دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeمقالېدریسوله که توره کودتا | ارین پکتیار

سوله که توره کودتا | ارین پکتیار

که چیرې افغان ملت او د سیمې هیوادونه له تدبیر نه کار وانه خلي او د تقدیر کرښو ته کیني نو لرې نه ده چې د ۱۳۹۸ کال ثور میاشتې څخه وروسته به موږ د ۱۳۵۷ کال برخلیک سره مخ کیږو.

د ۱۳۵۲-۱۳۵۷ کال پورې د افغانستان د وخت جمهوري دولت د سیمې په کچه بنسټیزو کارونو ته بډې راونِغښتې چې د بیلګې په توګه د افغانستان او ایران اړیکو په تاریخ کې زرین کالونه حسابیږي، دغه موده کې د افغانستان جمهوری دولت د جمهور رئیس داودخان او ایران مشروطه شاهي دولت د ایران مشروطه دیموکرات ګوند مشر محمد رضا شاه پهلوي تر مشری لاندې د نړیوالې اتکا أپاره د سیمیز اتصال یعنې د تهران، هرات، کندهار، کابل، پیښور، هند سمندرګي او فارس خلیج د وصلیدو لپاره د ریل پټلی طرحه جوړه او تفاهمنامه لاسلیک شوه. همدا شان تر ۱۳۵۷ کال پورې د دواړو هیوادو تر مینځ ۲۸ قراردادونه په سرحدي، سوداګریزو، ترانزیتي، مخابراتي، فرهنګي، قونسلي، سونګ موادو، پیټرولو او بیلابیلو برخه کې لاسلیک شول. دا وو د هغه وخت تړونونه چې یواځې د یو هیواد سره موافقې ته پر رسیدلي وو همداسې د نړۍ ډیرو نورو هیوادونو سره تړونلیکونه او تفاهمات تر سره شوي وو.

همدغو تړونونه او د خدمت اراده باعث د دې شوه چې دواړو خواوو حکومتونه تغیرشي، افغانستان کې د ثور انقلاب چې په روسانو ورټپ شو، دلته کې یې داود خان شهید کړ او ایران کې اسلامي انقلاب غربیانو له خوا حمایه شو او هلته کې یې رضا شاه تبعید کړ او سیمه کې د بنسټیزو پروژو پلي کیدو او پرمختګ مخه ډب شوه.

اوس راځم اصلي موضوع د شته حکومت لاسته راوړنو ته په تیرو پنځو کالونو:

-1د اساسي قانون پر بنسټ د نظام د دولتدارۍ لپاره د نوي سیستم جوړول، چې د افغانستان د خلکو د ملي آرادې څرګند ممثل بلل کیږي.
-2 له ملي امنیتي ځواکونو خاصه قدرداني او د هغوی هرې برخې ته خاصه پاملرنه کول.
-3 د کمانډو ځواکونو نوې قول اردو جوړول او د هوايي ځواکونو پیاوړي کول.
-4 د امنیتي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د کوپون ورکولو پروسې پیل کول.
-5 په هره ملي موضوع کې د اجماع رامنځته کول او په اړه یې د ټولنې د ټولو قشرونو نظرونه اخیستل.
-6 د ارګ او مسجد تر منځ د شته واټن له منځه وړل او ارګ د ټولو خلکو په ملي کور بدلول.
-7 د حکومت په بېلابېلو برخو کې د عامه مشارکت لپاره زمینه برابرول.
-8 ځوانانو، میرمنو، ورزشکارانو او معلولینو ته خاصه پاملرنه کول.
-9 د حکومت په لوړو پوستونو کې د ځوانانو استخدام او په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې زیاتول.
-10اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون توشیح کول او د ژورنالیستانو څخه د حکومت خاص ملاتړ کول.
-11د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د حکومتي مسئولینو له لوري خلکو ته د حساب ورکونې پروسې پیلول.
-12د اتو عالي شوراګانو ایجادول او په دغه شوراګانو کې د لویو موضوعاتو په اړه پریکړه کول.
-13د هېواد په کچه متوازن انکشاف ته خاصه پاملرنه کول او د میثاق شهروندي برنامې پیلول.
-14له ولایتونو سره د سیستماتیکو اړیکو ټینګښت او ولایتونو ته د ولسمشر د کاري سفرونو تر سره کیدل.
-15د ټاپي پروژې عملاً پیل کول
-16د کاسا زر برق پروژې پیلول
-17د سلما بند ګټې اخیستنې ته سپارل
-18د لاجوردو لارې پرانیستل او له دې لارې اروپا ته د افغاني صادراتو د لیږدولو پيل کیدل
-19د آقینې بندر له لارې ترکمنستان ته د ریل پټلۍ پرانیستل
-20د حیرتانو بندر له لارې د چین سره د ریل پتلۍ له لارې وصل کیدل
-21 د کمال خان بند د رغونې چارې پیلیدل
-22 د مچلغو بند د رغونې چارې پيلیدل
-23 چین، هند، ترکیه او تاشکند ته د هوايي دهلیزونو پرانیستل
-24 زوراکانو په وړاندې د جدي مبارزې پيلیدل او د ګڼ شمیر زورواکانو نیول
-25 په فساد ککړو عالي رتبو مامورینو دوسیې څارنوالۍ ته سپارل
-26 د سولې په اړه د ملي، سیمه ییزې او بین المللي اجماع را منځته کول
-27 په ګڼو نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون او د نړیوالې ټولنې مالي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کول
-28 د ولسوالانو او ښاروالانو ملي کنفرانسونو جوړیدل
-29 د غزني او پکتیا ولایتونو لومړۍ درجې ته ارتقاء کول
-30 د لغمان او بادغیس ولایتونو دویمې درجې ته ارتقاء کول
-31 د بدخشان د شورابک برښنا بند د رغیدنې پيلیدل
-32 د کندهار د دهلې بند جوړولو پيل کیدل
-33 د پارلمان د نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل.
-34د دارالعمان ماڼۍ د بیا رغونې کارونه پيل کیدل او تقریباً نهايي کیدل.
-35 له کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه د استقلال ورځې په ځانګړو مراسمو لمانځل کیدل
-36 د ملي امنیتي ځواکونو په نوم د حوت د ۹ ورځې نومول
-37 د هرات د حلقوي سړک رغول او ګټې اخیستنې ته سپارل
-38 د بامیانو د سړک رغول او ګټې اخیستنې ته سپارل
-39 د جبل السراج د سمینټو فابریکې بیا رغول
-40 د ملي عوایدو په زیاتوالي کې فوق العاده زیاتوالی را وستل
-41 د تدارکاتو د کمیسیون ایجادول
-42 میدان وردګ او غزني ته د برښنا لیږدول او همداسې کندهار ته یې د لیږلو د کار جریان
-43 لوګر او پکتیا ته د برښنا لیږدول او خوست ته یې د انتقال د کار جریان
-44 په ��نګرهار کې د زر بستریز روغتون د جوړیدلو کار پیل کیدل
-45 د ځوانانو او علماوو کنفرانس جوړیدل.
-46 د ښځو د ملي سمپوزیم ترسره کیدل
-47 د میرمنو د سوداګرۍ خونې ایجادول
-48 د معلولینو څخه د ملاتړ ادارې ایجادول
-49 د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو چارو د نوي فصل پرانیستل،تړونونه او تفاهمنامې لاسلیکول.
-50 په لومړي ځل چین ته د جلغوزو صادرول او نور نړیوالو بازارونو ته د افغاني صادراتو رسول.
-51 د مسلکي او تخنیکي زده کړو د ادارې ایجادول
-52 د چهلستون د باغ د بیا رغول.
-53 په جوزجان کې د انرژۍ په تولید پانګونه
-54 د مخابراتو برخه کې د دیجیټل کاسا پروژې پیل.
-55 د زعفرانو کر او تولید ته په یو شمیر ولایتونو کې خاصه پاملرنه کول
-56 په امنیتي نهادونو کې بنسټیز اصلاحات را وستل.
-57 ولایتونو ته د ځانګړو صلاحیتونو ورکول.
-58 ښاروالیو ته د تشویقي بودیجې ورکول.
-59 د تل پاتې او با عزته سولې په موخه د بنسټیزې طرحې ترتیبول.
-60 او په پښتونخوا کې د روانو مدني او مشروع فعالیتونو څخه ملاتړ کول

.بیلا بیلو بنیادي پروژو او تړونونه او تفاهمنامې او حتی عملي کارونه د دې باعث وګرځیدل چې نړیوال زبر ځواک بیا د افغانستان سولې تر نامه لاندې د تورې کودتاه طرحه جوړه او د تطبیق اراده یې لري.تر څو شاته وګرځو.

اخر کې پر افغان ملت غږ کوم چې تر څود وخت او فرصتونو په ارزښت پوه نشو،مدیر یت یې نکړو له بیلابیلو بحرانونو سره به مخ کیږو خو اخر تر کله!  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب