یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبطنزونهعمومي کوڅه / محمد غني څاروان

عمومي کوڅه / محمد غني څاروان

د کوڅې په بر سر کې، د سپین ږيري سرکاتب صیب ګلاپ میر چې په ګل میر اکا مشهور و، د ټوخي غږ مې غوږونه وسکونډل او داسې ښکاریده چې کومه مهمه خبره کول یې راته غوښتل، خو زما زړه هم صبر ونه کړ او له سلام سره جوخت مې ترې وپوښتل:

ــ سلام علیکم ګل میر اکاڅنګه داسې تلواري مالومېږې، خیر خو به وي؟

ــ وعلیکم سلام، وراره ته لکه چې لا تر اوسه د وکیل صیب د زوی له واده څخه نه یې خبر؟

ــ څه څه، هغه زما ټولګيوال یادوې، چې اوس د پارلمان  وکیل دی!؟

ــ هو هماغه  ښیم، ته يې لکه چې د زوی له واده څخه نه یې خبر کړی؟

ــ ممممم…

د دې خبر په اوریدو سره له ګل میر اکا نه په چوپه خوله د خپل کور پر لور روان شوم، په خپل زړه کې مې له ځانه سره کرل او رېبل، چې انډیوال دې څومره بې غیرته شوی، چې د زوی  د واده خبر یې هم درنه کړ…  نه نه کیدای شي ترې هېر شوی به یم، باید واده ته یې ورشم.

سبا وختي چې له خوبه پاڅېدم نو د خپلو بوټونو مزي مې کلک وتړل او د وکیل صیب د کور پر لوري راهي شوم. له لږ ځنډ وروسته د وکیل صیب کور ته په داسې حال کې ورسیدم، چې هلته د دروازې مخې ته د کلي په عمومي کوڅه کې، د نریناو او ښځیو ډلې د ګلانو ګېډیواو ډالیو سره راټولې وې.

خو د وکیل صیب کور ته د ننوتلو لپاره دوې دروازې وې، چې له ښکلیو او رنګینو رختونو جوړې وې، د یوې دروازې پر سر لیکل شوي و ( جوړه لرونکي ) او د هغې دویمې پر سر لیکل شوي وو (بې جوړې )

ماچې مير من نه درلوده، له بده مرغه د مجردانو په دروازه ننوتلم، له ننوتو وروسته دوې  نورې دروازې وې، چې په يوه باندې یې لیکلي وو چې ( کونډې ) او په بله لیکل شوي وو (کونډان)

زما چې یوه میاشت مخکې میرمن مړه شوې وه، نو له مجبورۍ نه د کونډانو په دروازه ننوتم، له دې ورسته دوې نورې دروازې وې او پې لیکل شوي وو ( ډالۍ لرونکي ) او په بله یې لیکلي وو ( بې ډالیو واله)

ما چې له ځانه سره کومه ډالۍ نه وه راوړې، نو د بې ډاليو والو په درازه ننوتلم، چې پام مې شو د کلي عمومي کوڅې ته راوتلی وم.

محمد غني څاروان

1 COMMENT

  1. دا مطلب مې څوکاله پخوا لوستئ وو، خو ليکوال بل څوک وو، د څاروان صيب څخه په بخښنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب