيږي. دا يو درد دى او كه نه؟

۲.يوه كونډه ميرمن چې له واده يې يوازې څوكلونه كيږي يو يا دوه ماشومان لري. په يوه لويه هديره كې د يوه قبر ترڅنگ ناسته ده. ژاړي كوچنی ماشوم يې څنگ ته ناست دى. هغه د موراوښكو ته گوري او په زړه يې توره شپه راځي هغه كلونه او مياشتې په دى هيله رالويږي چې پلاريې مزدورۍ پسې تللی او بيرته به راشي. خو چې شونډه يې توريږي.او يا په كلي كې د هغه پر سرڅوك لاس راكاږي. نو بيا پوهيږي چې د هغه پلار لا څو كاله د مخه له هغه جلا شويدى. دا يو درد دى اوكه نه؟

۳.يوه مور د يوه زلمي زوى په مړې ژاړي. خپل مخ شين كوي. هغه دا نه شي منلې چې د هغې زوى دې په دې زلميتوب كې له هغې جلاشې او د تورو خاورو ميلمه دي شې. هغه په دا شيبه كې فكر كوي چې ځمكه يې ترپښو لاندې تښتي او اسمان چورلي او منډې وهي خو دا پر يوه ځاى ولاړه ده. او ځان نه سوزوي.

پلار په منډو راننوځي چې زلمې زوى يې په كټ كې پروت دى. ځوانه نگور يې خپل مخ وهي. خودى په ملاكړوپ كيږي ژړانه ورځي د ديوال چنې ته كښينې خو بيا له ځمكې نه شې پورته كيداى. او د ملا په درد اخته كيږي. دا درد نه دى؟

وروستۍ خبره مې يوازې داده:چې هيڅوك د درد« د جسمې اوروانې درد» احساس ونه كړي.او بله دا چې:  دغني خان په دې شعر به خبره لنډه كړو:

مسالومې زړگى د روند كړ ياره ما ته بگتۍ شه
نور د روټو تاب مې نشته پراټه شه چپاتۍ شه
دا اوږدې اوږدې خبرې دا واړه واړه فكرونه
دهاى هاى د كړلو نه يم ماته هۍ تتۍ تتۍ شه
ړندو سترگو د پتنگ ته د نورونو كيسې مه كړه
پتنگ لمر ته كتى نه شي ډيوه گۍ شه موم باتۍ شه
ما ته ماشيه ! كېسې ته دهاتيانو د تول مه كړه
بس په دغه ځاى يې پريږده بگتۍ شه بگتۍ شه

 

غني خان

عبيدی: دبېلابېلوسابقې لرونکي افغانان دافغانستان بيارغونه غواړي او د ټولنېز پرمختګ، پيوستون او عدالت پلويان دی، خو پخوانۍ ترخې تجربې او خاطرې د هغوۍ د يووالي پرمخ خنډونه دي. ستاسوپه اند دغه خنډونه څنګه برطرف کېدای شي؟

کرگر: داسمه ده چې د استقطاب په كلونوكې ډيرجلاوالى رامنځ ته شو. كركې او بدبينۍ ايجاد شوى خوماته يوه كيسه راياده شي. څومياشتې تر مخه زه د استاد عبدالعلي مزاري د يادونې يوې غونډې ته تللې وم. په هغه كې يوه هزاره هېوادوال زلمي چې د لندن په يوه پوهنتون كې درس وايي په خپله وينا كې وويل: د هغې ورځې په هيله چې زه په افغانستان كې هزاره ياد نه شم او بل پښتون او بل هم ازبك ؛ بلكې د يوه افغان په نوم ياد شو.

دا د دې مانا لري چې زموږ په هېواد او ټولنه كې د ملت جوړيدنې پروسه په ډيره سستۍ پرمخ ځي. داټول د ټولنيز اقتصادي او فرهنگي ودې پورې اړه لري. كله چې موږ د تاريخ يو لوی جريان كې داخليږو او خپل رنگ قوميت او هويت په واحدجريان كې سره شريك كوو نو نه يوازې دغه اندك سياسي ستونزې له منځه ځي بلكې نورې هغه ستونزې چې تل د نورو له پاره د لاس وهنې او مداخلت سبب كيږي هم له منځه ځي.

كه د افغانستان اوسني حاكمان دملت جوړيدنې په موخه منظم سيستماتيك پلانونه جوړ او عملي كړي د انتگريشن بهير چټك شي نو اوسنې حالت به يو وخت وروستي نسل ته د خندا او ټوكو نه بل څه نه وي. 

عبيدی: تاسوله کلونوپه دې خوا د بایزید روښان او روښانی غورځنګ په هکله څيړنې کوۍ. ايا دا څيړنې اوس هم دوام لري او که داسې وي نوڅه نوې خبرې هم شته دي؟

کرگر: دا سمه ده. ما دارواښاد روهي صيب د لارښوونې لاندې يوكار وكړ. ماته هغه د ډير باور شخصيت ځكه ووچې نوموړى په معاصرو ميتودونو ډير ښه پوهيده. زموږ د نوروكلاسيكوپوهانوپه څيريوازې په څيړنه كې د زوكړې پرځاى اوكال اوعادي مالوماتوكې ښكيل نه و. ما د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څيره په نوم اثر وكښه او بيا د علومو اكاديمې له خواچاپ شو.دې اثر د حكيم ناصر خسرو جايزه هم واخيسته داځكه چې په دغه اثركې د روښان او اسماعيليه افكارويوه پرتليزه څيړنه شوې ده.

يووخت زه په پيښور كې وم، هلته ماخپل اثر ارواښاد تقويم الحق كاكاخيل صيب ته استولی وو. نوموړي د استادحبيب الله رفيع په وسيله ځواب راوليږه چې زه دې گورم. زه د هغه كورته چې په شاهين ټاون كې اوسيده ورغلم ښايسته زيات وخت مې ورته ونيو هغه راته وويل:    

– بچيه ما ستا دغه اثر ولوست.تا ډيره ښه څيړنه كړې ده.خونتيجه گيرې دې په كې پاچاخاني كړې ده. يعنې د خدايي خدمتگارو د نظر له مخې ده. استاد تقويم الحق كاكا خيل سره له دې چې د روښانيانو باندې ډير ليكنې كړې دي خو نوموړى د ديوبند مدرسې فارغ اودپاكستان د نظريي (نظريه پاكستان) پيرو و. هغه ډير محترم عالم و خويوه كيسه يې راته وكړه. هغه وويل چې هو! روښانيان دلته ډير منفور و.زه په چارسده اوكه مردان كې يوځاى ته ورغلم چاراته وويل چې دلته دپير تاريك(پير روښان)د پيروانوقبرونه دي. ما ورته سر ښكاره كړ. هلته خلك يوازې د «ساراگشت» له پاره ورتلل. اوځاى ټول د مردارۍ ډك و.

ما د دغه محترم دانشمند په وړاندې څه ونه ويل:خو ده زياته كړه چې دا كار د مغلوپه دستور شوى و.اغلباچې د مغلو د نوكر پير ترمذي دستور به و يا د

اخونددرويزه. د هغه دا خبرې هم پر ما بدې ونه لگيدلې او زه يې نورهم وهڅولم چې كار پرې وكړم.

واقعيت دا دى چې روښانيان يوه د سرفروشو ډله وه. دا جنبش په كلونوكلونو څيړنې ته اړه لري. كه دا كسان د ايرانيانو مال واى نوخداى پوهيږي چې اوس به يې په پوهنتونونوكې روښان پيژندنې يو مقام درلود. او روښان به يي له ډيرو فضلاوو اوچت ښوولى و.

روښان پير د دوزخ ژبه يعنې پښتو د جنت ته د داخليدو د لاري ژبه كړه، يعنې د مذهب ژبه يې كړه. هغه داسې زړورشخصيت تير شوى دى چې كله هغه د قاضي خان له خوا محاكمه كيږي، قاضي خان ورته وايي:راځه له موږ سره كار وكړه. ته په دې جاهل قوم(پښتنو)كې څه كوې؟

هغه ورته وايي: زه خداى تعالى د همدې «جاهل» قوم له پاره راليږلی يم چې ورته لارښوونه وكړم.

زما د دې څيړنې سره يوه ناپايه مينه ده. اوس د ميرزاخان انصاري چې د بايزيد روښان لمسى و د ديوان په فلسفي ارزښتونو كاركوم.

عبيدی: خوشحال خان هم ډير نقادانه نظريات درلودل.که څه هم هغه اصلاحات چی ده غوښتل عام قبول ونه موند؛خودی خپله يولوی شاعر او د فخر وړ شخصيت په حيث د خاص او عام په زړونوکې لوړمقام لري ؛ خو پير روښان حتا د روښانفکرانوپه مينځ كې تراوسه هم ډېرلږ مينه وال لري، د دې تجريد او بې مهرې لاملونه ستاسوله نظره کوم دی؟

كرگر: گوره! كه د خوشحال په باب خبري كوو نو خوشحال په وار وار لوستلو ته اړه لري. د خوشحال ديوان بايد د هر پښتانه سر ته ايښى وي. هغه علامه اقبال د«حكيم افغانيان»په نوم يادكړى دى.اودهغه كارنامې چې وگورې نو په رښتياچې د علم، پوهي او فضيلت او تدبير خاوند شخصيت و. د تورې او ميړانې خاوند هم. خوشحال چې كله د مغلو له زندانه راخلاص شو نو د اټك نه تر جگدلك پورې داځمكه د مغلو د پښولاندې زلزله شوه. د هغه دوه يارانو ايمل خان مومند او دريا خان اپريدي په مغلو داسې گوزار وكړچې تاريخ يې ساري نه لري.


د خيبر دره يې سره كړه له په وينو
 په كړپه يې هم روان كړ دندوكار

 

اوس راځو روښان ته: روښان د افغانانو د دوښمنانو له خوا ورك ساتل شوي دي. د هغه اثار منع شوي و. د مغلواو د هغه د ټوك خورو «سيدعلي ترمذي» اواخوند درويزه په روښان او روښانيانو د كفر ټاپه وهلي وه. او د هغه وخت د پښتنوله پاره داكافي وه چې يو څوك د كافر په نوم ونومول شي. داسې كيسې د افغانستان په تاريخ كې څو وارې تكرار شوي دي. افغان روښانفكران بايد اوبايد روښان په ژوره توگه ولولي. روښان لومړی سړی دى چې د هغه پيروانو په پښتوژبه ديوانونه وكښل. اثار يې وليكل او د داكتر فاروق اعظم خبره چې د دوزخ ژبه يې د مذهب ژبه كړه. له بلې خوا په منطق ادبياتو، تصوف اوعرفان او فلسفه كې روښاني اثار لومړني پښتو اثار دي. دا واقعيت حمزه بابا دقيق درك كړى و.

عبيدی:ايا نوي ادبي او فرهنګي کارونه هم تر لاس لاندې لرۍ؟

کرگر: هوزه اوس يواثر له انگريزې څخه په پښتو اړوم چې «قران كلاشينكوف او لپ تاپ» نوميږي دا اثر له نيمايي اوښتى دى هيله ده چې د دې كال تر پايه زما د يوه بې پروا اديتور ملگرې چې لږه پاملرنه كوي او په نوروكارونو مصروف وي، له ايديت نه هم خلاص شې او چاپ ته تيار شي.

بل د ميرزا خان انصاري د ديوان فلسفي ارزښتونو باندې كار كوم.

د «پښتو شعر په كيڼه كوڅه كې » يو بل اثر دى چې زيات كار يې بشپړدى خو يوڅه برخه يې پاتې ده.

او دا ډول نور كارونه هم تر لاس لاندې دي. چې خداى دې وكړي چې پای ته یې ورسوم.

ماخذونه

۱.اغیز، عبیدالله، دکیسې واقیعت، مقاله، نننی افغانستان، اوونېزه، ۱۵۲ ګڼه، کابل، ۱۳۹۳ل کال.

۲.بدر، صدیق الله، د لونګو درېڅې، د ختیزې سیمې لیکوالو او شاعرانو خپلواکه ټولنه، ننګرهار،۱۳۸۹ل کال.

۳.کرګر،محمد اکبر، انځورونه که هندارې، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۶ل کال.

۴.کرګر، محمد اکبر، د غويي هډوکي (ناول)، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۹۰ ل کال.

۵.کرګر، محمد اکبر، په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څیره، دانش خپرندویه ټولنه، دریم چاپ، پېښور،۱۳۸۹ل کال.

۶.هاشمي، محقیق سید محي الدین، د لیکوالی فن، دریم چاپ، میرویس کتاب پلورنځی، پېښور،۱۳۸۳ل کال.

۷.هاشمي، څېړنوال سید محي الدین، دنثر ادب ډولونه، وحدت خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۸۹ل کال.

۸. روهي، کاندید اکاډمیسین محمد صدیق، د پښتو ادبیاتو تاریخ: دانش خپرندویه ټولنه، پيښور، ۱۳۸۴ ل کال.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب