گراکوس ښکاري يوه لنډه کافکايي کيسه ده. يوه ځانگړې فضا لري چې دې فضا ته هم کافکايي فضا ويلی شو. دا کيسه هم له رازونو؛ سمبولونو وارخطايي؛ گونگوالي او د خوب او واقعيت تر منځ په دوه زړه توب کې پاتې کېدنه څرگندوي. د تورو ځنگلونو ښکاري گراکوس يوه ورځ د غرنۍ وزې په ښکار پسې ځي خو گراکوس له گړنگه لوېږي او مړ کيږي. د گراکوس روح بېرته آسمانونو ته درومي (دا يوه عقيده ده چې کله څوک مړ شي روح يې له تنه جلا شي نو روح اسمانونو ته ځي او جسد يې خاورو ته ورځي)، بلکې همدا روح د ځمکې پر سر د ژورو اوبو تل کې سر گردانه او لالهانده پاتې کيږي. سرگردانه وي. گراکوس نه پوهېږي چې ولې يې له مرگه وروسته روح آرامي ونه مونده. هر څه ورته نامالومه برېښي، اندېښنه يې ناپايه ده او د برخليک پټ، مبهم او نامالوم راز ورته نه جوتېږي. د نښانو او رمزونو دا حالت موږ ته له هماغه اول سر نه مالوميږي.
په کيسه کې دوه ماشومان د بندر پر ديوال ناست دي او د قطعو لوبې کوي. دا انځور هم دا ډول تت برېښي انځور داسې يو عکس ته ورته دى چې زموږ د سترگو په وړاندې او د يو مکان او حالت کيسه کوي. خو کله چې ټول پراگراف ته پام کوو؛ يا ټول متن لولو داسي احساس کوو چې نور يوې اومې يا خامې نښې سره مخامخ نه يو. له يوې خوا د خلکو بې پروايي ده چې د گراکوس په وړاندې سمبوليکه ځانگړنه لري. دا سمبوليک او له راز نه ډک حالت د کافکا د کيسې د بدمرغه قهرمان يوازيتوب اوسرگردانۍ ته اشاره کوي. څو نور انځورونه هم شته. لکه يو سړی ناست او ورځپاڼه لولي او شراب څښي. ميوه پلورونکى اوږود غځېدلي پروت او سمندر ته گوري. دوه کسان په کافي کې ناست او په فکر کې ډوب دي. يوه بې ماڼو کوچنۍ بيړۍ په ناڅرگند لاس بندر ته نږدي کيږي او يو تابوت چې يو سړى په کې اوږود غځېدلی هيڅ ځان نه ښوروي. فکر کوي چې هر څه مړه دي او موږ په يوه بله نړۍ کې واقع يو.
يوه بله کيسه چې له موږ سره د گراکوس ښکاري د متن پوهنې سره مرسته کوي هغه د سرگردانه يهودي داستان دى. يا نفرت شوى انسان چې په ابدي سرگردانۍ محکوم خو اخير له يوې ښځې سره مينه کوي چې حاضرېږي د هغې لپاره ومري او د کړاو له ډک ژوند څخه ځان وژغوري. خو د گراکوس حالت نور هم له غمه ډک دى. گراکوس په دې راز نه پوهيږي چې مړ دى خو دا هم نه شي کولی چې خپل ابدي ټاټوبي ته ولاړ او خاطر يې ارام شي. ډېره وحشتناکه مسأله د دغه سړي يوازى والى دى. ان تر دې چې هيڅ څوک چمتو نه دي چې د ده خبرو ته غوږ کېږدي پاته لا دا چې د ده د ارامۍ په خاطر ځان ووژني. دا د کافکا له حالت نه يو سمبوليک تصوير دى چې گواکې د هستۍ په اقيانوس کې په سرگردانۍ محکوم دى. گراکوس د تورو ځنگلونو ښکاري سرگردانه دى.
څوک چې د کافکا له ژوند سره بلدتيا لري نو د هغه د اثارو په متن کې کافکا پيدا کولى شي. گراکوس له کافکا نه پرته بل څه نه د ي. لکه چې گرگوار سامسا په مسخ کې وينو او ژوزف ک په محاکمه کې، همدارنگه «ک» په قصر کې. دا ټول کافکا دي. گوښي، وارخطا، رټل شوي او د گناه له ژور احساس سره. کافکا په يهوديت (يهودي توب) کې د يوازې والي احساس کوي. د پلار په وړاندې د گناه احساس کوي او په خپل نفس باندې له نه باور څخه رنځ وړي. دا ټول په گراکوس کې ترسيم شوي دي. گراکوس په لاتين کې د کارغه (زاغ) مانا لري. کافکا په چکي ژبه کې هم د کارغه مانا لري. د کافکا د پلار په پلورنځي باندې هم د کارغه سمبول کښل شوي و.
«ګراکوس ښکاري» کیسه ښاغلي حیات الله ژوند ژباړلی او دلته یې لوستلی شئ.