جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د ځمکي ورځ | پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

د ځمکي ورځ | پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

 د ځمکي ورځ هر کال د اپریل په ۲۲ نمانځل کیږي، تر څو وګړي د ځمکی د ارزښت او پر ځمکه د ژوند په هکله فکر وکړي.
دا ورځ په دی مهمه ده چې زموږ فکر هغو بیلابیلو ستونزو او خطرونو ته اړوي له کومو سره چې زموږ سیاره مخ ده.
 د دې وخت رارسیدلی دی چې د خپل فکر او عمل او د خپلو ورځنیو چارو په هکله چې د طبیعیت له ساتنی سره مرسته کوي بیا کتنه وکړو. ددی ډاډ ترلاسه کړو چې د ځمکي کره، اوسنی او راتلونکو نسلونو ته سالمه پاته شي.
 د ځمکی ورځ په حقیقت کې په ۱۹۷۰ کې د امریکې د متحده ایا لاتو دیوه سناتور گایلورد نلسون نوښت و. هغه د اپریل په ۲۲ له وګړو وغوښتل چې د دولتونه پام د ژوند چاپیریال ستونزوته وروګرځوي، ځکه چې ځمکه یې له خطر سره مخ کړې ده. په هماغه ورځ له شلو ملیونو زیاتو وګړو حیراوونکې لاریونونه وکړل او د ځمکې د نوی تاریخ دپیل او له ځمکې سره د سلوک او کړنو د بدلون غوښتونکې شول.
نوموړی ورځ له هماغه مهاله د امریکی متحده ایلاتو او یو شمیر نورو هسپانوي ژبي هیوادونو نمانځله.
 خو له ۱۹۹۰ کال را وروسته ددی ورځې د نمانځونکو هيوادونو په شمیر کې زیاتوالی راغی او هر کال یې د نمانځنی لپاره ځني موضوعات ټاکل کیدل، چې زیاترو یې د ژوند چاپیریال ته د ورپیښو ستونزو سره تړاو درلود. لکه د ژوند د رنګارنګۍ له منځه تګ، په خاوره، اوبو او هوا کې بدلونونه او نور.
نوموړی ورځ په ۲۰۰۹ کې د ملګرو ملتونو له خوا هم په رسمیت و پیژندل شوه، د مورنۍ ځمکی ورځي په نوم و نومول شوه او اعلان شوه.
 اوس د اپریل دوه ویشتمه په ټوله نړۍ کې د ځمکی ورځی په نوم نمانځل کیږي او د میدیا او رسنیو له خوا ورته هم ځانګړی پام کیږي. د اپریل له ۲۲ د یوی اونۍ لپاره د نړۍ هیوادونه بیلابیل فعالیتونه او فرهنګي جشنونه لري تر څو لوی او واړه د ځمکې او چاپیریال ساتنی ته وهڅول شي.
 د یادولو وړ ده چې په پیل کې انسان پر ځمکه د خپلو فعالیتونو منفي او ناوړه اغیزو ته دومره پام نه کاوه. یوازی په دی هڅه کې و چې د خوراک، پوښاک او استوکنې حالت یې لا غوره شي او د ژوند د پر مختګ، د لا زیاتو خوندونو، راحتونو او اسانتیاوو نوی لاری چاری و مومي. هماغه و چې ځان یې صنعتی انقلاب ته ورساوه. له صنعتی انقلاب را وروسته یې پر ځمکه بیساري او زورور فعالیتونه ترسره کړل چې منفي اغیزې یې هم لرلي.
 په بیلابیلو کارونو کې له ماشین کار اخیستنی د طبیعیت او چاپیریال څېره بدله کړه، او ځمکه یې په ډیرو حالاتو کې د بیا رغون، او طبیعي حالت ته د ورګرځیدو له ستونزو سره مخ کړه.
 موږ د یو شمیر ورځ تر بلی زیاتیدونکو بهیرونو مسؤل یو ، چې د ژویو بیلابیل ډولونه مو او ان خپل ځان مو د ناروغیو او نورو افتونو له ګواښ سره مخ کړی دی.
 د ځمکي د ورځي د ددی پرتمین یادښت ترڅنګ به ښه وي چې د ځنو چاپریالي ستونزو او دهغو د اغیزو له څرنګوالي هم یادونه وکړو، کومو چې زموږ د ژوند او د ځمکی د کرې سلامتیا ته خطر ورپیښ کړی دي:
 ۱- د هواککړتیا
په هوا کې د ځنو موادو, ذرو او غازونو ورګډیدل او زیاتیدل، ژوندیو موجوداتو او د ژوند کیفیت ته خطر پیښوي. دا مواد د صنعتی فعالیتونو او ترانسپورتي وسایلو له لیاری هواته پورته کیږي، هوا ککړوي، د ژوند روغتیا او سلامتیا زیانمنوي او د ځنو تنفسي ناروغیو سبب هم کیږي.
 ۲- د اوبو ککړتیا
دا ککړتیا د اوبو رنګارنګ چاپیریالونه اغیزمنوي. د بیلګي په توګه د کورونو او صنعتی فابریکو چټلۍ او کثافات په ویالو، ډنډونو او سیندونو کې غورځول، د رنګارنګ ژوندیو موجوداتو ژوند او همدارنګه د هغو وګړو ژوند، چې له نوموړو اوبو استفاده کوي له خطر سره مخ کوي
. ۳- د ځنګلونو سوځول
دا سوځول که په هر علت وي، که د څړځایونو او نویو سیمو د رامڼځ ته کیدو او پراخیدو لپاره وي او یا نور علتونه ولري، سختې پایلی لري. په ځانکړی توګه کله چې یې اور له کنتروله بهر شي نو په پایله کې یې د هوا د ککړتیا، د ژویو د استوګنځایونو د ورانیدلو او د ژوند د ډیرو زیاتو ډولونو د له منځه تللو سبب ګرځي.
۴: د ځنګلونو وهل او له منځه وړل
 د ځنګلونو وهل چې زیاتره وخت د ښاري پراختیا، د کرنیزو ځمکو او څړ ځایونو د رامنځ ته کیدو اود لرګیو د تولید لپاره ترسره کیږي، په حقیقت کې د یوی سیمي دنباتي پوښښ د له منځه تلو په معنا دی. ددی کار ناوړه پایلی او عاقبت دادی چې، خاوره تخریبیږي، د ژوندانه سیمي له منځه ځي او د ژوند د بیلابیلو ډولونو مرګ او مړینه له ځانه سره لري.
 ۵ – قلیمي بدلون:
 دا هم یوه غټه ستونزه ده چې نن ورځ ور سره د ځمکی کره لاس او ګریوان ده.
 باور دادی چې انسانان هوا ته د ( شینکوریزه غازونو) په پورته کولو سره، شینکوریزی اغیزمنتیاوی زیاتوي او د ځمکی کری د تودوالی سبب ګرځي. چې دا حالت په خپل وار سره د اورښت د اندازی بدلون، د طبیعی کنګلونو یا یخچالونو ویلی کیدل او د اوبو د سطحی لوړوالی له ځانه سره لري.
 نو ددی لپاره چې ځمکه مو له پورتنیو ستونزو او نورو خطرونو ژغورلی وي، د ځمکی ورځ لمانځل اړین وګڼۍ، کوچنیانو ته دا ورځ وریاده کړۍ، او په نوموړی ورځ داسی پروګرامونه، میلی او جشنونه جوړ کړۍ چې د ژوند چاپیریال زده کړو ته په کې پام اړول شوی وي. دولتونه مو د ځمکي او چاپیریال ساتنی مسؤلیتونو ته متوجه کړی وي او له طبیعي سرچینو د معقولی استفادی او چاپیریال ساتنی په برخه کې مو عامه پوهاوی زیات کړی وي.
 تر څو موږ او راتلونکی نسلونه په یوه سمسور، له رنګارنګیو ډک او سالم چاپیریال کې ژوند وکړو او د چاپیریال او طبیعیت په ساتلو کی خپله انساني دنده ترسره کړو.
 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
 هالنډ/ ۲۲-۴-۲۰۲۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب