پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د پيريانو په واده کې | اکبر کرګر

د پيريانو په واده کې | اکبر کرګر

 غرمه داسې مهال چې د لمر سترگه د اسمان په منځ کې ولاړه وه، له خوبه راپاڅېدم، سترگې مې وموښلې، خواوشاه ارامه ارامي وه. ټکنده او سره غرمه وه. د تود او سور لمر يوه دپ جنه فضا وه. خلک او د چم گاونډ اوسېدونکي هم نه برېښېدل. يوازې په ونو او ديرو کې د چنچڼو اوازونه او شور ماشور تر غوږو کېده. د کلا او دېري ساتونکي سپې چې په خپله سره څرمن کې له خپلې لنډې لکۍ سره نغښتي و، يوې خوا ته پروت او ستمي يې کاوه. هغه عجب عادت درلوده. هېڅکله يې پړي په غاړه کې نه ټينگيده. تل به ازاد گرځېده، کوم چا کيسه کوله چې کله چې کوکرې وو او راوستل شو نو يوه ډنډۍ ورته جوړه شوه چي په يوه سر کې به يې غړوندي و او بل سرکې به بل پړي وو، چې په موږي پورې تړل کېده. يو څه وخت همداسې وساتل شو خو بيا يې وروسته نه ډنډۍ وليده او نه هم هغه لرگينه کاسه په مخ کې وليده چې د خوراک له پاره به يې څه ورته په مخ کې اچول. خو له څه مودې وروسته چې را لوي شو، بيا يې پړي او غړوندې ونه ليده. تل به ازاد گرځېده. په کوټو کې به هم ننووت خودسره سپي وو، چې ټولو کليوالو به ورته لنډو غږ کاوه.

 يو نيم کس خو به ورته د قوماندان غږ هم کاوه. په کتره به يې خاوند ته ويل چې قواماندان څنگه دى؟ لنډو به د کور خاوندان په ځيرکۍ څارل چې لږ څه به د چا سترگې ايخوا شوې، هغه به سم د واره کوټې ته ننووت او د ډوډيو او سوکړکانو له شکوره به يې هر څه په خوله کې نيول او بيا به تښتېده. ليرې به ولاړ او هلته به يې په خوراک پيل وکړ. 

لندو په کلي کي ډېر مشهور شوي و. ان نابلده مېلمانه به هم چې کلي ته راغلل، کليوالو به د لنډو په نامه يادول. 

کله چې به د لنډو وار پار له لوږي خطا شو نو بيا به يې په کوړکه چرگه هم اسره نه کوله. ان د هغې په چرگوړو يې هم صرفه نه کوله، حمله به يې کوله او تښتول به يې خو د کلي خلکو او د سپي مالک د سپي دا عادتونه بابيزه گڼل. دومره پام يې ورته نه کولو. 

خو هغه ورځ ډېره سره غرمه وه. گرمي بېخي زياته وه. غرمه مهال ويده شوى او بيرته له خوبه راپورته شوى وم، سترگې مې مښلي، په کرار د کلي مخ وستل ته را ووتم. زه لا په دې فکر کي وم چې څه بايد وکړم او کومې خواته ولاړ شم، چې په همدې کې مې گلازيم کاکا مخې ته شين شو، زما په ليدو يې ژر مخ واړاوه او نصوار يې له خولې توف کړل خو په واښکو يي د شنو نصوارو ځگونه له ورايه مالوميدل خو هغه پر ما لومړى شو، غږ يې وکړ:

ښې چارې سمندره! 

ما د ښه چاري ځواب ورکه! چار دې ښه، څه حال دى؟ 

خو په دوه درې خبرو کې چې احوال مو واخيست، گلازيم کاکا ډېر ژر زما له سترگو پناه شو. ته به وايې خوب وينم، ارومرو چې دمخه چې ويده وم، په خوب کې به مې ليدلي وو.

زه چې ماشوم وم، هغه به هر وخت زموږ دېرې ته را تلو. په راتگ سره به يې ميلمنو ته اوبه نيولې، د تمباکو چلم به يې ډکاوه او داسې نور کارونه به يې يو دم پر سر اخيستل. نه پوهېږم نن يې بيا ولې زما د ذهن په ورشو را پيښه وکړه. ټولې زړې او پخواني يادونې يې را ته مخې ته کېښودلې.

هغه به چې کله را غي نو ما به ترې د پيريانو او ديوانو د کيسو پوښتنه کوله. هغه به هم په زور و زير دروغ و رښتيا د پيريانو کيسي کولي. ديوان به يې يادول يو بل ځناور چې روهه (روه) نوم به يې اخيست، يادوله. د دې ټولو کيسو د کردارونو تر سيم به يې را ته کاوه. يو يو کردار به يې راته په الفاظو کي ترسيمولو، په خبرو خبرو کې به يې راته ښودله چې پيريان داسې موجودات دي چې څوک يې نه ويني خو د بنيادمانو سره جوړه گرځي، هر ځاى کې موجود وي. د هغو سترگې له برې خوا کښته را څېري شوې وي. ځينې يې ښکلي وي خو ځينې يې اوږدي داړي لري او ډېر بدرنگ وي. لوي لوی اندامونه لري، زور او قوت لري او له بنيادم سره بل خيل چلند کوي. 

گلازيم اکا به داسې کيسې کولي لکه پخپله چې به دې کيسو کي ښکيل شوي وو. هغه به د غرونو، د ناوونو کي د ديوانو او بلا گانو کيسې کولي. راوه به يې يادوله. چي يو ډير بد موجود دی. هغه چې نوى څوک مړ شي نو قبر ته يې ورځي، قبر يې سپړي او د مړي په گيډه اوړه اغږي او بيا به پري جادو او منتر پخوي. خو ما ته چې د پيريانو کيسه په زړه پوري وه بيل به يې هم واهه کار به يې هم کاوه خو کيسه به يې نه پرېښوده. هغه به ويل: 

پيريان داسې موجودات دي چي څوک يې په سترگو نه ويني د هغو سترگي ډېرې تنگي وي. په يو نيم سړي يا ښځه کښيني او د هغو په وجود کي هم خپل کرادر ترسره کوي. يوه شپه زه په کوټه کې ويده وم چې له ما يې بړستن وتښتوله. بيا له کونج نه اوازونه راتلل، خنداگانې يې کولې. ما ورته زارۍ وکړې. عذر مي ورته وکړ خو بړستن يې بيرته راگوزار کړه. له ځانه يې لږي ميوې او نور شيان هم راته مخکې کيښودل او له هغه وروسته راسره دوستان شول. 

رښتيا د هغوی د مړي او واده رسم او دود هم عجيب و غريب وي. د هغوې ډولۍ په هوا درومي. بړبوکي يا گردباد خو به دي ليدلي وي کنه؟ 

ما ويل هو ولي نه! 

بس د هماغه بړبوکيو په اوږو خپله ډولۍ وړي. له غرونو او سيندونو يې تېروي، دښتي او ځنگلونه گزوگام کوي. ورا هم په بړبوکي کې ليږدوي. ساز او سرود هم د بادونو په څپو کې انتقالوي. هم د باد په وزرو روان وي او هم به په هوا وي.

د گلازيم په خبرو به زما سخته تنده او شوق راپورته شول، ځانه سره به مې ويل: «کاشکې د بړبوکي په وزرو زه هم پورته والوځم.» خو خبر نه وم چې بړبوکې هم ساده څه نه وي.

***

خو په همدې غرمه چې ورځ نيمايي ته ورغلي وه او زه له خوبه را پاڅېدم، سم دم د کلي په مخ کې د تودو بادونو له لگېدو سره سم بړبوکۍ زه هم په خپلو منگولو کې ونيولم. زه د بړبوکي په غېږ کې تاو را تاو شوم. لکه ماشوم چې د مور د کميسه په لمنه کې تاو شي. زه يې هم په کې راونغړلم. 

هماغه شېبه چې د ورځي نيمايي وه. چې بړبوکې په خپلو پنجو کي ونيولم بيا د خاورو، خځلو سره د بڼکو او گيا وو سره د باد په وزرونو د ځمکې له سره پورته شوم. هېڅ مجال مې نه وو چې پښي مې په ځمکه کېږدم. ما په بړبوکي کې د پيريانو واده ونه ليده. کېداې شي ما به نه ليده. يوازې د باد څپېړې او چنگاري وو چې تر ډېره وخته چې زما حواسو کار کاوه، اورېده مې. ورو ورو مې خپل تن او جسم هم بې حسه ليده. ځمکې ته بيرته د کوزيدو او ورستنېدو تلوسه هم راسره وه. هماغه چې بړبوکۍ له ځمکې پورته کړم، بيا مې سترگو هم ليد له لاسه ورکړ. خوله مې وچه شوه، گونگی شوم، د خبرو مجال مې له لاسه ورکړ. زه لا د بړبوکي په وزرو سور او پورته وم. په لايتناهي فضا کې تاوېدلم او همداسې چې څومره تاوېدلم خپله هست او شتون مې له لاسه ورکاوه او له هر څه سره پردې کيدلم. 

اوس رښتيا له هغه غرمي مهاله ډېر وختونه تېر دي! ډېرې شېبي واوښتې چې ما هر څه له لاسه ورکړل. زه اوس له ځمکې سره غوڅ شوى يم. زه د بړبوکۍ په په وزرو سپور يم تن او وجود مې د بڼکو او خځلو په څېر او يا د هغو په منځ کې ورک دى. 

هو! هلته  چې  د پيريانو دواده په ورا کې روان وم، بړبوکۍ په منگولو کې زبيښلم ،زه هغه مهال  نه پوهېدم چې دا د پيريانو واده دى خو زه يې را اخيستي وم. د پيريانو واده نه وو بلکې  نشتون يې رامنځ ته کړ، زما نشتون. 

پاى

۲۱-۴ -۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب