یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهطالبانو د میس عینک کان ۷ سرتیري وژلي

طالبانو د میس عینک کان ۷ سرتیري وژلي

تاند ( دوشنبه، د غویی ۶)  د لوګر امنیتي چارواکي وایي، وسلوالو طالبانو د دې ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د مس عینک کان پر ساتونکو برید کړی او په ترڅ کې یې ۷ تنه سرتیري وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومانداني له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسلوالو طالبانو نن له غرمې ورورسته د محمد آغې ولسوالي د سيد آباد په سيمه کې د مس عینک کان د ساتوونکو پر رېنجر موټر وسلوال برید کړی دی.

خبرپاڼه وایي، دغه رېنجر موټر چې د مس عينک کان د ساتونکو غونډ ته پر لار و، د طالبانو له کمين سره مخ شوی دی.

سرچینه وایي، د طالبانو له لوري په دغه وسلوال بريد کې د عامه ساتنې اوه پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې اته سرتیري وژلي دي.

د مس‌ عینک کان چې د نړۍ په کچه د مسو دویم ستر کان بلل کېږي، د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د مسو د کان سربیره پکې لرغوني تاریخي اثار هم موندل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب