یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهافغانان دې بې ضرورته هند ته سفر نه کوي

افغانان دې بې ضرورته هند ته سفر نه کوي

تاند(یکشنبه، د ثور۵) په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له افغانانو وغوښتل چې هند ته سفر ونه کړي.

 د ښاغلي ماموندزي په وینا دا مهال هند ته د سفر لپاره مناسب وخت نه دی او افغانان دې له ډېر ضروروته پرته دې هیواد ته سفر نه کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې، په هند کې تر نن (یکشنبې) پورې ۱۷ ملیونه ۳ لکه ۴۳۰۸ تنه په کورونا اخته پېژندل شوي او یوازې نن ۳ لکه ۵۲ زره ۵۳۹ تنه پرې اخته شوي دي.

په هند کې د افغانستان سفیر وايي، په تېرو څلورو ورځو کې په هندوستان کې تر یو ملیون زیات خلک په کورونا وایرس اخته شوي دي چې له کبله یې دا هیواد له یوه ستر روغتیايي بحران سره مخامخ شوی دی.

لا هم تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په کورونا اخته شوي دي. په متحدو ایالتونو کې تراوسه پورې ۳۲ ملیونه ۷ لکه ۹۷ زره ۲۱۳ تنه په کورونا اخته شوي دي او ۵۸ زره ۹۴۱ تنه ورڅخه مړه شوي دي. خو اوس په دې هیواد کې د کورونا نوې پېښې خورا کمې شوي ځکه چې نژدې ۲۰۰ ملیونه امریکایان واکسین شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب