یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ملریا ناروغي نیمایي پېښې په ننګرهار کې ثبتیږي

د ملریا ناروغي نیمایي پېښې په ننګرهار کې ثبتیږي

تاند ( دوشنبه، د غویی ۶ ) د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، لا هم د ملریا ناروغي په دې ولایت کې یوه ګواښوونکي ناروغي ده او د هېواد په کچه د دې ناروغي نیمایي پېښې یاد ولایت کې ثبتیږي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس نصیر احمد درانی وایي، ملریا د ننګرهار لپاره ګواښوونکي ناروغي ده چې د دې ولایت خلک ورسره مخ دي.

نوموړي جلال اباد ښار کې د ملریا پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې د ټول هیواد په کچه د ملریا ناروغي نیمایي پېښې یې په ننګرهار کې ثبتیږي .

د هغه په وینا د ملریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ دا ځل (د ملریا پر وړاندې یو موټی شئ) تر عنوان لاندې نمانځي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس دغه راز زیاته کړه چې له پاکستانه هېواد ته د کډوالو له راستنېدو او د کورنیو بې ځایه شویو له ډېرېدو سره په ننګرهار ولایت کې د ملاريا په ناروغي د اخته کسانو شمېر زيات شوی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین ډاډ ورکوي چې د پخوا په پرتله یې روغتیايي تدابیر زیات کړي او همدا علت دی چې سږکال د ملریا ناروغي له امله د مړینې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

د عامې روغتیا رئیس زیاتوي، هڅه کوي د ملريا ناروغي د لا پراخېدو د مخنيوي لپاره په درملو ککړې درې میلیونه پشه خانې ننګرهار مېشتو ته ووېشي.

ورته مهال د عامې ورغتیا وزارت وایې، په هیواد کې د ملاریا ناروغي پېښې له پنځو سلنو دوه سلنې ته کمې شوي، خو له دې سره، سره تېر کال په دغه هېواد کې په ملاریا د ۱۵۰ زره کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي، داسې مهال د ملریا ناروغي له زیاتوالي او د هغه له نه مخنیوي شکایت کوي، چې د روغتیا پالانو په خبره، د ګرمي په موسم کې که چېرته خلک خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي، نو نه یواځې چې په ملاریا به اخته نه شي بلکې له ډېرو بدو ناروغیو به په امن وي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې کورونا هم د نورو ګاونډیو هېوادونو لکه هند او پاکستان تر څنګ په افغانستان کې په شدت کې روانه ده او ورځ تر بلې یې د مثبتو پېښو د ثبتېدو کچه لوړیږي.

عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که خلک طبي لارښوونې او ټولنیز واټن ته پام ونه کړي نو ډیری خلک به په دې ناورغي اخته شي.

ملریا او لشمانیا | وصیل الرحمن اوریاخېل

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب