جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزخپل فکر مو مثبت لوري ته یوسئ | ثــناءالله'خــادم'

خپل فکر مو مثبت لوري ته یوسئ | ثــناءالله’خــادم’

په دې نړۍ کې یو شی چې تاسو یې په خپل ولکه کې ساتلئ سئ هغه ستاسو فکر دی تاسو په هر حال کې دا پرېکړه کولی سئ چې تاسو باید څه وکړئ، د څه ترلاسه کولو لپاره باید تاسو له خپل فکر څخه پیل وکړئ.
څومره چې ستاسو فکر مثبت وي همدومره به ستاسو ژوند خوشحاله وي.

د یوه شخص د بریالیتوب راز په ښه “مثبت” فکر کې دی.
موږ او تاسي باید خپل له ذهنونو څخه منفي فکر ډلیټ او مثبت فکر ته ځای ورکړو.
منفي فکر د مثبت فکر برعکس دی تاسو کمزوري کوي،تاسو بې باوره کوي، کله چې تاسو منفي فکر کوئ یا منفي خبرې کوئ نو تاسو خپل ځواک په لوی لاس له منځه وړئ.

مثبت فکر ستاسو ذهني روغتیا لاپسې ښه کوي،او ستاسو کارکردګي د پرمختګ په لور بیایي.
کچیري زموږ هېواد کې مثبت فکر والا شخصیتونه زیات سي نو هېواد به مو د پرمختګ پر لور لاړ سي.
د منفي فکر د له منځه وړلو له امله تاسو ښه او خوشحاله ژوند تېرولی سئ.

مثبت فکر ستاسو احساس ځواکمنوي ،تاسو باوري کوي، مثبت فکر ستاسو په شخصیت، ستاسو په روغتیا، ستاسو په وړتیاوو او ستاسو په جرئت رغوونکې اغیزې اچوي.

کچیري تاسو مثبت فکر وکړئ نو هغه موخي به ترلاسه کړئ چې ستاسو په زړه کې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب