یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاملریا او لشمانیا | وصیل الرحمن اوریاخېل

ملریا او لشمانیا | وصیل الرحمن اوریاخېل

وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل

د میدان وردګو ولایت د ملاریا او کالدانې د کنترول سوپروایزر

لشمانیا (کالدانه، سالدانه) يوه ناروغي ده چې په نا انډوله توګه د افغانستان په ګډون هغه هیوادونه چې د روغتيا پالنې د پرمختللي سيستم له نشتوالې سره مخ دي، تر اغيزې لاندې راولي.

کالدانه چې د لشمانيا د مياشو د چیچلو له امله رامنځته کیږي، هر کال په سلګونو زره افغانان ورباندې اخته کیږي. د لشمانيا ناروغي په لږه کچه وژونکې ده، خو د تل پاتې ټپونو په پرېښودلو سره په تیره بيا د انسان پر مخ، د ټولنیز عيب لامل کیږي.

لشمانيا د نړۍ په ٨٨ هیوادونو کی موندل کیږي. د اټکل له مخې کابل په کال ۲۰۱۶ کې د ۲۳۴۲۱۴ پیښو په درلودو سره، د پوستکي دکالدانې د نړی څلورم لوى مرکز بلل شوى دى.

لشمانيا څه ته وايي؟

لشمانيا(کالدانه) يوه داسې ناروغي ده چې د طفیلی وحیدالحجروی پرازيټونو له خوا رامنځته کیږي او ډېرى وختونه د وجود په بربنډ برخو کې د پوستکي د ټپونو سبب کیږي.

په افغانستان کې، کالدانه معمولاً په کابل، هرات، کندهار او بلخ په ولايتونو کې موندل کیږي خو عمده مرکز یی دکابل ښار د دشت برچی د اتفاق ښارکوټی دی.

لشمانیا د ناوړه روغتيا ساتنه او په واټونو کې کثافات، د لشمانيا مياشي ته د هغه د خوښې وړ چاپیريال رامنځته کوي.

لشمانيا په څه ډول خپرېږي؟

دا ناروغۍ د لشمانيا د ښځينه خاورين مياشي (فیل بوتومیس) د چیچلو له لارې چې دخپلو ژڼکو د مړولو لپاره يې ترسره کوي، لیږدول کیږي.

د لشمانيا مياشي په افغانستان کې تر ډېره بريده د ماښام او شپې پر مهال فعاله وي دا ځکه چی د ورځی لخوا نه دوی د لمر دوړانکو په مقابل کی حساسی دی اونادرا دوه فیصده چانس میاشو ته شته چی په تصادفی توکه انسانان یا حیوانان وچیچی ..

په لشمانيا باندې د اخته کس نښې نښانې څه دي؟

لشمانيا څلور ډولونه لري د مياشي له خوا د سړي تر چیچلو وروسته د هغه نښې نښانې د اوونيو او يا مياشتو وروسته څرګند کیږي.

د پوستکي ډول د لشمانيا تر ټولو معمول ډول دى دا ډول لشمانيا د وجود په بربنډ برخو معمولاً په مخ او لاسونو کې د پوستکي د ټپونو سبب کیږي دا ډول معمولاً د څو مياشتو د تيرېدو وروسته د ټپونو د پرځاى پرېښودو سره ښه کیږي.

د سالک ډول لشمانيا د پوستکي ستر ټپونه چې د جذام ناروغۍ ته ورته ده، رامنځته کوي د دې ډول لشمانيا درملنه ستونزمنه ده مخاطى ډول لشمانيا د پوستکي په ټپونو سره پيل شوى چې د غړو لکه پوزې او خولې د غړيو د له منځه تلو لامل کیږي د بدن د داخلى غړيو لشمانيا چې د لوړې تبې، د وزن د کمیدو، د تورې (طحال) او ځیګرپاړسوب او د وينې د کموالې دپرسوب له امله څرګند کیږي چې د نه درملنې په صورت کې کیداى شي وژونکي واوسي ..

څرنګه کولاى شم په لشمانيا د اخته کیدو څخه مخنيوى وکړم؟

د لشمانيا څخه د مخنيوي تر ټولو ښه لار، د لشمانيا د مياشي د چیچلو مخنيوى دى. د هغو سيمو څخه چې پکښې دا مياشي را ټولیږي په تیره بيا په تودو او لنده بلو سيمو کې او ډيرانونو کې، ځان لیرې وساتئ که چيرې د بیده کیدو لپاره د مياشو جالۍ ولرئ، ورڅخه ګټه واخلئ.

د اوږده لسټونى لرونکى جامو اغوستل هم په لشمانيا اخته مياشو د چیچلوموکه له منځه وړى تر اوسه پورې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم ډول واکسين شتون نلری خو درمل یی په بازار کی موندل کیژی چی بیه یی خورا لوړه ده..

که چيرې پوه شم چې په لشمانيا باندې اخته شوى يم بايد څه وکړم؟

د روغتيايي مرستې په لټه کې شئ د دې ناروغۍ درملنه د نورو ناروغیو د ډول په پرتله توپير لري په هغه سيمه کې چې د روغتيايي مرستې ترلاسه کول ستونزمن دي، مهمه ده ترڅو د دې مياشي د چیچلو څخه د مخنيوي په خاطر، د هر ډول پاملرنى څخه کار واخيستل شي. یادونه:- د یادولو وړ بولم چی ددی ناروغی درملنه او تشخیص یی په ټول هیواد کی په دولتی روغتیایی مراکزو کی وړیا ده او کوم فیس د ناروغ نه اخیستل کیږی او د خپلسري تداوۍ نه هم ډډه وکړئ او تداوي لپاره ماهر ډاکتر ته مراجعه وکړئ.


د همدې ناروغۍ په اړه نور ولولئ:

کالدانه: ډاکتر رحیم هلال

د پوستوکي کالدانه/ زاهد صمدزی

ملریا/ ابو حنظله بصیري اوریاخیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب